دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي، افغان چارواکو د برښنا د پیسو د ورکولو غوښتنه...

ملګري ملتونه وايي، افغان چارواکو د برښنا د پیسو د ورکولو غوښتنه نه ده کړې

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۵) په نیویارک کې د ملګروملتو ویندوی وايي، د افغانستان د هیڅ ادارې له لوري ورته نه دي ویل شوي چې د کابل تر تیاره کېدو مخکې د برېښنا مهیاکوونکو ته پیسې ورکړي.

د ملګروکلتو د سرمنشي ویندوی سټېفېن دوجاریک پرون / چهارشنبې دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان برښنا شرکت سرپرست ريیس وویل، له ملګروملتو څخه یې غوښتي چې د برښنا د مصرف له کبله د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان ۹۰ ملیون ډالره پور ورکړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د افغانستان برښنا شرکت وايي، که دا پیسې په درو میاشتو کې ورنه کړل شي پر افغانستان به برښنا قطع شي.

خو دوجاریک په یوه خبري غونډه کې وویل «موږ د رسنیو دا راپورونه لیدلي. یوناما د افغانستان د هیڅ ادارې کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې چې په هغې ګې د انرژۍ د مصرف د پرې کولو یادونه شوې وي.»

د بلومبرګ له راپور سره سم، د اګست له پنځلسمې، چې طالبانو واک ترلاسه کړی، ګاونډیو هیوادونو ته د برښنا پیسې نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان تر اویا سلنه زیاته برښنا وارداتي ده.

افغانستان ګاونډیو هیوادونو ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان ته د برښنا د مصرف لپاره د میاشتې عموماً له ۲۰ تر ۲۵ ملیونو ډالره ورکوي.

د افغانستان برښنا شرکت سرپرست ريیس صفي الله احمدزي پرون / چهارشنبه/  وویل، ګاونډي هیوادونه ممکن ژر پر افغانستان خپله برښنا پرچاو کړي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، له ملګروملتو یې غوښتي چې د بشري مرستې په توګه دا پیسې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب