Homeخبرونههرات کې د تېر یو کال پرمهال د ۱۲ زره روږدو درملنه...

هرات کې د تېر یو کال پرمهال د ۱۲ زره روږدو درملنه شوې

تاند ( سه شنبه د عقرب ۲۹ مه) هرات کې د طالبانو‏ سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د نشه یي توکو د پرېښودو په ۴ زره بستریز روغتون کې تر ۱۱ میاشتنۍ درملنې وروسته ۱۷۰ تنه روږدي کسان روغ او خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغو روږدو کسانو کې یوازې د هرات نه؛ بلکې د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم شامل دي.

‏په ورته وخت کې هرات کې د طالبانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وایي، چې په تېر یو کال کې په دغه روغتون کې د ۱۲ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.

ځایي خلک بیا بې روزګاري او نشه یي توکو ته اسانه لاسرسی د روږدو کسانو د زیاتوالي ستر لامل بولي.

دوی وایي طالبانو ته پکار ده چې د روږدو کسانو تر درملنې وروسته دوی ته کاري زمینې هم برابرې کړي، چې بیا پر نشه روږدې نشي.

دوی وایي ډېری له نشې ژغورل شوي کسان بیا د بې روزګارۍ له امله نشو ته مخه کوي، چې دا دردوونکی حالت دی او حاکم نظام یې حل لار لرلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...