جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه د افغان روغتیايي کارکوونکو معاش ورکوي

ملګري ملتونه د افغان روغتیايي کارکوونکو معاش ورکوي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۵) د ملګروملتو پراختیايي پروکرام وايي، افغانستان د روغتیايي کارکوونکو معاش به ورکړي ځکه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا هیواد عملاً د پیسو له ټولو مرستو بې برخې شوی دی.

د امریکايي ورځپاڼې (دي هیل) له راپور سره سم، مخکې نړیوال بانک افغانستان ته سلګونه ملیون ډالره ورکول چې روغتیاپالانو ته معاش ورکړي او نورې روغتیايي اړتیاې پرې پوره کړي خو له دې کبله چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، ټولې مرستې بندې شوي دي.

له بلې خوا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ملګروملتو پرمختیايي پروګرام به روانه اوونۍ له نړیوال بانکه دا پروګرام واخلي چې د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي اړتیاوو لګښت ورکړي او افغانستان له بشري بحرانه وژغوري.

د ګلوبل فنډ په نوم نړیوال روغتیايي سازمان په روان اکتوبر کې دې پروګرام ته ۱۵ ملیون ډالره ورکړل.

د واشنګټن پوسټ پر اساس، دې سازمان وروسته له دې افغانستان ته ۱۵ ملیون ډالره مرسته ورکړه چې ولسمشر بایډن تېره اوونۍ وویل چې یو شمېر موسسو ته د پیسو د ورکولو لپاره باید هغو ته لومړی ځانګړي جوازونه ورکړل شي.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان په دې اندېښنه ښکاره کړې چې په افغانستان کې یو ملیون او ۶۰۰ زره ډوزه کورونا ضد واکسین که ژر استعمال نه شي، ممکن ضایع شي.

د دغه سازمان په وینا که دا واکسین ژر ورنه کړل شي تاریخ تېره به شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب