سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+موږ ژوند جوړوو یا ژوند موږ جوړوي؟|محمدخالد رحیمي

موږ ژوند جوړوو یا ژوند موږ جوړوي؟|محمدخالد رحیمي

ډېر خلک په دې باور دي چې تقدیر له ابتدا څخه لیکل شوی دی او هر څه چې الله تعالی ټاکلي دي، هغه بې له بدلون څخه سم دي! خو آیا دا رښتیا دی؟ آیا موږ په خپل تقدیر کې کوم رول لرو یا یوازې هغه رولونه لوبوو چې مخکې زموږ لپاره ټاکل شوي دي؟
په دې مقاله کې غواړو دا موضوع وڅېړو چې آیا زموږ ژوند د الله تعالی له تقدیر سره تړلی دی یا موږ کولی شو خپل ژوند بدل کړو.
آیا دې ته مو پام کړی دی چې ځینې وختونه یو فاعل د مفعول په وضعیت کې بدلون راولي، او په ځینو نورو حالتونو کې مفعول دی چې د فاعل وضعیت بدلوي؟ دا بدلونونه داسې دي چې ځینې وختونه ژوند زموږ پر وضعیت اغېزه کوي او ځینې وختونه موږ کولی شو پر خپل ژوند اغېزه وکړو.
د مثال په توګه، ایلن مسک د خپل کوښښ او زحمت له لارې بریا ته ورسېد، خو اننت امبانی پرته له کومې اضافي هڅې، د میلیاردونو ډالرو مالک شوی. په دې حالت کې، ایلن مسک د خپل ژوند په جوړولو کې اغېزه کړې، خو اننت امبانی د ژوند له حالته اغېزمن شوی دی.
بل مثال دا دی چې کله یو شخص یو برنډ جوړوي او دغه برنډ د هغه د شهرت او بریا سبب ګرځي. له بلې خوا، یو شخص چې مخکې شهرت لري، برنډ جوړوي او همدا شهرت د هغه برنډ د بریا لامل ګرځي. په دې توګه، لومړی شخص د خپل برنډ له لارې پر خپل ژوند اغېزه کوي، خو دویم شخص د ژوند له شرایطو او شهرت څخه اغېزمن دی.
په دې ټولو مثالونو کې، موږ کولی شو دا نتیجې واخلو چې ژوند پر موږ اغېزه کوي، خو موږ هم کولی شو چې په خپل ژوند اغېزه وکړو. خو کومه برخه ډېره مهمه ده؟
موږ کولی شو خپل ژوند په زحمت او د خپل وخت لپاره د یو ښه تقسیم اوقات په درلودلو سره بدل کړو او ډېرې بریاوې ترلاسه کړو. البته، ځینې وختونه داسې پېښې لکه مرګ، ناروغۍ، یا ناڅاپي پېښې موږ نه شو کنټرولولای، خو د ډېرو مسایلو لپاره موږ د عمل کولو ځواک لرو.
(إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ)
(سوره رعد، آیه 11)
دا آیت ښيي چې بدلون په ژوند کې زموږ په هڅو او ارادې پورې تړلی دی.
نتیجه‌ګیري: ژوند پر موږ اغېزه کوي، خو له دې څخه زیات، موږ کولی شو چې په هڅه، پوهه او ځان پېژندنې سره خپل ژوند په خپلو لاسونو جوړ کړو. د ژوند د بدلون لپاره لومړی ګام دا دی چې خپل ځان وپېژنو. که موږ ځان وپېژنو، له خپلو وړتیاوو او کمزوریو سره اشنا شو خپلې موخې او غوښتني د الله تعالی رضا مطابق وټاکو، نو موږ کولی شو چې خوشاله او بریالی ژوند ولرو. دا یو اوږده لاره ده چې بې پایلي هڅو ته اړتیا لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب