Homeخبرونهامريکا: هند سره د افغانستان په اړه يو فکر او تګلاره لرو

امريکا: هند سره د افغانستان په اړه يو فکر او تګلاره لرو

تاند:( پنجشنبه، د میزان پینځلسمه) د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستياله ميرمن وندي شرمن، چې پرون د هندوستان پلازمېنې نوې ډيلۍ ته په يوه رسمي سفر تللې وه، د افغانستان په اړه یې له هندوستان سره د ګډ فکر او تګلارې د لرلو خبر ورکړی.

نوموړې په دغه سفر کې ویلي، چې د هندوستان امنيتي انديښنې د واشنګټن لپاره لومړیتوب او محوري ارزښت لري.

هغې له خپل هندي سيال سره ګډې خبري غونډې ته وویل: هندوستان او امريکا متحده ايالات د افغانستان په اړه یو ګډ فکر او یوه تګلاره لري.

امریکايي او هندي چارواکو په دې تړاو او دغه راز له طالبانو سره د ممکنه تعاملاتو او مخالفتونو په باره کې څه نه دي ويلي.

هندوستان مخکې ټینګار کړی و، چې د افغانستان خاوره نه بايد د هیڅ کوم هیواد پر ضد وکارول شي.

طالبانو په دې اړه ظاهرا ډېرې ژمنې کړي، خو د یوه مخکیني ډېر ملاتړي هېواد سعودي عربستان په ګډون يې ډېر هېوادونه پر ژمنو بې باوره دي.

هندوستان په افغانستان کې د خپل دښمن ګاونډي پاکستان پراخ نفوذ ته په اندیښنه کې دی.

په کابل کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم، هلته د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر مرموز سفر،. هغه هم د طالبانو تر امارت اعلانولو مخکې دا ادعا ډېره کړه، چې طالبان اوس هم لکه پخوا د پاکستان پوره تابع دي او اوامرو نه یې پیروي کوي.

طالبانو بيا دا ډول ادعاوې بې بنسټه او له واقعیتونو څخه لیرې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...