تاند:( پنجشنبه، د میزان پینځلسمه) ټاکل شوې، چې د روسیې پلازمېنه مسکو زر د افغانستان په اړه د يوې غونډې کوربه وي.
د دغې غونډې وخت تر اوسه مشخص شوې نه دی.
ويل کيږي، چې روسي چارواکي په دې اړه د همغږۍ لپاره په خبرو بوخت دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د نوي حکومت جوړښت او له افغانستان سره اقتصادي مرستې به د يادې غونډې تر ټولو مهم موضوعات وي.
طالبانو مخکې ويلي و، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې بلنې ته منتظر دي.
د دې غونډې په تړاو روسي چارواکو ډېر جزيات نه دي ورکړي.
معلومه نه ده، چې دا غونډه به د ۲۰۰۱ کال د بن په شان د حکومت جوړونې او واک وېشلو په محوريت جوړيږي او که روسیه او متحدين يې د طالب امارت لپاره نړیواله لابي پکې کوي؟
د طالبانو حکومت چې د سيمې د ډېرو هېوادونو له ملاتړه برخمن ښکاري، تر اوسه د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون يې هيڅ هيواد په رسميت نه دی پېژندلی.