Home+د پښتو له ليکنۍ بڼې د لوستونکو شکايت | اجمل ښکلی

د پښتو له ليکنۍ بڼې د لوستونکو شکايت | اجمل ښکلی

کله نا کله په فيسبوک کې يو نيم ملګری له پښتونخوا نه شکايت وکړي، چې د افغانستان په پښتو نه پوهېږي، ځينې بيا له افغانستانه د پښتونخوا د ليکنۍ بڼې په اړه دا شکايت کوي، چې د پښتونخوا په علمي کتابونو يې سر نه خلاصېږي.

د افغانستان د خوا شکايت دا دی، چې د پښتونخوا د پښتو په ليکنۍ بڼه کې اردو او انګليسي ډېره ده، پرعکس د پښتونخوا د ملګرو دوه شکايته دي، يو دا چې د افغانستان په پښتو کې فارسي او عربي ډېره ده او بل دا چې نوې کلمي يا د دوی په اصطلاح نوي ټکي پکې دومره ډېر دي، چې پښتو يې له عادي بڼي ايستلې او سخته يا مصنوعي کړې يې ده.

که څه هم د افغانستان د ليکنۍ بڼې په اړه د فارسي او عربي د اغېز او نويو کلمو خبره تناقض لري، ځکه نوېزونه د فارسي د همدې اغېز د ختمولو لپاره جوړ شوي؛ نو يا به فارسي او عربي ځپلې وي يا به نوي ټکې پکې ډېر وي، هممهاله دواړې خبره سمې نه دي.

که خبره دا وي، چې نه، د ځينو ليکوالو پر ژبه د فارسي او عربي دروند اغېز پروت دی او ځينې نوې کلمې ډېرې کاروي؛ نو بيا خبره انفرادي ده او په ټوله سيمه يې انطباق دقت نه لري.

که خبره انفرادي وي، بيا د ليکوال له سبک سره تړاو لري او ښه ده، چې داسې ووايو، چې د پلاني ژبه سخته يا مبهمه ده.

زه فکر کوم، چې د ژبې سختوالی د ډيورنډ دواړو غاړو ته تر ډېره عمومي نه، انفرادي دی، ځکه چې زياتره پخواني او اوسني ليکوال دواړو غاړو ته ښايسته ډېر لوستونکي لري. د استاد حبيبي او مرحوم حسن کاکړ غوندې ليکوال په پښتونخوا او د کامل صاحب او همېش صاحب غوندې ليکوال په افغانستان کې خلک لولي؛ نو که خبره تر ډېره انفرادي وي، بيا دا شکايت پکار دی، چې د همغه ليکوال په اړه وي، د ټولې سيمې د ليکنو په اړه به انصاف و نه لري.

تر کومه ځايه چې د عمومي ستونزې يا د پښتونخوا په اصطلاح د عامې مسئلې خبره ده؛ نو بيا ځينې نور داخلي او بهرني علتونه هم پکې لاس لري؛ نو راځئ، چې پيل د متن له سختۍ نه وکړو.

د معاني په علم کې هغه کلام چې مانيزه غوټه يا پېچلتيا ولري، عيب ګڼل کېږي. فصيح او بليغ کلام هغه دی، چې کلمې يې مانوسې وي، اطناب او بېځايه ايجاز و نه لري او جملې يې ورځنيو خبرو ته نېژدې وي، ښايي زموږ په سبک کې د پېچلتيا يو لامل دا هم وي، چې رواني او سادګي رانه هېره شوې غوندې ده.

که د کلام د فصاحت او بلاغت له پلوه خپلې ليکنۍ ژبې ته وګورو؛ نو په متن کې دننه د پېچلتيا دوه لامله راته ښکاري، يو کلمې دي او بل جملې. د ډيورنډ دواړه غاړې لوستونکي او ليکوال چې پر يو بل د پېچلتيا تور پورې کوي، نو يوازې کلمې د پېچلتيا لامل بولي؛ خو جملې ترې هېرې وي. زه فکر کوم، چې د دواړو غاړو د ليکنو په تعقيد يا پېچلتيا کې لوی لامل د جملې د جوړښت او د اجزاوو د ترتيب دی، ځکه د کلمو مانا خو به په قاموس کې وګورې؛ خو چې د کلمو مېشتغالی(جملې) پېچلې، اوږدې او په خپلو کې سره اوښتې رااوښتي وي؛ نو دا ستونزه بيا په قاموس نه حلېږي. پخوانيو استادانو چې جملې يې ډېرې نه اوږدولې، معترضه جملې يې کمې کارولې او اضافي جملې يې کمې راوړې؛ نو متن يې روان او مانا اخيستل ترې اسانه وو. اوس هم د ډيورنډ دواړو غاړو ته له داسې ليکوالو لوستونکي شکايت نه کوي.

زه فکر کوم، چې د جملو خبره يوازې تر ظاهري پېچلتيا پورې نه ده تړلي، بلکې دا پېچلتيا د دواړو غاړو په ليکنۍ بڼه کې ډېره ژوره ده او د برلاسو(غالبو) ژبو په اغېز کې ريښه لري. په پښتونخوا کې لومړۍ برلاسې ژبه اردو او دويمه يا کمه انګليسي، په افغانستان کې بيا فارسي او عربي ده. د دې غالبو ژبو پر وړاندې پښتو دويمه او د ژباړې ژبه ده، په دواړو غاړو کې علمي او رسمي متون لومړی په فارسي توليدېږي/ توليد شوي ، بيا په پښتو ژباړل کېږي؛ نو له ژباړې سره يوازې کلمې نه راځي، بلکې د دويمې ژبې د جملو په جوړښت هم اوږدمهالی اغېز کوي او دا اغېز دومره ژور وي، چې د وخت په تېرېدو لوستونکو ته عادي شي او د خپلې ژبې طبيعي جوړښت يې ګڼي؛ خو هغه چې له دې متونو سره کم مخېږي او د نارملايزېشن له دې بهيره راتېر شوي نه وي، هغوی ته عجيب او پېچلي برېښي. لاندې لومړی د پښتونخوا او بيا د افغانستان د ليکنۍ بڼې يوه بېلګه راوړو:

“د هيئت نه وتې اصطلاح په هيئتي تنقيد پېژندلی کېږي، چې د څيزونو د هيئت علم ته وايي او په لسانياتو پورې اړوند ګڼلی شي. د دې ترمخه د ليکونکي د خيالاتو او اسلوب او انداز نه زيات د متن هيئت ته اوليت بخښي. هيئت د ډانچې د نظام په معنو کې موږ ته ځان راپېژني.”

دا بله بېلګه د بي بي سي له پښتو برخې نه د افغانستان د ليکنۍ بڼې ده:

“اداکارې نورا فتحي، چې دا سندره پرې فلم شوې ده، پر خواله رسنيو په خپره کړې يوه ويډيو کې ويلي، چې دا سندره په کناډا ژبه شوې وه او دا پرې نه پوهېده، چې کومې کلمې چې دا يې وايي، معنا يې څه ده.”

اوس د پښتونخوا لوستونکي چې د اردو له سټرکچر سره اشنا دی او د ذهن په عمق يې ناست دی، د لومړۍ بېلګې نه د مانا په اخيستو کې ستونزه نه لري، همداسې د افغانستان يو لوستونکی چې فارسي يې د ذهن په ژورو ورننه وتې، د بي بي په متن کې ستونزه نه لري؛ خو کله چې خبره د يو بل راځي، نو بيا ستونزه پېښېږي.

له بله پلوه لومړۍ بېلګه اردو او دويمه فارسي ته اسانه ژباړلی شو، ځکه په د جملو د جوړښت په تل کې يې همدا دواړه ژبې دي.

په تېره څه کم يوه پېړۍ کې چې د ډيورنډ د دواړو غاړو برلاسې ژبې نورې وې، د دواړو غاړو د ليکنۍ بڼې د جملو جوړښت د همدې ژبو پر بنسټ رامنځته او وده وکړه. د دې مطلب دا دی، چې د پښتو خپله بڼه يا بېخي وه نه يا د ليکنۍ بڼې په جملو کې د پښتو خپله ولسي بڼه اصلا په پام کې و نه نيول شوه. ان د خوشحال او افضل خان او تر دوی مخکې د پير روښان، دروېزه او سليمان ماکو د نثرونو د جملو په بېخ کې هم د خپل وخت د برلاسې فارسي او عربي اغېز ښکاري.

ښايي دا ادعا بشپړه سمه نه وي او تاسو راته ځينې داسې بېلګې وليکئ، چې له دې معمول بهير نه يې سرغړونه کړې وي؛ خو دا ډول ليکوال ډېر نه دي او نه بشپړ له دې اغېز نه خلاص دي. همدا ليکنه که دا اوس د افغانستان يو لوستونکی لولي، نو د جوړښت پر ځای به محتوا ته متوجه وي، ځکه د دې حوزې د ليکنۍ بڼې جوړښت يې په ذهن کې ناست دی؛ خو که د پښتونخوا يو داسې لوستونکی يې لولي، چې د افغانستان کتابونه يې ډېر نه وي لوستي، هغه ته به طبعا دا جملې فارسي ځپلې او مصنوعي ښکاري.

د پښتونخوا او افغانستان د ليکنۍ پښتو ترمنځ دا علت له شکايت کوونکو هېر دی؛ خو له دې اغېزه لوی لوی ژبې نه دي خلاصې، د انګليسي د جملو جوړښت د يوناني، لاتيني او فرانسوي له اغېزه خالي نه دی؛ نو که له دې اغېزه يوه ژبه نه ده خلاصه، بيا د ډيورنډ د دواړو غاړو د ليکنۍ بڼې په پېچلتيا کې يو بل علت هم لاس لري او هغه بهرنی دی.

په يوه حوزه کې د يو ډول متونو توليد د محتوا او منطق له پلوه يو ډسکورس رامنځته کوي؛ خو دا ډسکورس يو ډول ژبه هم پيدا کوي. په بله وينا، له ډسکورس سره د ژبې يو ډولوالی هم رامنځته کېږي او ښايي د پاراډايم يا د فوکو په وينا د ايپسټيمي په بدلون د ژبې بڼه او اصطلاحات هم بدل شي؛ نو که له دې زاويې وګورو، د افغانستان او پښتونخوا ليکنۍ بڼه د خپلو حوزو د معمولې بڼې له مخې هم سره توپير لري؛ نو د دې پر ځای، چې د دې حوزو له بڼو سره ځان اشنا کړو، د تصنع او پېچلتيا شکايت کوو.

ژبه ټولنيزه ښکارنده ده، چې د ټولنې او فرهنګ په بدلون سره پوستکی اړوي، نوې کلمې ورته راځي، زړې کلمې نوې ماناوې اخلي او يا له صحنې وځي. د کلمو ترڅنګ د جملو جوړښتونه هم بدلېږي، چې موږ ورته نه متوجه کېږو؛ خو که د دستارنامې يا بل پخواني متن ژبه وګورو؛ نو راته معلومه به شي، چې د جملو جوړښتونو څومره بدلون کړی دی.

زه فکر کوم، چې د يو بل د ژبې په ليکنۍ بڼه زموږ شکايتونه لاندې اړخونه لري؛ خو زموږ شکايت ټولو اړخونو ته د پام کولو پر ځای مطلق او يو اړخيز وي. په ځينو مواردو کې د دې پر ځای چې پر ځان خواري وکړو او د هغې يا دې اړخ له ژبنۍ بڼې سره ځان اشنا کړو، شکايت ته مخه کوو، چې دا زموږ په لټۍ دلالت کوي، ځکه چې لامل يې پخپله په موږ کې وي:

۱. په افغانستان کې د فارسي، عربي او نويو کلمو او په پښتونخوا کې د اردو او انګليسي کلمو ډېروالی؛ خو دا د دواړو غاړو د ليکنۍ بڼې يو اړخ دی.

۲. د جملو پېچلتيا او اوږدوالی، چې له يوه ليکوال نه بل ته توپير کوي او پر ټولو ليکوالو يې نشو منطبق کولی، ځکه د ساده سبک لرونکي ليکوال هم کم نه دي؛ نو که څه هم په دې اړه لوستونکي شکايت نه کوي؛ خو دا هم يو اړخ دی.

۳. د دواړو غاړو د ليکنۍ بڼې د جملو پر جوړښت د برلاسو ژبه ژور اغېز، چې د دواړو غاړو د ليکوالو او لوستونکو په ذهن کې داسې ناست دی، چې د خپلې بڼې د جملو د جوړښت تصنع او پرديوالي ته نه متوجه کېږي.

۴. د يوې غاړې له ژبنۍ بڼې سره د بلې غاړې د لوستونکي نااشنايي، چې که داسې وي؛ نو بيا پکار ده، چې لوستونکی د شکايت پر ځای په ځان کار وکړي.

۵. د ژبې ليکنۍ بڼه د وخت په تېرېدو ځان له نويو شرايطو سره برابروي؛ نو که موږ له دې بهير سره ځان عيار نه کړو، د متن په پوهاوي کې له متن سره مخېږو.

پايله دا راوځي، چې د دې يا هغې حوزې پر ليکنۍ بڼه زموږ شکايتونه کلي او مطلق دي او لا شننې ته اړتيا لري، چې د تحليل په پايله کې د ليکنۍ بڼې هغه برخه مشخصه کړو، چې په اړه يې شکايت کوو، له بله پلوه مو شکايت يا نيوکه علمي بنسټ ولري، ځکه د حافظ غونډاري واټن پيدا کوي؛ نو بايد د واټن د زياتولو پر ځای د واټن د کمولو هڅه وکړو او د دې لپاره غونډو، پوهاوي ته اړتيا ده، خو چې له کلمو سره سره د خپلو ليکنو پر جملو او جوړښتونو هم ورسره يو کلي بحث ولرو، چي څرنګه يې د پښتو خپلې بڼې ته ورنېژدې کړو او له ناسم اغېز نه يې راوباسو.

1 COMMENT

  1. په زړه پورې موضوع ده.
    ما هم له خپلو پېښوري وروڼو دا خبره ډیره اورېدلې چې د «کابل» په پښتو نه پوهیږي ځکه چې فارسي پکې ډېره ده. فارسي خو له پیله په پښتو کې ډیره وه او وي به، د خوشحال خان، شیدا، رحمان بابا، حمید مومند او نورو کلاسیکو شاعرانو دېوانونه له فارسي کلمو ډک دي.
    زموږ په کوزه پښتونخوا کې پښټو ژبه د کتاب او لیکلو لپاره چندان نه کارول کېږي. څوک چې په پښتو ژبه مطالعه کوي، یوازې شعر لولي. حتي لنډه کیسه هم ډیر لږ کسان په پښتو لولي. علمي لیکنې خو دوی بالکل په پښتو نه لیکي او نه یې بل ځای لولي. که یې لولي په اردو او انګریزي یې لولي.
    مشکل ممکن دا وي چې یا موږ (افغانستان) داسي اثار کم پنځولي چې هغوی ځان ته دومره وروکاږي چې په هر حالت کې یې ولولي یا دا سبب وي چې په اردو هر څه په لاس ورځي نو ځان ته تکلیف نه ورکوي چې زموږ د خوا د لیکوالو اثار ولولي . زموږ د دري او ایراني فارسي توپیر د کابل او پېښور تر پښتو کم نه دی. سلګونه کلمې مو، چې په ورځني ژوند کې یې کاروو، متفاوتې دي. د مثال په توګه سبزیجات به راواخلو: پېښوری هم ګازره وايی، زه هم، هغه هم مولۍ وايي زه هم، هغه هم ټیپر وايي زه هم…. خو د ایران د فارسي او افغانستان د دري د سبزیجاتو اکثره نومونه متفاوت دي. همداسي د موټر د پرزو، د جامو، د خوراکونو، میوو او نورو شیانو. سره له دې چې زه په ماشومتوب کې پرې نه پوهېدم خو د جملې له مخې مې پرې سر خلاصیده او هیڅکله مې په یوه جمله کې یوه نیمه کلمه چې زه به پرې نه پوهېدم، د مطالعې او مطلب اخیستو ، نه خنډ کېده.
    رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...