دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د نامتو لیکوال اډګار الن پوه د مړینې ورځ

د نامتو لیکوال اډګار الن پوه د مړینې ورځ

تاند

نامټو امریکايي کیسه لیکوال،شاعر، کره کتونکي او اډیتر اٍډګار الن پو د ۱۸۰۹ د جنورۍ په ۱۹ مه د ماساچوسیت ایالت په باسټآن کې وزېږېد.

الن پو تر ډېره د خپلو هغو کیسو له کبله چې له اسرارو او تلوسې ډکې دي، مشهور دی. ده په “The Murders in the Rue Morgue”  کیسه، چې په ۱۸۴۱ کې یې لیکلې، د کدرنو پولیسي کیسو بنسټ کېښود.

د ده ( The Raven) شعر، چې په ۱۸۴۵ م کال کې یې لیکلې، د امریکا په ادبیاتو کې یو تر ټولو ښه شعر ګڼل کېږي.

خو له دې سره سره چې الن پوه ښه شاعر و، ده ته د لنډې کیسې پلار وايي. لنډې کیسې تر اډګار الن پو دمخه هم لیکل شوې دي. ده ته چې د لنډې کیسې پلار وایي وجه یې دا ده چې په لومړي ځل یې دغه ژانر تعریف کړ او اصول یې ورته وټاکل.

دی په دې ټکي ډېر تاکید کوي چې لنډه کیسه باید په لوستونکي واحد اغېز واچوي. مثلا که لیکوال غواړي، د لوستونکي په زړه کې د مرګ وېره واچوي، بیا نو په کار نه ده چې هغه ته مثلا د طبیعت له ښکلا سره د مینې احساس هم ورکړي. د اډګار الن پو په نظر لیکوال باید د کیسې تر لیکلو دمخه په دې پوه وي، چې په لوستونکي باندې څه ډول عاطفي اثرغورځوي. لیکوال به د همدې انتخاب په رڼا کې د کیسې ټول جزئیات انتخابوي او د کیسې په پلاټ، سبک او نورو عناصرو کې به داسې څه نه پرېږدي چې د دغه واحد تاثیر د غورځولو لپاره  پکار نه راځي.

د پو په اند، د واحد تاثیر د غورځولو لپاره په کار ده چې کیسه په نیم ساعت، یا یوه ساعت یا دوو کې ولوستل شي، ځکه کیسه که تر دې اوږدېږي، د واحد اغېز د ساتلو امکان یې کمیږي.

د پو بله خبره دا ده چې د واحد تاثیر لپاره دې د کیسې مکان یو وي. د ده مطلب دا نه دی چې ټوله کیسه دې مثلا په یوه کوټه کې پېښه شي، خو منظور یې دا دی، چې که پېښې له یوه مکانه وځي هم، ډېرې دې نه  سره لرې کېږي او یو مرکزي ځای دې په کې وي.

د واحد تاثر د شیندلو لپاره د پو بله خبره دا ده چې د کیسې پېښې دې سره تړلې وي. داسې پېښې او جزئیات دې په کې نه وي چې په ایستلو یې کیسه نیمګړې نه شي او داسې دې هم نه وي چې د کیسې د پوره کېدو لپاره دې نورو خبرو ته  ضرورت لیدل کېږي.

الن پو په خپل ژوند کې ډېر ګډوډ او غیرمنظم و، خو کیسې یې برعکس د واحد اغېز د تیوري په وجه، له فوق العاده نظمه برخمنې دي. د ده په کیسو کې نظم دومره ډېر دی چې ځینو کسانو د تخییل په بې ځایه محدودولو او د واقعي ژوند په ځای د بیخي مصنوعي ژوند په وړاندې کولو تورن کړی دی.

د لنډې کیسې یو بل لوی لیکوال چیخوف، د پو برعکس مظبوط پلاټ ته هغومره وفاداره نه و لکه د واقعي ژوند بیان ته چې و.

د پو مور الیزابیت ارنولډ پو اکتره وه. پلار یې هم اکتر و، دیوید پو نومېده او د بالتیمور اوسېدونکی و.

وروسته له دې چې په ۱۸۱۱ کال د پو مور د ویرجینیا په ریچموند کې مړه شوه، الن پو د ریچموند یوه سوداګر ته وسپارل شو چې ګومان کېږي د ده نیکه و. دی وروسته په ۱۸۱۵ کال سکاټلنډ‌ او انګلنډ ته یووړل شو، هلته په کلاسیک ډول زده کړې ورکړل شوې.

په ۱۸۲۶ م کال دی د ۱۱ میاشتو لپاره د ریچموند د ویرجینیا پوهنتون ته لاړ.

الن پوه د ۱۸۴۹ م کال د اکتوبر په اوومه د مریلنډ ایالت په بالتیمور ښار کې مړ شو او همالته خاورو ته وسپارل شو.

2 COMMENTS

  1. سلام،

    د ادګار الن پو، په اړه لیکنه مې ولوستله. د لیکنې پیل او پای سره متناقض دي. دمتن په پیل کې راغلی:
    «… ادګتر الن پو د ۱۸۰۹ د جنورۍ ۱۹ د ماساچوسیت ایالت په باستان کې وزیږید.»

    د لیکنې په پای کې راغلی:
    «الن پوه د ۱۸۴۹ کال د اکتوبر په اوومه ماساچوسیت په باستن کې زیږیدلی دی.»

    دغه لیکنه په ښکاره تیروتنه ده. حقیقت دا دی چې د ده د نوم «الن پوه» سره د (ه) تورې نشته. سم ډول یې «ادګار الن پو» دب. پو، د ۱۸۴۹ کال د اکتوبر پر اوومه د ۴۰ کالو په عمر د مریلند ایالت د بالتیمور په ښار کې مړ شو او په دې ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب