پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د سهيلي پښتونخوا د ناول موضوعاتي څېړنه

د سهيلي پښتونخوا د ناول موضوعاتي څېړنه

پوهنمل عبدالسميع وحدت

لنډیز

که څه هم ځینې لیکوال په پښتو ناول باندې د نه معيار له پلوه ګڼې نیوکې لري؛ او لامل یې هم دا ښيي، چې په پښتو ادبیاتو کې د ناول عمر لا یوې پېړۍ ته نه دی رسېدلی، په همدې اساس پښتو ناول په داسې موقف کې نه دی، چې هم د شکل او هم د مضمون له مخې د نړۍ د نورو ژبو د ناولونو یا ګاونډیو هېوادونو په تېره د اوردو او فارسي ناول سيالي وکړي، خو بیا هم د وروسته پاتې فرهنګي او اقتصادي چاپېریال سره برابر  په پښتو ادب کې یو لړ داسې ناولونه هم وینو او لولو، چې په هغه کې د چاپېریال او د انسان بېلابېل رواني او ذاتي شننې شوې دي او موږ وینو چې د ۱۹ او ۲۰ مې پېړۍ د افسانو، کېسو، داستانونو، رومانونو او نکلونو  په ځای اوس ناول لیکنې ته له تخنیکي او موضوعي پلوه زیاته توجه  کېږي.

موږ د شلمې پېړۍ په ورستیو او د یويشتمې پېړۍ په پيل کې وینو چې د پښتو ادب په لمن کې که نور اصناف لکه: ډرامه، افسانه، یونلیک، ادبي راپورتاژ او تکل ډېر په تېزۍ وغوړېد، ترڅنګ یې په شلمې پېړۍ کې را پيل شوی د ناول لیکنې صنف هم د ارتقا په لورې خپل مزل بشپړېدو ته نږدې کړ.

د پښتو ناول په دې اوږده مزل کې د سهيلي پښتونخوا ناول لیکونکي خپل مقام او پام وړ ځای لري. د دوی ناولونه د پښتنو دود او کلتور سره سم د تاریخي واقعیتونو ترڅنګ د همدې دور د ننني پښتون ولس د حالاتو په بېلابېلو موضوعاتو راڅرخي. موږ د دغې فرهنګي ادبي حوزې د ټولو لیکل شويو ناولونو پر موضوعاتو خبرې اترې نه کوو؛ بلکې یوازې د سهيلي پښتونخوا د څو تنو محدودو لیکوالو د ځینو ناولونو په باب د ټاکل شوې موضوع له زاویې څخه څه ويل غواړو.

مهم وييونه: ناول، سهيلي پښتونخوا کې ناول لیکنه، د سهيلي پښتونخوا د ناول موضوعاتي جاج

سریزه:

سره له دې چې د لر او بر پښتونخوا په پرتله په سهيلي پښتونخوا کې د پښتو معاصر داستاني ادبیاتو نښې نښانې د ځینو لاملونو له مخې را وروسته پیلېږي؛ خو دغه راورسته پيلېدنه یې په هیڅ صورت د دغې مهمې فرهنګي ادبي حوزې د داستاني اثارو د ارزښت په اړه د پوښتنې وړ نه شې کېدای.

ما په دغه مقاله کې د سهيلي پښتونخوا د ناول موضوعاتي عمومي جاج اخيستی دی او دا مقاله مې په دوو عمومي برخو باندې ویشلي ده، په لومړۍ برخه کې مې په ناول، په پښتو ادب کې د ناول لیکنې په پيل، په سهيلي پښتونخوا کې د ناول لیکنې پیل او ارتقا، د همدې سيمې پښتانه ناول لیکونکو، او د دوی د ناولونو لنډه یادونه کړي، تر خپلې وسې مې کوښښ کړی دی، چې په عمومي توګه د همدې فرهنګي حوزې د لومړني ناول لیکوالو او د د وی د ناولونو په اړه هم یوه مختصره یادونه وکړم؛ ترڅو د معاصرو داستاني ادبیاتو په څېړنه او ارزونه کې د دوی هلي ځلې له پامه ونه غورځېږي. په دويمه برخه کې مې د سهيلي پښتونخو د ناول عمومي موضوعاتي جاج په داسې بڼه وړاندې کړی دی، چې مهم ناولونه، تر هغه ځایه چې ممکنه وه او ما یې اثارو ته لاسرسی پيدا کړای شو معرفي او د دوی د ناولونو د موضوعاتو یو کلي جاج واخلم؛ خو کېدای شي په دې لړ کې ځینې داسې ناولونه راڅخه پاتې وي چې اثار یې تر ما نه دي رارسېدلي او له هڅې سره سره مې د هغو په اړه معلومات نه دي پیدا کړي.

د سهيلي پښتونخوا د ناول لیکوالو عمومي ځانګړنه زما په نظر دا ده چې دوی د پښتني ټولنې د ژوند داسې اړخونو ته لاس وروړی دی، چې زما د معلوماتو له مخې تر دوی له مخې پر دغو موضوعاتو یا هیڅ لیکل نه وو شوي او یا پرې ډېرې لږې او استثنايي لیکنې شوې دي، لکه د فاروق سرور، پروفیسور راز محمد راز، ډاکټر لیاقت تابان، ډاکټر نصیب الله سیماب په ناولونو کې چې دوی زموږ د ټولنې د اجتماعي، سياسي، رواني او حتی جنسي ژوند هغه اړخونه بیان کړي دي، چې عام لیکوال یې نه مطرح کوي، ځينې وخت لوستونکي ته د ژونداو ميني په اړه نوي اړخونه روښانه کوي، ځينې وخت د ژوند او ميني په اړه نوي رازونه بربنډوي، ځینې وخت پښتنو مېرمنو ته د ناسمو کلتوري، مذهبي او ټولنيزو بې انصافيو په وړاندي د ژوند له پاره نوى ايډيال په لاس ورکوي او کله کله له یوه فلسفي لید څخه د ناول کیسه داسې مطرح کړي، چې د مرګ او ژوند په اړه پکې پوښتنې وشي.

بناء زه د خپلې مطالعې په بنسټ ويلی شم، چې سره له دې چې د سهيلي پښتونخوا په ناول باندې ځینو ادبپوهانو هر یوه رشید احمد په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې د “پښتو ادب سل کاله” تر سرلیک لاندې کتاب خپور کړی، چې یوه برخه کې یې د سهلي پښتونخوا په ناول او په دې حوزه کې په لومړي ناول باندې اوږد بحث کړی، تر ښاغلي رشيد احمد وروسته ښاغلي محمد یوسف ساحل په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې” په سهيلي پښتونخوا کې د پښتو ناول تحقیقي او تنقيدي جایزه” تر سرلیک لاندې د ایم فل مقالې کتاب خپور کړی دی، په دې کتاب کې په پښتو ادب کې د ناول ابتدا او ارتقا څخه نيولې، بیا په سهيلي پښتونخوا کې د پښتو ناول شروعات او ارتقايي سفر، د دې حوزې لومړي ناولوونه، د سهيلي پښتونخوا ناول نګاران، د سهيلي پښتونخوا د ناولونو موضوعاتي جاج او د سهيلي پښتونخوا د ناولونو فني مطالعه په ډېر دقت څېړلي ده، تر ده وروسته په ۲۰۲۰ ښاغلي زرین انځور “د سهيل داستاني ستوري” تر سرلیک لاندې ځانګړی کتاب کښلی په دې کتاب کې یې د سهيلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو تاریخي مطالعې او د دې فرهنګي حوزې د مخکښو څېرو داستانې ټولګو د معرفي ترڅنګ د سهيلي پښتونخوا او  پښتو ناول لیکنه باندې هم اوږد بحث کړی دی. په تکتو مجله کې ډاکټر نصر الله وزیر او ډاکټر محمد عثمان توبه وال هم د “پښتو ناول په سهيلي پښتونخوا کې” تر سرلیک لاندې  کار کړی دی او ځینې نور ځانګړي کتابونه او مقالې هم په دې اړه خپرې شوې دي، خو د دې ټولو باوجود د سهيلي پښتونخوا ناولونه له موضوعاتي پلوه دومره غني دي، چې لا نورو څېړنو ته اړتيا لري.

۱ – ناول

دا چې په سهيلي پښتونخوا کې د ناول لیکنې فن څه وخت او څه رنګه رامنځ ته شو او کوم پړاوونه یې وهلي دي، په دې اړه باندې وروسته بحث کېږي، خو لومړی دې پوښتنې ته ځواب وایو چې ناول څه شی دی؟ “ناول د بورژوازي ټولنې د حماسي هنر یو فورم دی، چې په هم دغه بورژوازي ټولنه کې یې پراختيا کړي او د هغې ټولنې د فساد په لوڅولو کې د یوې اغیزه ناکه وسیلې په توګه کار کوي.”(۱: ۵)

د ناول لغوي مانا نوی مفهوم دی او په اصطلاح کې هغه داستان یا کېسه ده چې له لنډې کیسې لویه او له رومانه لنډه وي ولې ځانګړنه یې دا ده چې په یوه نوي انداز له ژوند سره حیرانونکو تړلو مسایلو ښه انځور وړاندې کړي. په ټوله کې ویلی شو، چې ناول هغه نثري کېسه ده چې موضوع یې له انساني ژوند سره په داسې تار پیلې وي چې د ژوند بېلابېل اړخونه پکې په مسلسل ډول وړاندې شي. د ناول لیکنې پيل له اروپا څخه شوی او وروسته چې کوم مشهور ناول لیکل شوی دی نو هغه د هسپانوي ليکوال “ميګويل دي سراو انتیس” د  ډان کی خوت (Don Quixote) ناول دی. ددې ناول لومړنۍ برخه په ۱۶۰۵ میلادي کال او دویمه برخه یې په کال ۱۶۱۵ میلادي کال کې په هسپانوي ژبه خپره شوه، تر دغې مو دې وروسته په فرانسې ، جرمني ، انګلینډ ، ناروي او روسیه کې هم ناولونه ولیکل شول چې ځيني یې دنړیوال شهرت نه برخمن شول .تردې وروسته په کراره کراره ناول نورو ژبو ته هم لاره پیدا کړه .

۱ -۱ پښتو ادب کې د ناول پیل

سره له دې چې په پښتو په فولکلور کې د کیسې او داستان روایت ډېر لرغونی دی او په شفاهي ادب کې زموږ د فولکلوریک داستان برخه هم د شفاهي ادب د نظم په څېر ډېره بډایه ده، خو دا چې ناول یو مغربي ژانر دی او شرقي ټولنو ته ډېر وروسته راغلی دی، علت یې هم دادی چې دلته خلق له زړو روایاتو څخه نه و راوتلي، په هند باندې د انګریزانو ولکه او دې سیمې ته د دوی په راتګ سره د دې سیمې په ټولنیزو ، سیاسي او فرهنګي برخې باندې اغېز پرېووت او دا اغېز د دې حوزې ژبو  او ادب ته هم ننووت. په پيل کې اوردو ژبې او بنګالي لیکوالو په بېلابېلو ژانرونو کې لیکل شوي اثار خپلو ژبو ته وژباړه، له هغه وروسته ډپټي نذیر احمد له انګریزي ناولونو څخه په اغېز “توبته النصوح”، “مراة العروس”، قباة النقش او نور ناولونه ولیکل، په دې ناولونو کې د ټولنیزو ستونزو سربېره د ځایي چاپېریال انځور هم وړاندې شوی دی. په همدې چاپېریال کې په پښتو ژبه کې د نورو اصنافو د لیکلو تر څنګ د نوي داستاني نثري ژانر ناول لیکلو دود هم پيل. په دې حوزه په په پښتو ادب کې چې کوم ناول لومړي ځل له اردونه پښتو ته ژباړل شوی دی هغه د ډپټی نذیر احمد (مراة العروس) دی چې ميا حسيب ګل په ١٨٧٦میلادي کال کې له اردونه پښتو ژبې ته ژباړلی دی او په ١٩٥٧ميلادي کال کې چاپ شوی دی .

تر(مراة العروس) وروسته ميا محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي نذيراحمد يو بل ناول (توبة النصوح) له اردو ژبې نه پښتو ته وژباړه او په ١٩٠٥میلادي کا ل کې چاپ شو. بیا قاضي عبدالرحمن او پادري لي مهر د(سیر السالکین) په نامه یو ناول په پښتو ژبې وژباړه.

د ناولونو تر ژباړو چې ور تېر شو؛ نو لومړنی لیکوال چې په پښتو کې د ناول لیکلو ویاړ ورپه برخه شو هغه ارواښاد استاد سیدراحت زاخیلی دی چې د نتیجه عشق”ماه رخي” په نوم ناول دی، چې په ۱۹۱۰ زېږديز کال کې ولیکه او دا په پښتو ژبه کې لومړنی ناول ګڼل کیږي. د راحت زاخيلي په ماه رخي یا نتیجه عشق باندې ګڼو ادبپوهانو نقد کړی دی او دا ناول یې په فني حواله د ناول د نیمګړتیاو له وجهې څخه نیمګړی بللی دی، تر ارواښاد زاخيلي ۲۷ کاله وروسته په افغانستان کې نورمحمد تره کي د(بې تربیې زوی) په نامه یو ناول ولیکه چې په ۱۹۳۹ زیږدیز کال کې دکابل په مجلې کې سلسله وار چاپ شوی دی. چې په دې وروستیو کې د نورمحمد تره‌کي د همدې ناول ترڅنګ د هغه ګڼ نور ناولونه: د بنګ مسا پري، سپین، سنګسار، موچي او د غوایی لاندی د ډاکټر صادق ژړک په زیار چاپ شوي دي . ډېری لیکوال د نورمحمد تره‌کي همدې ناول “بې تربیې زوی” ته په پښتو ژبه کې د لومړي بشپړ ناول په سترګه ګوري، او ځینې ليکوال لکه ډاکټر سیدچراغ حسین شاه د صاحبزاده محمد ادریس د “پېغلې” ناول ته د پښتو ژبې لومړی بشپړ ناول ګڼي او په اړه یې وايي: “د پښتو تر ډېره حده مکمل او د فن او تيکنیک له مخه رهنما اولنی ناول صاحبزاده محمد ادریس “پېغله”  په نامه په کال ۱۹۵۰ زېږديز کې ولیکو” (۳: ۲۴۲)

تر دوی وروسته ډاکټر عبدالله جان اسیر (ددرس عبرت) په نامه ناول ولیکل. ښاغلي غلام غوث خیبري د “ابدالي توره” او د “اورلمبې” ناولونه ولیکل چې د “ابدالي توره” ناول یې په ۱۹۵۶ میلادي کال کې په کابل کې چا پ شو.

۱ ـ ۲ په سهيلي پښتونخوا کې د ناول پيل او ارتقا

د سهيلي پښتونخوا د لومړي پښتو ناول په اړه تر اوسه بېلابېل نظرونه موجود دي، زه هغه درې نظرونه او په درو ناولونو باندې لنډې خبرې کړم، چې لیکوالو په همدې سيمه کې ورته د لومړیتوب حق ورکړی دی، ځینې په دې اند دي، چې په سهيلي پښتونخوا کې د ناول لیکنې لومړنۍ هڅه د ناظر صادق “وچه لښته” ناول دی، چې په ۲۰۰۵ کال کې خپور شوی دی. په دې اړه مې په تکتو مجله کې د ډاکټر نصرالله وزیر او ډاکټر محمد عثمان توبه وال مقاله ولوسته، هغوی دغه اثر یوه اوږده کیسه یا “ناول نما” یاد کړی او لیکلي یې دي: “مګر بیا هم د سیمه‌ييزو ناولونو په تذکره کې ددې اولیت مقام په باب خو سوالیه شان پیدا کېږي، له دې کبله که دې ته اوږده افسانه او یا ناول نما وويل شی نو به هم بې ځایه نه وي” (۱۰: ۱۱)

سره له دې چې د “وچه لښته” موضوع ډېره په زړه پوري او جلبوونکې ده؛ په دې کیسه کې له نااميدۍ یا د یو غوڅ شوي امید څخه بېرته د ترسره کېدونکي اميد هيله په انسان کې پیدا کول ښودل شوي دي؛ خو فني سکښت یې ډېر پاشلی او نیمګړی دی، ځکه نو “وچه لښته” د یوه مکمل ناول اړتياوې نه پوره کوي، د نقادانو د تنقید باوجود د ښاغلي ناظر صادق “وچه لښته” ته د سهيلي پښتونخوا د وړومبي ناول اعزار ورکړل شوی دی.

تر دې وروسته په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د سکام پښتو اکیډمي د افضل شوق “پروني مخونه” خپور کړ، په دې ناول کې کیسه د ناول لیکونکي د ژوند له څو ځانګړو شېبو څخه پېلیږي او دا کار په خپل ذات کې په پښتو ادب ناول لیکنه کې بیخي نوی پيل دی، په دې اساس هم د ناول موضوع او هم که د “وچه لښته” د ناول په سکښت پوره نه خېژي، نو د افضل شوق “پروني مخونه” د همدې ادبي حوزې تر ټولو ړومبی ناول یادولی شو.

د پښتو افسانوي ادب محقق ښاغلی رشید احمد بیا په خپل کتاب کې “پښتو ناول سل کاله” کې د سهيلي پښتونخوا د لومړي ناول لیکنې اعزاز “اووم اکتوبر رزم” ته ورکړی دی. دا ناول محمود خان اڅکزي په کال ۱۹۸۴ زېږدیز کې لیکلی په دې اړه د ښاغلي رشید نظر را اخلم: ” د اووم اکتوبر رزم لکه څنګه چې د نامې نه څرګند ده یو سیاسي او تاریخي ناول دی، دا ناول په کال ۱۹۸۴ – ۸۵ کې محترم محمود خان اڅکزي هغه وخت لیکلی دی، چې دغه واقعات د هغه په ذهن کې تازه و، او ټول ناول هم د دغه ورځې د پېښو نه چاپېره چورلي، د هغې ورځې ټول واقعات یې په تفصيل سره راوړي دي، په دې ناول کې ناول نګار ټول واقعات او کردارونه واضح کړي دي.” (۶: ۳۸۱)

د رشید احمد له پورتنۍ څرګندونې څخه دا جوته شوه، چې دا ناول د هماغې ورځې د پېښې ادبي راپورتاژ په بڼه د هغه وخت د ظلم داستان بیانوي، د رشید احمد له دې څرګندنې دا هم واضح شوه، چې “د اووم اکتوبر رزم” کتاب چې د “پښتون زوی” په مستعار نامه لیکل شوی دی، د هغه لیکوال محمود خان اڅکزی دی، خو دا ناول هم په تاریخي مطالعه کې راځي او هم د ناول تنده پرې خړوبېږي. سره له دې چې د محمود خان اڅکزي “د اووم اکتوبر رزم” د کتاب په ژانر باندې لیکوال تر ډېره حده یوه خوله نه دي، مګر بیا هم د نوموړی کتاب د سهيلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو په مطالعه کې ډېر اوچت ځای لري او هم د همدې حوزې په سیاسي ملي مبارزې په تاریخي بهیر کې خپل نوم او ارزښت لري.

“د اووم اکتوبر رزم” ته که له تاریخي لیده وګورو، نو د پښتو ناولونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره “د اووم اکتوبر رزم” د هغې ورځې سیاسي، کلتوري او تاریخي عواطفو مجموعو ته ژبه ورکړله، چې تر دې وړاندې موږ د تاریخي ناولونه په لړۍ کې بله داسې بېلګه نه لرو، خو څنګه چې موږ تاریخ ته د تخلیقي تجربې په توګه ګورو. همداسې “د اووم اکتوبر رزم” بشپړ تاریخ نه دی، بلکې د تاریخي پېښې یوه هنري هڅه ده، چې د تاریخې پېښې متن ته یې،  یو نوی هنري متن جوړ کړی او د تاریخ د ظاهري ساحې په ځای پکې د هنر تومنه ورسره مله ده.

که د سهيلي پښتونخوا کې د ناول لیکنې له دې درې لومړنیو هڅو څخه که راتېر شو، ځينې نور ناول لیکوالو هم په سیمه‌ييزه کچه او هم په پراخه کچه داسې ناولونه هست کړي، چې د پښتو ادب په اسمان به یې د یاد ستوری تلپاتې وي، له هغې جملې څخه رحمت الله رحمت دی، چې تر ټولو ړومبی ناول یې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د “ناکامه مینه او زورور خلق” ولیکل، ددې ناول د کیسې لړۍ یې په ورپسې درې ناولونو کې بشپړه کړه. په ټوله کې په سهيلي پښتونخوا کې د ناول پیل هم له موضوعي پلوه او هم له فني اړخه بیا هغه وخت د تکامل پړاو ته ورسېده، چې په دې فرهنګي حوزه کې پروفیسور رازمحمد “عاشو لمر او باران اوري” ولیکل، په دې ناول کې یې د يوې تعليم يافته او له فلسفې سره اشنا ښايستې پښتنې پېغلي د ستم او جبر ځپلي ژوند داستان بیان کړ، ورپسې یې “کابل ړنګ دی او میني ژاړي” او “سنۍ درخته انځریزه وه” ولیکل، محمد نعيم ازاد بیا د همدې فرهنګي حوزې بل غښتلی لیکوال دی، چې د “نېک مرغه خاوره” ناول کې د پښتنې خاورې مینه وځلوله، ښاغلي ډاکټر لیاقت تابان د “سینګار هټۍ” او “ځورېدلي سره یو شو” کې د تقسيم شوي وجود خبره کړي او “د سنګار هټۍ” کې یې د ټولني د یو سترې ناروغۍ “جنسي بې لارۍ” او “لواطت”  په ډېر هنر د ناول د  کردارنو له لاري تجزیه کړی ده. د ډاکټر نصیب الله سیماب “طالبه خدای که به ملا شې” د عبدالقادر مجرم بختيالۍ، د فاروق سرور ” سګوان” هغه ناولونه او لوی نومونه دي، چې زه په ورپسې کرښو کې پرې خبرې لرم.

۲.  د سهيلي پښتونخوا د ناولونو موضوعاتي جاج

۲ ـ ۱ عاشو، لمر او باران اوري

دا د پروفیسور رازمحمد راز ناول دی، چې په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې په کوټه کې چاپ شوی دی، د پروفیسور راز دا ناول له موضوعي پلوه هم سیاسي رنګ لري، هم فلسفي طرز لري او هم رومانتيکي اړخونه لري،  او ځینې لیکوال دې ناول ته بیخي د یوه جنسي ناول په سترګه ګوري، خو زما په نظر “عاشو، لمر او باران اوري” یو داسې ناول دی، چې په هغه کې د ټولنې له ژوند سره تړلي کیسه یې په حقیقي بڼه لیکلې ده، او د ټولنې هغه روایتي چوکاټ یې مات کړی دی، چې تر ده وړاندې لیکوالو د ټولنیزو روایتو د ماتېدو هڅه نه وه کړي. بل په دې ناول کې د نړۍ د یکتاز ځواک، که ووایو چې د غرب د هغو شومو اهدافو په اړه یې د کرکټرونو په څېرو کې د هغوی د اغراضو او عزایمو سپړنه کړي ده. په دې ناول کې د افغانستان، پښتونخوا، سیمې او نړۍ د اوسنیو حالاتو ترڅنګ د پانګه والۍ او اقتصادي وضعيت په اړه هم جالب بحثونه کړي دي، لکه: ” عاشو ته ګوره شتمنۍ واړه په اسلامي ملکونو کې ده، نو د هغوی پر وسایلو باندې د قبضه کولو دپاره هغوی دلته د بنسټ پالو ټولنې ژوندۍ ساتي. دا بنسټ پاله جهادي خلک و دې ملکونو ته د خپلو عسکري فعالیت پر بنیاد دا جواز په لاس ورکوي، چې هغوی زموږ خاوره تر خپله ولکه لاندې ونیسي.” (۴: ۳۶)

دا ناول د یوې پښتنې پېغلې د ستړي ژوند دردونکې کیسه ده، په دې ناول کې “عاشو” چې لا ډېره وړه ده، خو د دې مور چې د ښکلا اوازې یې تر لرې ځایونو پورې خپرې شوې دي، د خپلې مور د ښایست له کبله عاشو د پلار له سيوري بې برخې کېږي، د نوموړې کاکا ددې مور د ځان میراث ګڼي، د عاشو مور چې یوه بې وسه او بې کسه یوه پښتنه ښځه ده، د لیوره په نوم کېږي او عاشو یې خپله ترور کور ته بیايي او هلته یې کفالت کوي.

 په دې ناول کې موږ ګورو، چې د عاشو کرکټر په کیسه کې ځای، ځای د حیرانتيا فضا رامنځته کړي، او په پلاټ کې د ناول لیکونکي لخوا وړاندې شوي دلایل که څه هم منطقي تړاو لري؛ او ترڅنګ یې لازمي هم نه وي، چې ټولو لوستونکو ته د منلو وړ وي، هر لوستونکی د خپلې تجربې او قیاس پر بنسټ مختلفې انګیرنې کوي، د عاشو لیکوال هم د ژوند لوستونکی دی، یعني ژوند لیکي. هغه په ژوند کې د ناخوالو د لاملونو په اړه خپل فکر لري. د همدې فکر پر بنسټ په خپل افسانوي هنر کې هغه ته ځای ورکوي، راز صاحب په عاشو لمر او باران اوري کې همدا کمال کړی دی.
د ناول مرکزي کرکټره عاشو له پورتنيو ټولو ناخوالو او ستمونو سره نه يوازي داچي تر مرگه مبارزه کوي، بلکي هغه د يوې ايډيالي کرکټري په حيث د مرگ د ماتولو هڅه هم کوي. هغه په لوى لاس ځان د مرگ خولې ته په لاس ورکوي او په دې ډول غواړي، چي له مرگ څخه هم ماته و نه خوري.

راز کوښښ کړی دی، چې په خپلو ناولونو کې داسې موضوعات راوړي، چې د هماغو موضوعاتو په شاربلو په ټولنه کې ټینګه پابندي ده، خو ليکوال د همدې پابندیو هیڅ خيال نه دی ساتلی او له هر قسم بندیزونو څخه بې پروا پاتې شوی دی او د روایتونو چوکاټونه یې مات کړی، دا چوکاټونه زموږ د پښتنې ټولنې د اجتماعي، سیاسي، رواني، او حتی جنسي ژوند هغه اړخونه دي چې عام لیکوال یې نه مطرح کوي. راز دا مسايل په خپلو ناولونو کې سپړلي او په همدې کار سره د پښتو ناول لیکوالو په منځ کې انفرادي ځای لري. د راز ناولونه په عموم کې جنسیاتي ناولونه برېښي لاکن د جنسیاتو سره سره فلسفه، نفسیات، تصوف، سیاست، روښان فکري، قامپرستي او د پښتون افغان پۀ ځمکه لګیا جنګ ته پکې ځانګړی ځای ورکړی شوی دی.

د راز د ناولونو په هر کرکټر کې د راز څېره ډېره پۀ اسانه او صفا لیدل کېږي، له بلې خوا راز د رواني موضوعاتو په سپړلو کې هم په پښتو ناول لیکنه کې او هم په سهيلي پښتونخوا کې انفرادي ځای او مقام لري. تاسې ته معلومه ده چې د نړۍ په معاصرو ادبیاتو کې د رواني مسایلو لرونکي ناولونه بیخي زیات دي، او دا مسايل آن له لرغونو زمانو څخه په اساطیرو، افسانو، او فلسفي او هنري پدیدو کې د کیسې رواني مسايل او پوښتنې مطرح شوي او څرګندې شوي دي او را روان دي؛ خو پښتو ادب ته او بیا په ټوله کې په ځانګړي توګه پښتو ناول ته ډېر وروسته دا مسايل ورننوتي، چې په همدې ځانګړنې هم پروفیسور راز تر ټولو لومړی دی، چې دې مسایلو ته متوجه شوی دی.

موږ د شعر په پرتله په نثر کې د مبالغې هغومره زیات ګنجایش نه‌لرو؛ خو بیا هم ځینې ناول لیکوالو په مبالغه امیزه ژبه کې هیڅ سپما نه ده کړي، مګر د پروفیسور راز  په ناولو کې بیا خبره برعکس ده، دده په ناولونو کې کلمې داسې  ځای پر ځای شوي، چې له مبالغه امیزو کلمو پرته هم لوستونکی په تلوسه کې ساتلی شي او داسې ډېر نوي ترکیبونه او اصطلاحات هم لري، چې د نويو ترکېبونو په رڼا کې یې هم د پښتو ژبې د پانګې په غنې کېدو کې مهم رول لوبولی دی.

سره له دې چې د راز په ناولونو کې جنسي مسایل بیان شوي، خو داسې بربنډه ژبه یې نه ده کارولي، چې یو نارینه یې د ښځې سره په بستر کې د جنسې رابطې په پار کاروي؛ بلکې د ناول ژبې یې خپله ادبي لهجه ساتلې ده او ستره ښېگڼه یې دا ده، چي د ژوند او انسانيت د ښېگڼي له پاره لوستونکي ته د ژوند او ټولنيزو ستمونو په وړاندي د مبازرې نوې لار په لاس ورکوي.

د راز د ناولونو کیسه د خپلي سيمې پر جغرافيه باندې څرخي چې لوستونکې يې په لوستو د ليکوال سيمه او د هغې سيمي په پر بېلابلو ځايونو او د دې ځايونو د ځانګړتياوو په هکله ځانونه خبرولای شي.

۲ ـ ۲ طالبه خدای که به ملا شې

دا ناول د ډاکټر نصیب الله سیماب دی، چې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې چاپ شوی دی، په دې ناول کې د طالب د کوچنیتوب او بیا زلميتوب پورې خبرې شوي دي. د همدې ناول اصلي موضوع داده چې یو ماشوم د ښوونځي پر ځای ولې د جومات او مدرسې زده‌کړو ته مجبورېږي، هغه کوم محرومیتونه او لاملونه دي، چې د رسمي زده‌کړو په ځای ماشومان نارسمي زده‌کړې کوي. په “طالبه خدای که به ملاشي کې کیسه د عبدالولي له ماشومتوبه پیلیږي، د عبدالولي پلار نیستمن دی، دده پلار د ډېرې نېستۍ له امله عبدالولي د ښوونځي په ځای په مدرسه کې اچوي، چې هم دین ولولي او هم یې د نس له ډوډۍ څخه بې غمه شي. بل خوا د عبدالولي تره شتمن سړی دی، د هغه د تره زامن په ښو ښو ښوونځیو کې درسونه وایي ” دغه کوچنی طالب په یو داسې کوچنۍ مدرسه کې طالب کېږي، چې مشران طالبان او ملا پرې وظیفې راټولوي او نور خشره کارونه پرې کوي. په کلي کې یې هم د چڼي او طالب په توګه توهين کېږي. په تېره بیا د کاکا او د کاکا زامن یې همېشه رټي. د غه حالات عبدالولي دې ته مجبوروي چې کلی بیخي پرېږدي. په لس کلنۍ کې ځان له خپلې مور و پلار او له کلي ورکوي. بیا نو داسې وخت راځي چې په افغانستان کې اسلامي تحریک راځي، د همدې سیمې له مدرسو او جوماتونو هم ډلې ډلې طالبان د افغانستان له اسلامي تحریک سره یوځای کېږي. عبدالولي هم افغانستان ته ځي، په ځینو جګړو کې برخه اخلي، څو ځلې ټپي کېږي او بیا یو وخت د یوې ولسوالۍ د امر بالمعروف مشر ټاکل کېږي. عبدالولي په خلکو کې یو وحشت خپروي… ” (۲: ۱۸۱)

په دې ناول کې ډاکټر سیماب هڅه کړې چې هغه طالب چې د پښتو په شفاهي ادب کې یاد شوی او یا په پښتني ټولنه کې په کوم رویت او روایت ترې شناخت و، هغه طالب داسې نه و، له کوم نه چې نننۍ ټولنه شناخت لري، هغه طالب شوخ، مست، مين، سندرمار، ټپه مار، اتڼچي، معصوم او له یو جهان مینه ناکو شرارتونو ډک و.

هغه طالب په ګل بشرې مين و، له ملایانو به یې کنډوالې او کاسې واخيستې، چې وظیفه درته راوړو، نو به یې په ټوله لاره د وظیفې په همدې کاسه دريا وهله، د عشق او مینې سوې لوې بدلې به یې ورسره بللې، په هغه د مستۍ او شوخۍ دومره غلبه وه، چې کله کله به یې په دې دريا او سندرو کې په ځان هم راکېښوه ” طالبان واړه حرامیان دي… له وظیفې سره مې ګوتې تاووینه” د کلي او ښار د کوڅو د بې څوکه میندو غږ به د جومات په طالب و، دا مې چای خلاص شوی، دا راته غوړي راوړه، دا راته وړه راوړه،… هغه طالب به زموږ د کلي له شپانه سره ملګری و، د هدیرې د هاغه سر پټي ته به دواړه پټ لاړل، هلته به یې جاینماز هوار کړ، شپانه به شپیلۍ وهله، ده به ورسره ټپې کولې، چې د لمانځه وخت به شو، په همدې جاینماز به یې له رب سره د عشق خبره هم واړوله.

چې به د ملا صاحب پام لږ په بله شو، د جومات له یوه ګوټه به بل ته له کاغذه جوړه شوې الوتکه والوته، د کاغذ په منځ به یې د شوخۍ په نیت پیغام تر بل ګوټه ورسوه ” طالبه خدای که به ملا شې… په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه؛ نو هغه د عشق، محبت، شرارت، حیا او شرافت طالب د زمانې بدرنګو څپېړو رانه د مرګونو، وینو تویولو، ځان وژلو، بل وژلو، د موچي په تار تر حلالو، … ورسوه، په دې ناول کې ډاکټر سېماب په دې نه غږیږي، چې ملامت څوک و او سلامت څوک ، هغه په دې غږېږي، چې طالب زما د پښتو ادب یو شهکار او مست کردادر و، هغه کوم لاملونه او محرومیتونه و، چې دا مینه‌ناک او مست کردار یې په خشن کردار تبديل کړ. په ټوله کې دا ناول د یوه مذهبي، ثقافتي او سياسي ناول، تر څنګ کلتوري ارزښت هم لري، چې د طالبانو د کلتوري اړخونو، د هغوی د بنډارونو او ژوند په اړه ډېر څه پکې ځای شوي دي او هغه ټولې معاشرتي کمزورۍ یې په ګوته کړې دي، چې په معاشره کې بېلتون راولي، ورونه او خویندې یو له بل څخه جلا کوي او د تره زامن په خپلو مینځو کې په شخړو او بدمرغیو کې ښکېلوي.

ويلی شو چې د لیکوال دغه ناول د افغانستان د روانو پېښو په اړه یو غوره هنري اثر دی. په دې کتاب کې داستاني پېښي، په تېره بیا د طالب د راپیداکېدو، په ټولنه کې د طالب د ژوند، په افغانستان کې د هغوی د اسلامي امارت د جوړېدو او سقوط یو هنري داستاني بیان ځای شوی دی، د طالب د ژوند، کړو وړو، فکر او عمل په اړه لکه یو تحليلي کتاب داسې هم دی، خو مهمه پکې داده چې دا شننه پکې په مهار شوې ده او له داستاني هنري ارزښتونو څخه، د تحلیلي څېړنو خوا ته یې عدول نه دی کړی. (۲: ۱۸۸)

په “طالبه خدای که به ملا شې” کې عبدالولي مرکزي کرکټر دی، په دې ناول کې ډاکټر سیماب د عبدالولي روان داسې را څرګندوي، چې د هغه وروستي کړه وړه د هغه د شخصیت په دې بڼه راڅرګندېدل لوستونکو ته منطقي ښکاري، لکه: ” عبدالولي ته دې ټولو خبرو یو رنګه سکون ورکاوئ، چاته تکلیف ورکول یې د ذهني سکون برخه ګرځېدلې وه. په دې عمل به یې افتخار محسوساوئ. د ظلم او انصاف ترمنځ فرق یې دې رویې ختم کړی و. خو کله چې به یکړ شو، زړه به یې ډېر شین و، لکه یو خاص شی چې یې ورک کړی وي…” (۸: ۷۶)

 د ډاکټر سيماب د ناول مهمه ځانګړنه داده چې، دده پرسوناژونه د ټولنې له طبيعي جوړښت سره همغږي لري، د دې ناول د پرسوناژونو ټول نومونه پښتو دي، ددې ناول پرسوناژونه د طالبي تحریک د تخيل موډولونه دي، د طالبي ژوند او چاپېريال کلتوري خصوصیتونه لري. د ناول فضا د منظرو انځورول دا په زغرده ښيي چې لیکوال یې د ماهر قلم خاوند دی.

۲ ـ ۳ د سينګار هټۍ

د سینګار هټۍ د ډاکټر تابان ناول دی، په دې ناول کې یو هلک د شیرخان په نوم چې ډېر ښایسته دی، د سینګار توکو په دکان کې کار کوي. شېرخان ته خپله ښکلا اور ګرځېدلي، هر څوک چې دکان ته راځي، شيرخان له غلچکي نظره تېروي او د هوس سړولو په نظر ورته ګوري. شېرخان چې ځیرک او لوستی هلک دی، په دې ناروغۍ ( جنسي لوږه) د ځان د پوهولو لپاره کله پر انټرنټ مقالې لولي کله بیا د خپل یوه ملګري خوا ته ورځي، له هغه سره د دې ناروغۍ بېل بېل اړخونه سپړي او اکثر شېر خان د دې موضوع په اړه د بېلابېلو کتابونو لوستو ته هڅوي. ډاکټر تابان چې ډاکټر دی، هم د ناول په لوست لوست لوستوالو ته د همدې بېمارۍ لاملونه ورښيي، هم په دې اړه له نړيوال جال نه نيولې تر کتابونو او مقالو پورې هغه معرفي کوي. په دې ناول کې ډېر موضوعات څېړل شوي دي چې مرکزي خيال يې جنسيات، جنسي ناروغۍ، همجنس پرستي، غچ او هم داسې نور یادولی شو، د دې ناول ښېګڼه داده چې تابان په دې ناول کې د همدې ناروغیو د لاملونه ترڅنګ له هغوی څخه د خلاصون لارې هم ښودلې دي د همدې ناول په اړه د خاطر پاڅون  یو نظر را اخلم:

“په دې ناول کې د ټولنې دغه اړخ څیړل شوی دی چې یوه ځوان او ښکلي هلک ته څومره سړي او ښځې لوږه لري …. لیاقت تابان ډاکتر دی، د قلم سړی دی خو قلم قلم دی، دی د داسې کيسونو سره هره ورځ مخامخ کیږي د ادب سره سره یې د ساينس سره هم ناسته پاسته ده او ځکه دی همجنس پرستي یوه نفسیاتي بیماري بولي ناول کې یې دغه لوري ته څو ځله اشاره کړې ده.

د تابان په ناول کې که کرکټرونه وګورئ، نو د ناول هر کرکټر داسې څوک دی چې موږ یې خپل ټولنیز ژوند کې هره ورځ وینو. د ناول هر کرکټر چې مې لوسته داسې راته معلومېدله چې دا سړی ما مخکې لیدلی او هر کرکټر ته مې زما د ټولنې نه سړي انتخاب کړل چې شېرخان زموږ په ټولنه کې هغه یو دی، نقیب الله هغه یو او فرزانه هغه…. د ناول پای ډېر دردوونکی دی او د شېرخان له محبورۍ چې کله لوستونکی خبر شي، له حېرانۍ ګوته په غاښ شي. “د سینګار هټۍ” یو ډېر ښه کوښښ دی او د دې ناول څخه موږ د لیکوال جرات هم معلومولی شو”

۲ ـ ۴ بختيالۍ

په سهيلي پښتونخوا کې د عبدالقادر مجرم نوم ځکه د ځانګړي اهمیت وړ دی، چې هم د کمیت له پلوه یې په دې پښتني ـ فرهنګي حوزه کې تر ټولو زیات ناولونه لیکلي او هم له موضوعي پلوه یې ګڼو موضوعاتو ته پکې ځای ورکړی دی، خو تقریبا د ده په ټولو ناولونو کې چې یو څه ډېر څرګند دي، هغه په پښتني ټولنه کې پر ښځمن پوړ د نارینه وو له لوري له مېرمنو سره روان ظلم او بې عدالتي، مجرم په ناولونو کې له  مېرمنو او ښځمنو سره په ټولنه کې د زور زياتي او بې انصافۍ غندنه کوي او د سړو ځانغوښتنه، خودغرضي، لالچ او هغه ناروا زياتی ور په گوته کوي. ما یې د ناولونو له منځه “بختيالۍ” په نوم ناول انتخاب کړی. په بختیالۍ ناول کې د بختيالۍ کرکټر د یوې پښتنې مېړه مخې او زړورې ښځې کرکټر دی. په دې ناول کې تاسې ګورئ چې بختيالۍ یوه ساده کلیواله ښځه د ټولنې د ناروا کړو وړو او ظلم په وړاندې څومره باحوصله مبارزه کوي. زموږ په ټولنه کې بدمرغي هله زېږي، چې د کور مشر یا ګټندوی مړ شي، نو مېرمنې یې خوارې شي، تر ټولو وړاندې د همدې کور مېرمنو ته تربور سترګې پټې کړې وي، د هغه یتیم نارينه اولاد د نه کفالت له وجهې په رنګارنګ بدمرغیو کښېوځي، زده‌کړې سرخوري، په واړه ماشومتوب کې د کور کفالت ور تر غاړه شي. دا که په کلي کې وي، د کلیوالو مزدور ترې جوړ شي او که ښار کې وي، په ډول ډول خشره کارونو کې ځان ښکېل کړي. بختيالۍ زموږ د ټولنې د نورو کونډو په شان نه ده، چې د دې او د دې د اولاد پرېکړه پکې تربور کوي؛ بلکې د خاوند تر وژنې وروسته، کلي د پاتې ژوند او د اولادونو د سالمې تربیې لپاره ورته ښه نه ایسې، له خپل کلي څخه کډه کوي، ښار ته ځي، د خپل ځان او اولاد لپاره مبارزه کوي، د ځان او کورنۍ په پار همدا ساده کلیواله پښتنه په ښار کې مزدوري کوي، ډول ډول ستونزې او ربړې ګالي، مګر په خپلو بچو باندې زده‌کړې کوې. د اولاد تر زده‌کړو وروسته، بيرته کلي ته راځي، چې د کلیوالو او ټولنې لاسنیوی وکړي. بختيالۍ که له یوې خوا ساده کلیواله برېښي، له بل لوري د هغې فکر او د ټولنې پر وړاندې د هغې مسؤولیت دا په ډاګه کوي، چې ښځه کولی شي، د اولاد او ټولنې پر وړاندې بامسؤولیته ژوند وکړي، هیڅ ډول جبر او زور زیاتې ته تسلیم نه شي. ښاغلي مجرم بختيالۍ د يوې پوهه او ځيرکې پښتنې پېغلې په ډول لوستونکو ته ورمعرفي کړې ده او ښودلي يې دي چې ښځه په کور کې د يوه توکي يا يوه شي نه، بلکې د ژوندي بنيادم په شان وي. ښه فکر لري او ښې غټې غټې پرېکړې کولی شي او د سړو د نرگسيت تر حده په ځان غره فکر ته يې لته ورکړې ده، دا يې هم ښودلي چې ښځې د سړو نه ښې فېصلې کولی شي او د خپل پت او ننگ ساتلو لپاره د هر پهلوان مقابله کولی شي.

د عبدالقادر مجرم د بختيالۍ ناول، یا په ټوله کې د مجرم د ټولو ناولونو موضوع په کلیوالي ماحول باندې راڅرخي، په دې چاپېريال کې ناپوهي ده، زور زیاتی دی، شخړې دي، طبقاتي توپیرونه دي. د مجرم د ناولونو منفي کرکټرونه ملا ، ملک، خان دی، چې په پښتني ټولنه کې جنسیتي، طبقاتي تبعیض پالي، پر یتیم او بېوزله ظلم و زیاتی کوي، د هغوی ځمکې لاندې کوي، لکه په بختيالۍ کې چې وايي:

” ملکداد مادي خدای له زویه خلاصه کړي، ما دا نه دي ورته ويلي چې ته دا سړی مړ که، دا مې ورته ويلي و، چې تنګوه یې، ګوندې بار شي، دا مځکه راسره بدله یا راباندې خرڅه کړي”(۹: ۶۶)

دا طبقه چې ځان د ټولنې اشراف ګڼي، کونډې د ځان حق ګڼي، یتیمانو سره ښه سلوک نه کوي. مجرم هم د همدې کرکټرونو په ژبه د ټولنې روان حالت بیان کړی او هم یې د همدې حالت نه د ټولنې د ایستلو هڅه کړي. هغه خپلو ناولونو کې بېوزله طبقه، محرومه طبقه، په ځانګړې ډول ښځینه طبقه د ظلم او زیاتې په وړاندې مبارزې ته رابولې، هغوی ته جرئت ورکوي، چې د بختيالۍ په رول کې یوه کليواله ښځه هم کولی شي، چې د ژوند مسیر په خپله وټاکې، مبارزه وکړي او دې مبارزې کې هر ډول ناخوالې په ځان وګالي او ومني.

