پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+په دې ورځ ختیځ جرمني جوړ شو

په دې ورځ ختیځ جرمني جوړ شو

تاند (پنجشنبه، د اکتوبر ۷) له نن څخه ۷۲ کاله پخوا د ۱۹۴۹ کال په همدې ورځ د جرمني په هغه برخه کې، چې د پخواني شوروي اتحاد تر نیواک لاندې وه، یو قانون تصویب شو چې پر اساس یې د جرمني د خاورې په دې برخه کې د خیتځ جرمني په نوم یو هیواد رامنځته شو.

د دویمې نړیوالې جګړې سوبمنو ماته خوړلی جرمني په خپل منځ کې ووېشه، پخواني شوروي ته یې ختیځه برخه ورسېده او لوېدیځ جرمني پانګولو ته ورسېد، چې امریکا، بریتانیا او فرانسې خپلو کې ووېشه، خو دا درې برخې پر ۱۹۴۸ کال سره یو ځای شوې او لوېدیځ جرمني یې جوړ کړ.

پلازمېنه برلین د شوروي په واک کې و، چې د ختیځ او لوېدیځ جرمني دواړو اوسېدونکو یې پرې دعوه لرله.

ختیځ جرمني د لوېدیځ جرمني ترڅنګ تر ۱۹۹۰ پورې دوام وکړ.

د ۱۹۶۱ کال اګسټ کې شوروي د دواړو برخو ترمنځ برلین دېوال جوړ کړ چې د ختیځ او لوېدیځ بلاک ترمنځ د لومړۍ کرښې سمبول بدل شو. دا دېوال ۱۵۵ کیلومتره اوږد او د اوسنۍ نړۍ تر ټولو اوږد دېوال شو.

د دې دېوال نژدې ۴۵ کیلومتره د برلین ښار پر زړه تېرېده او د ښار ټول استوګن یې سره وېشلي وو.

د سړې جګړې پیلېدو سره برلین د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د اختلاف مرکز شو. ختیځ المان چې برلین یې پلازمېنه و، د ټولې ولکې غوښتنه یې کوله، خو لوېدیځ دا غوښتنه ونه منله.

د دواړو ترمنځ د اختلاف زیاتېدو سره پر ۱۹۵۵ کال فدرال جرمني له ناټو سره یو ځای شو او ډیموکراټیک جرمني له ورشو سره یو ځای شو، چې دواړه د پانګوالۍ او سوسیالستي نظریو ترمنځ د سړې جګړې لومړۍ کرښه شول.

خو د ۱۹۴۹ له اګسټ تر ۱۹۶۱ پورې د ختیځ جرمني له دوه نیم میلیون ډېر وګړي لوېدیځ جرمني ته وتښتېدل. ان د دې دېوال له جوړېدو مخکې ورځو کې د ۱۹۶۱ کال د اګسټ له اولې تر ۱۳ پورې تر ۴۷ زره کسانو ختیځ جرمني پرېښود.

پر ۱۹۸۸ کال د پخواني شوروي د مشر میخایل ګورباچوف سمون پسې ټوله ختیځه اروپا کې د انساني حقونو د خلافورزۍ او سیاسي زور زیاتي پرضد لاریونونه ډېر شول او ژر ختیځ جرمني ته هم ورسېدل.

د ۱۹۸۸ کال ژمي کې برلین او لایپژیګ او درسډن ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې، چې پکې پولیسو ډېر کسان ونیول.

خو د اکتوبر پر ۱۸ د خلکو د اعتراض زیاتېدو سره چې شعار یې و “موږ خلک یو”، د حکومت او د ګوند مشر اریش هونکر استعفا وکړه.

د نومبر پر ۹ رادیو وویل چې د حکومت د پرېکړې له مخې د دواړو جرمنانو ترمنځ د پولې دېوال نړېږي، خلکو تر هغه باور نه کاوه چې له تبرونو او چاکوانو سره دېوال ته رسېدلي نه وو.

دا ستر دېوال چې تر ۳۰ کلونو د یو ملت پر زړه تېر شوی و، پر کنډوالو او لوټو بدل شو او تراوسه یې ډېر سیلانیان ټوټې له ځان سره خپلو هېوادونو ته وړي.

جرمن ملت هر کال د نومبر ۹ د دې دېوال د نړولو مراسم لمانځي.

دې مراسمو کې د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل وویل، هېڅ داسې لوړ او ستر دېوال نشته چې خلک یې ونه نړوي.

د سړي جګړې د پای په کلونو کې ولسمشر پوتین د هغه مهال په ختیځ جرمني کې د شوروي استخباراتي ادارې (کي جي بي) د یوه مهم غړي په حیث دنده ترسره کوله چې د برلین دېوال ونړېد. تصادفاً ولادیمیر پوتین په همدې ورځ زېږېدلی دی.

1 COMMENT

  1. د هغی ورځی په هیله چه د ډیورنډ کرښه او اغزن تار هم د کرښی دواړو خواؤ د غیور او ننګیالیو ولسونو لخوا دړی وړی شی او د تاریخ یوه پاڼه شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب