Home+د مخ د سوروالی مخنیوی

د مخ د سوروالی مخنیوی

 ژباړه او راټولونه: ډاکټر عبدالولي اعتماد (د پوستکي او ښکلا معالج)

۱: د مخ پوستکي مو د لمر له وړانګو څخه وساتئ.

۲: له ګرمو، مصاله لرونکو او توندو خوړو  ډډه وکړئ.

۳: هڅه وکړئ چې په ډيره ګرمه هوا کې و نه اوسئ.

۴: د پوستکي د متخصص له مشورې پرته هيڅ وخت طبي کريمونه مه استعمالوئ.

۵: دوا مو د پوستکي د متخصص له لارښووني سره سم استعمال کړئ.

۶: د ناروغۍ په پرمختللو حالتو کي کيدای سي د ليزر په واسطه درملنيې ته اړتيا و اوسي چې دا درملنه هم د اعراضو او هم د مخ د سوروالي د درملنې سبب کيږي او د مخ د سطحي رګونو چې په سره رنګ د خطونو په شکل سره ليدل کيږي د درملنې سبب کيږي.

د مخ سوروالی د سټرويډي کريمونو له امله!

د ناروغۍ يو شکل د سترويډي روزاسيا په نامه ياديږي چي د سټرويدي کريمونو (بتامتازون، ترايامسينولون، ديکسامتازون…) د دوامداره استعمال څخه منځ ته راځي، په داسي حالاتو کي د ستروييد استعمال د لنډ مهال لپاره د ناروغۍ د ښه کېدو سبب ګرځي اما کله چي ستروييد قطع سي ناروغي بيرته راپورته کيږي په همدې خاطر ناروغان يادسوي مرهمونه په دوامداره توګه استعمالوي چي نه يواځي د مخ سوروالی منځ ته راوړي بلکه د ستروييد ټول جانبي عوارض لکه د پوستکي نازکېدل، پر مخ اضافه وېښتان، سوروالی او داسي نور حالات منځ ته راوړي، د دې ډول د مخ سوروالی درملنه د سترويد قطع کېدل او دوايي درملنه ده، د ناروغۍ په شديدو حالاتو کي چي د دوايي درملنې په وړاندي د قناعت وړ نه وي کيداي سي د ليزر په واسطه يې درملنه وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...