د مجرم د ناولونو انځورونه ډېر واقعي دي، په بختيالۍ کې چې د یوې پښتنې ټولنې کونډه ده، د هغې کلی یې د غرونو منځ کې داسې ترسیم کړی دی، چې د کیسې رښتیني توب د لوستونکي زړه ته پرېوځي.

د مجرم د ناولونو ژبه تر ډېره ساده ده، په ناولونو کې یې د خپلې لهجې اغېز زیات ليدل کېږي. په دې ناولونو کې که له ژبني  پلوه  نوي ترکیبونه او سيمبولونه هومره نشته، لکه د سهيلي پښتونخوا د نورو لیکوالو په ناولونو کې چې یې موږ ګورو، همداسې یې خپل ناولونه له زړو او کلیشه يي کلمو هم ساتلی، نثر یې خوږ، روان، لهجه یې سلیسه، صفا او په سوچه کاکړیو توریو اراسته ده.

مجرم د ناولونو کرکټرونه په ډېره ساده او مروجو پښتني نومونو ياد شوي دي او تر پايه ډېر روان او متحرک پاته شوي دي. چي هر کرکټر یې په خپل وار او په خپل ځای د دې ټولني د تپلو دودونو عکاسي کوي. ډېر په هنر سيمه‌ييزه لهجه کاروي چي پکښې پر ځای ځای يې د پښتو متلونو، کاکړیو خبره لا د لوستونکي زړه ته لارې کوي.

۲ ـ ۵ سګوان

سګوان د فاروق سرور ناول دی، فاروق سرور په ناول لیکنه کې د خپل فکر سړی دی، هغه په سګوان ناول کې د نړۍ د زبرځواک د کرکټر په اړه بحث کړی دی، چې د نړۍ دا یکتاز ځواک څنګه په خپل زور او نیرنګ د ټولې نړۍ خزانې لوټي، دوی د خپلو موخو په پار څنګه او ولې جګړې جوړوي. په سګوان ناول کې دغه بیان په سمبولیکه بڼه راغلی دی، ښاغلی رشيد احمد  سګوان ناول ته د یوه بشپړ سياسي ـ سېمبوليک ناول په نظر ګوري او وایي: “دا یو علامتي ناول دی او دا په پښتو ناول کې وړومبۍ تجربه ده. دا ناول په امریکه کې د سمپټمبر (۲۰۰۱ زېږدیزې) د ناوړه پېښې نه د وروستیو حالاتو په تناظر کې ليکلی شوی دی. په دې ناول کې ځینې نړيوالې کشالې او شخړو ته په علامتي ډول ګوته نيولی شوې ده.” (۶: ۳۹۹)

په دې ناول کې د یوه کلي د یو ځوان کیسه کېږي، چې د کلي له سپو سره یې دښمني ده، په پټه د کلي سپي وژني او د کلي سپي هم چې دغه لېوني شانته ځوان وویني ورته غاپي. دی له کلي سره په تکلیف دی او کلی له ده سره. د کلي سګوانان له ده په تکلیف دي. د سگوان یو مرکزي کردار ماماگی دی چې د خپلې خاورې او ددې شتمنۍ خوندي ساتل غواړي.

عمومي جاج:

په سويلي پښتونخوا کې د ناول ليکنې دود له شلمې پېړۍ موجود و؛ خو د يويشتمې پېړۍ په راتګ دا دود د دې فرهنګي حوزې د نورو ادبي کارونو غوندې پياوړی شو. په نوې پېړۍ کې په دې حوزه کې مهم او ستر ناولونه وليکل شول. د دې ناولونو يوه مهمه ځانګړنه پيغام ته پر فورم د لومړيتوب ورکړه ده. همدا هغه لامل دی، چې دا ناولونه د افغانستان د يويشتمې پېړۍ له ناولونو بېلوي. په افغانستان کې د ناول په کره کتنه د فورم ډېر اهميت د دې حوزې کره کتونکو ته يو لوری ورکړ او هغه دا چې که يو ناول هر څومره ښه موضوع او پيغام ولري؛ خو چې تلوسه، کرکټرايزېشن، غوټه، کشمکش، مکالمې او نور فورمي اړخونه يې پياوړي نه وي، ښه ناول ورته نشو ويلای. ښايي دا هم يو لامل وي، چې په افغانستان کې څرنګه چې پکار و، هغسې د پښتونخوا د ناولونو هرکلی ونشو؛ خو په دې ناولو کې د پروفيسر راز او نور داسې ناولونه او کيسې موجودې وې، چې د لوستونکي ذوق ته نوی رنګ ورکوي او د ژوند په اړه نوې تجربه ورکوي.

د سويلي پښتونخوا دا ناولونه د پيغامونو له پلوه يو بل ګډ ټکی لري او هغه ټولنيزه اصلاح ده. د دې حوزې په زياترو ناولونو کې د ټولنيزو مسايلو انعکاس وينو او ناول ليکوال هڅه کوي، چې لوستونکی دې مسايلو ته متوجه کړي. په دې موضوعاتو کې افراطيت تر نورو مخکې راځي.

د دې ناولونو يو ډول ټولنيزه نوستالژي هم وينو. په زياترو کې پخوانۍ پښتني ټولنه د يوې ايډيالې ټولنې په توګه وړاندې کېږي، چې معاصر افراطيت، ماډرنيزم او فرهنګي تقليدونو له پښو غورځولې ده. دا روحيه د دې ناولونو پر پلاټ خپره ښکاري.

څرنګه چې د سويلي پښتونخوا شاعري د افغانستان د څو لسيزو له ناورين سره بې اړيکه نه ده، داسې يې په ناولونو کې هم د افغانستان ناورين انعکاس موندلی دی. په تېره پروفيسر د افغانستان درد په څه نا څه مختلفه بڼه وړاندې کړی دی. نورو ناول ليکوال که يوازې د ټولنيزو مسايلو په لړ کې وړاندې کړی، پروفيسر راز ورسره د دې جګړو په پايله کې رامنځته شوي نفسيات هم يوځای کړي او داسې يې موضوعات او پيغامونو ته پېچلتيا ورکړې ده. په ټوله کې د پيغامونو له پلوه د سويلي پښتونخوا ناولونه د افغانستان له حالاتو پرته نشي مطالعه کېدای.

که له نړۍ سره د تړاو خبره کوو، د دې سيمي ناولونه په دوو برخو ويشلای شو، يو هغه دي، چې يوازې پښتني رنګ لري او بل هغه چې د نړۍ له معاصرې کيسه ليکنې يې رنګ اخيستی دی. د پروفيسر راز او فاروق سرور ناول د پوسټ ماډرن رياليستيکو کيسو رنګ لري. دا رنګ يې د مهال په ناخطي والي او ټوټکو ته په اهميت ورکول کې وينو. په دې ناولونو په پښتو کې د مارکېز او کويلو د ناولونو مينه ماتېږي او موږ د تطبيقي ادبياتو په مټ د دې ناولونو ګڼ هنري اړخونه رابرسېره کولای شو.

پايله

ناول نثري داستان دی. د نثر د داستان په حیث د هغې د اسلوب اړتیاوې د شاعرۍ له غوښتنو سره توپیر لري. شعر د کلمو د کارولو او دودیزو قواعدو ماتولو ازادي لري؛ خو نثري ادب کې د ازادۍ په نوم هیڅ شی نشته؛ په لر او بر پښتونخوا کې تر اوسه پورې نثر د روایت او دود چوکاټ نه دی مات کړی، مګر د سهيلي پښتونخوا فرهنګې حوزې هم په نثر کې هم په شعر کې د دودیزو چوکاټونو ماتولو ازادي ترلاسه کړي ده. د دوی د ناولونو ژبه او کیسه د لر او بر ناول له کیسې او ژبې سره جوت توپیر لري. دوی د نثر ژبه او کیسه هغه څه بیانوي، چې په هغوی باندې په پښتني او سیمه‌یيزه کچه پابندي لګېدلي ده. دوی د خپل وخت ټولنه، د پښتنو کورنیو د ژوند طریقه، د اخلاقي ارزښتونو انحطاط، د ښځو عمومي حالت، دسیسې، دروغ او د دیني ټولنې مخ پر زیاتیدونکي افراط ترڅنګ جنسي بې‌لارۍ او تمايلات، مذهبي تاوتریخوالی او پوښتنې راپیداکونکې موضوعات د خپلو ناولونو چورلیز موضوعات ګرځولي دي.

موږ د سهيلي پښتونخوا ناول لیکوالو په ناولونو کې لولو چې دوی د نن دور د پښتون انسان سیاسي، ټولنیز، طبقاتي، اخلاقي، ساینسي او جنسي واقعیتونه څومره عالي کیسه کړي. دوی دا موضوعات هم د خپل قام، قبيلې، د ژوند، ژواک، رسم و رواج، مذهبي عنعناتو او کرکې انګیرنې ته په مطالعې او هم د ناول نړیوالو اصولو ته په کتو لیکلي دي. موږ که د دوی په ناولونو کې، کيسه، پلاټ، کرکټرونه، پیغام، مکالمې، غوټه پرانیستل، منظر کشي، تلوسه او احساس چې د یوه ناول له مهمو برخو څخه یادولی شو؛ له بلې خوا د دوی د کیسې د ښه پیل او پای، د کېسې د بیانولو په ژبې، هنريت، د نويو ترکیبونو او اصطلاحاتو په راوړلو، له کلیشه‌يي موضوعاتو څخه د تېرېدلو، معنا لرونکو لنډو جملو راوړلو، په نازکو وختونو کې د شعرونو، متلونو او لنډو کېسو په استعمال او ځینو نورو برخو باندې تمرکز هم د همدې سیمې د ناول لیکوالو یو مهم شاخص ګڼلی شو.

 زه د سهيلي پښتونخوا د ناول لیکوالو د ناولونو له مطالعې څخه دې پایلې ته ورسېدم، چې له یوې خوا که د سهيلي پښتونخوا ناول له موضوعي پلوه د لر او بر پښتونخوا ناول له یورنګي څخه خلاص کړ او په خپلو ناولونو کې یې فلسفې، نفسیاتو، تصوف، سیاست، روښان فکري، قامپرستي او د پښتون افغان پۀ ځمکه لګیا جنګ ته ځای ورکړ. له بل لورې یې د ناول د تخنیکي او فني اړخ د چوکاټونو هم خیال نه دی ساتلی، چېرته چې موضوع لیکوال ته مهمه ایسېدله، هلته یې د ناول فني چوکاټ هم مات کړی، په همدې اساس ویلی شو، چې د سهيلي پښتونخوا د ناول توپير له برې پښتونخوا سره په دې کې دی، چې په بره پښتونخوا کې فني اړخ ته ډېره توجه کېږي، په سهيلي پښتونخوا کې بیا په موضوع تمرکز کېږي.

 د سهيلي پښتونخوا په اوسنیو ناولونو کې له موضوعي او ژبنۍ پلوه ښکلاوې شته؛ خو د مېتودولوژي له پلوه په ټاکلو چوکاټونو کې نه دي لوېدلي، که دا ناولونه د انتقادي ريالیزم او انقلابي رومانتيزم شېوې ته ولوېږي او د همدې دوو ادبي ښوونځیو په حدودو کې وارزول شي، دا ناولونه به د سیمې په کچه شهکارونه وپېژندل شي.

د سهيلي پښتونخوا په ځینو ناولونو کې تر ډېره ځایه د نورو موضوعاتو ترڅنګ د وطن، د ازادۍ او پښتونخوا کې د پښتنو د خپلواکي لپاره د پښتنو د مبارزې پر محور هم راڅرخي، دوی همېش په خپلو ناولونو کې د يوه تقسيم شوي وجود خبره کړي، او د همدې پاشلې قام د بیا راټولېدو او یوځای کېدو هيله یې څرګنده کړې ده، چې په دې موضوع باندې نه د بر پښتونخوا ناول لیکوالو په خپلو ناولونو کې څه لیکلي دي او نه د لر پښتونخوا په ناولونو کې داسې خاص څه موجود دي.

اخځلیکونه

۱. ازاد، محمدنعيم. (۲۰۱۲ زېږدیز). د پښتونخوا داستاني ادبیات (د مقالو ټولګه). کويټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۲. انځور، زرین. (۲۰۲۰ زېږديز). د سهيل داستاني ستوري. جلال اباد: هاشمي خپرندويه ټولنه.

۳. چراغ، حسين شاه. (۲۰۰۶ زېږدیز). پښتو نن پرون او سبا. کويټه: ټل، پښتو ادبي چمن.

۴. راز، راز محمد راز. (۲۰۰۸ زېږديز). عاشو، لمر او باران اوري. کويټه: پښين، فکر نو ادبي فورم.

۵. راز، رازمحمد. (۲۰۱۱ زېږدیز) .کابل ړنګ دی مینې ژاړي. کويټه: پښين، فکر نو ادبي فورم.

۶. رشيد احمد. (۲۰۱۵ زېږدیز). پښتو ناول سل کاله. پېښور.

۷. ساحل، محمدیوسف. (۲۰۱۸ زېږديز). په سهيلي پښتونخوا کې د پښتو ناول تحقیقي او تنقيدي جایزه. کويټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۸. سېماب، نصیب الله. (۲۰۱۴ زېږدیز). طالبه خدای که به ملا شي. کويټه: غزنوي خپرندويه ټولنه.

۹. مجرم، عبدالقادر. (۲۰۱۴ زېږدیز).بختيالۍ. کویټه: کلاسیف الله، هېواد ادبي یون.

۱۰. وزیر، نصرالله جان، اقبال، جاوید اقبال. (۲۰۰۹ جولای ـ ډسمبر). پښتو افسانه په سهيلي پښتونخوا کې. تکتو مجله، کويټه: بلوچستان پوهنتون، پښتو څانګه.

د سویلي پښتونخوا ادب د تحقیقي مباحثو په رڼا کې

2 COMMENTS

  1. د سوهېل پښتنونخوا پر داستاني ادب مو ښه مفصل او معلوماتي ليک کړی دی, خو د عبدالعلي غوښتي صاحب د ناول(اوښکې) مو هيڅ ذکر نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب