یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د شعر شاعره| رحمت شاه فراز

د شعر شاعره| رحمت شاه فراز

زموږ اوسنۍ کره کتنې د یوې نوې شاعرې پر شعر او هنر خبرې په لوی لاس پېچلې کړې دي. په دې ځای کې له نوې مراد هغه شاعرانې دي، چې پخوا يې په شعر و هنر خبرې نه وي شوې او لومړی ځل د کره کتنې له عینکو لوستونکو ته ور پېژندل کېږي. دا نیمګړتیا تر ډېره د کره کتونکو ملامتیا هم نه ده، بلکې له کومه وخته چې د شعر پر دنیا د غزل واکمني پیل شوې، له هماغه مهاله د شعر کره کتنه هم پېچلې شوې ده. پخوانو تر ډېره پورې، هغه څه چې شاعري بلله، په مثنوي او قصیده کې ځای کړې وه او ښو شاعرانو به د غزل تنده د قصیدې په تشبیب کې ماتوله. پر مثنوي او قصیدې خبرې په دې اسانه وې، چې د موضوع له پلوه به يې مسلسل خبرې لرلې او ان د مثنوي/قصیدې عنوان هم د دې لپاره بسندویه وو، چې یو کتاب خبرې پرې وشي. شعر ته به نازکخیالي یا موشګافي وروسته راغلې وي یا به پخوا هم وه، خو چې شاعرانو د خپل شعر لپاره غزل غوره کړ، یوه لویه مسئله دا پېښه شوه، چې د غزل لباس د مسلسلو مضامینو لپاره ډېر تنګ او د خپلې ارتقا په سفر کې غزل د نامسلسلو مضامینو په یوه طبیعي مسکن بدل شو.

غزل اصلاً د یوه شعري روایت پر خلاف بغاوت وو، چې لومړی يې خپل ځان ته نوم یا عنوان ټاکل مردود کړل او ورپسې يې هغه خبرې چې پخوانو په یوه مثنوي او قصیده کې کولې، یوه بیت او ان یوې مسرې ته را لنډې کړې. پخوانو به چې پر یوه، یوه موضوع بېله، بېله مثنوي لیکله، غزل د متنوع موضوعاتو مثنویانې په بیتونو کې را ټولې کړې. د غزل په یوه بیت کې به که د تصوف او عرفان رموزو ته اشاره وه، په ورپسې بیت کې به د مجازي او حقیقي عشق امتزاجي راز و نیاز بیان شوي وو، بل به اخلاقي مواعظ وو، بل به د شاعر د زمان و مکان پر یوې پېښې مرثیه وه او په پای کې به شاعر خپل ځان بیان کړی وو. د غزل بل بغاوت دا وو، چې د یوه بل غزل امتداد یا تسلسل یې هم ونه پاله، په دې اساس د یوه او بل غزل ترمنځ د معنا، مضمون او خیال له مخې د ارض و سما واټن لازم وګرځېده.

خو د شعري روایت له بدلېدو سره زموږ کره کتونکو خپل کره کتنیز روایت ته بیاکتنه ونه کړه او د خپلې زړې او سولېدلې کره کتنې معیارونه یې ونه غورځول او خپله کره کتنه يې په دوو شکلونو کې جاري وساتله. زموږ د کره کتنې لومړی تمایل دا وو، چې د یوې شاعرې ټول تخلیق په څو بنیادي ټکو کې را ټول کړي، مثلاً رحمان بابا صوفي شاعر دی؛ حمید مومند د هندي سبک موشګاف شاعر دی؛ کاظم شیدا د هندي سبک شاعر دی خو عربي او فارسي کلمات ډېر کاروي، شعر يې پېچلی دی؛ او خوشحال خان خټک د رزم و بزم شاعر دی. زموږ پرتلیزه کره کتنه هم په دې ډول وشوه، چې په یوه تله کې به کره کتونکي خپل شاعر کېښود او په بله تله کې به يې یو لوی او نومیالی شاعر ورسره کېښوده. زموږ د کره کتنې بل تمایل دا وو، چې د یوې شاعرې په انفرادیت پسې یې سترګې ونه غړولې، بلکې لویه هڅه به يې دا وه، چې یو شاعر د یوه بل لوی شاعر/مکتب د سبک پیرو یا یو شاعر د کوم بل شاعر تر تاثیر او اغېز لاندې ثابت کړي.

دغه دوه تمایلونه به په خپل ځای فني او عملي ګټې هم لري، خو عیبونه يې تر ګټو زیات دي. پکار دا وه، چې شعري روایت ته په پام سره د یوې شاعرې په هکله زموږ کره کتونکو له عمومي قضاوتونو ډډه کړې وای. بله دا چې، د دوو شاعرانو د پرتلې په ځای پکار وه، چې د دوو شاعرانو شعرونه او نظمونه د تلې په دوو خواوو کې ایښودل شوي او هنر، شعریت او موضوعیت يې څېړل شوی وای. مثلاً د یوه شاعر صوفیانه شاعري د بل شاعر له تصوفي او عرفاني لیدلوري سره کوم مشابهتونه او فرقونه لري؛ د کوم شاعر په فلسفي شعر کې د شعر روح ډېر ځپل شوی او یا کوم شاعر اخلاقي پند و نصیحتونه د واعظ د وچ تبلیغ په ژبه بیان کړي دي.

غزل پر غزل او بیت پر بیت څېړنه او سپړنه، بیا په همدې جزوي پیمانه شاعرې ته یو مقام ټاکل سره له دې چې له یوې شاعرې سره د بې انصافي مخه نیسي، په خوا کې یې عام لوستونکی هم د کره کتنې عملي ګټې درک کوي او د شاعرې په اړه یې د عمومي ذهنیت په ځای انفرادي ذهنیت جوړېږي. زموږ عمومي قضاوتونو حتی لویو شاعرانو ته هم ډېر زیات زیان پېښ کړ او زموږ څومره شاعران دي، چې یوازې د عمومي قضاوتونو له امله ګمنامه پاتې دي او څوک يې دیوان یا کلیاتو ته سر هم نه ور ایسته کوي.

د پورتني بحث په تناظر کې، زما په فکر په اوس وختونو کې چې د یوې شاعرې په شعر خبرې کوو، مناسبه لاره يې دا ده، چې د شاعرې ټول تخلیق د یوې لویې تابلو په څېر په مخ کې ولرو او د هغو برخو په اړه یې قضاوت وکړو، چې زموږ د تنقید او کره کتنې د قلم نوک يې احاطه کړې وي. د دې یو دلیل دا دی، چې هنر پنځوونکی د هنري پنځونو پر مهال په یوه حال و شان کې نه وي او په نتیجه کې يې هنر هم له تنوع او تلون سره مل وي.

په اوسنیو وختونو کې زموږ د شعر په نسبتاً ډاډمنه فضا کې شمایله سلیمي هغه نوم دی، چې شعري تابلو يې له همداسې تنوع او تلون سره مل ده. په دې لیکنه کې د همدې پردېسې افغانې شاعرې د هنري او شعري تابلو نندارې ته ورځو.

زموږ د شاعرې په شعري تابلو کې یوه ونه، د مازدیګر او ماښام په ورېځجنه تیاره کې د بهانده سیند په څنډه هسکه غاړه ولاړه ده. په فضا کې د مازدیګر سرخي هم شته، خو د لمر څرکونه نشته. دغې فضا په ټوله تابلو خپل سیوری غوړولی دی. تر ونې لاندې یوه ګریبان چاک، ستم زده څېرې، یوسف مخي د ونې ډډ ته تکیه وهلې ده، خواته يې مات جام پروت دی، سپینه لمنه يې په تورو داغونو لړلې ده. تر ونې څو ګامه لرې یوه میناره ده، چې څو رژېدلي څراغونه پرې ځوړند دي. دغې مینارې سره یوه پرسکونه څېره په پټو سترګو د مراقبې په حال کې وینو. دا ونه په یوه داسې ځای کې ولاړه ده، چې د بېلا بېلو مسافرو دمه ځای هم دی، د ونې په خوا کې د پلی مسافرو د پښو چاپونه زموږ دا ګمان په یقین بدلوي. د تابلو په ښي لوري پاسنۍ برخه کې د مرغانو سېل له تابلو څخه د وتلو په حال کې انځور شوی، دا راته ښيي، چې دې ونې ته د لرې، لرې وطنونو او نا اشنا زمانو سیاحتي مرغان هم راشه درشه لري. د ونې د ښکلا دوه لاملونه ډېر واضح دي، چې د هر لیدونکي سترګې ور اوړي، یو دا چې ونه خوځښت لري او منجمده او وچه نه ده، بلکې مستي او موسیقي لري. د ښکلا دوهم لامل يې د ونې څانګې دي، چې ناوې د لباس غوندې را پروت دی او ژۍ يې د فن و هنر په ګوتو ښکلې شوې دي. زموږ د شاعرې د دغې شعري تابلو هر جز د یوه سمبول په توګه کارېدلی دی، هڅه کوو، د هر سمبول جاج واخلو او تر پټې معنا یې ځان ورسوو.

په تابلو کې تر ټولو لومړی زموږ توجه د یوه دردمن مرغه نغمو ته ور اوړي، چې د سوز او ګداز په ژبه د خپل وطن کیسه راته کوي او د خپل وطن هغه ناویلې او ناورېدلې را ویني، چې یوازې طایرانه نظر يې د لیدو جرأت او وړتیا لري.

د دردمن مرغه هره چیغه او سانده د خپل وطن د درد او ناوخوالو یوه کیسه ده. وطن انسان ته شناخت او پېژندګلو ورکوي، انسان که هر څومره وزرې هم وکړي، خو ریښې يې په خپل وطن کې دومره ژورې خښې وي، چې بېلتون او پرېکون يې ناشونی دی، خو هغسې چې ځینې وختونه یو عاشق له خدایه د خپل معشوق ټول دردونه او غمونه د ځان لپاره غواړي، هماغسې ځینې وختونه معشوق دومره په درد او تکلیف کې وي، چې عاشق يې نور د لیدو سینه نه لري، د وطن مرغه هم په همدې له خپل خوږ وطنه مسافر شوی دی:

ما د وطن اب و هوا په غم کې نه شوه ليداى
که له نښتر او له چناره مې سايه وه جلا

یا:

وطن دفتر شو، د غليمانو
چنار به ژاړم، چينه به ژاړم

دردمن مرغه د خپل وطن د اوسني صورتحال تر شا لاملونو ته مو هم دروي او هڅه کوي، چې زموږ دا پوښتنه ځواب کړي، چې د ده وطن ولې په دې حال دی. دی د خپل وطن د ویجاړي او بربادي اسباب په یوه پراخه مذهبي-تاریخي بستر کې ويني او د ناسمو تعبیراتو او کرغېړنو فکرونو د پلان شوې طرحې پایله يې ویني:

دا کونډې رنډې جنګ جهاد او سوزېدلې درې
واړه تحفې دي د عرب او د عجم راشه

او بیا:

په زړه داغ لکه عجم يم، د مکې مفتي خبر کړئ
که تپوس مې چېرته وکړي، د حرم له منارو

خو مرغه ته چې د نورو وطنونو احوال هم رسېږي، پوښتنه ورته درېږي، چې هغوی ولې د نړۍ او پردیو د لوبو ښکار شوي نه دي. د نورو وطنونو مسافر د ابادۍ، پرمختګ، سوکالۍ او هوساینۍ خبرې راوړي او په خولو يې له نورو ګیلې او له پردیو شکایتونه نه وي. مرغه د خپل وطن په حال له سره غور کوي، پام کېږي يې چې:

د شمائلې په خپګان څه کړم؟
د خپلو سترګو، باڼه به ژاړم

د ده له وطن سره نورو دومره جفا نه ده کړې، څومره چې د وطن خپلو نا اهله بچیانو يې کړې. مرغه دا عامیانه خبره په عامیانه ژبه راته کوي، خو د وطن لپاره د (جانانه) تشبیه په نوي طرز کې کارونې يې په خبره کې یو خوږ لذت او نوی والی زېږولی:

ودې کړه په سر باندې سودا خپلو زامنو
لاړلې وطنه يرغمال ـــ شولې ــــ جانانه

د نورو وطنونو په کیسو کې د یوه رهبر په نقش او رول بحثونه وي. وطنونه رهبر جوړوي، خو رهبر بېرته وطن ابادوي. خو دردمن مرغه په دې مشهوره خبره پوه دی، چې څنګه قوم وي، هماغسې به يې رهبران وي، چې بچیان خپل وطن لیلامولی شي، نو د نورو تر لاس لاندې روزل شوي رهبران او د یوه پردي نسل واکمن يې ولې ونه کړي:

راته ووايه رهبره، دا په کومه يې روان
او له چا سره دې کړې ده سودا زما د سر

د وطن د بربادي تر ټولو اسانه لاره دا ده، چې د سر سړي او د کار سړي يې له منځه یوسه، خو درېغه چې دا کار پردیو په خپله کړی وای، ویر او ماتم به يې کم وو، مګر دلته خو:

يو باتور د سر سړي له تېغه تېر کړل
اوس غليم ته اودرېدلى لاس په نام دى

د ده وطن ته چې هر څوک د ابادۍ او رغونې له شعار سره ورغلی، وطن يې ټوټې، ټوټې کړی، د نفاق په لمبو یې سوځولی، د زاغانو مسکن يې ترې جوړ کړی او ترې تښتېدلی دی، مرغه له ټولو ناهیلی او زړه توری دی:

څوک له رام او له بهودا هم، افسرده به هسې نه وي
لکه زه له خپل مسيحه، خپل لقمان ځينې ځورېږم

خو د مرغه تر ټولو لویه ناهیلي دا ده چې هېڅ څوک يې نعرې نه اوري:

دا د بې حسۍ وطن، نه اوري نعرې د چا
غر پرې راروان بويه، وکړمه شور څومره زه

چا کړو خرڅ، چا کړو ګاڼه، په څه وجه څه قصور
دا زما جنت هيواد، فرياد چاته وکړم زه

زموږ د هنري تابلو پنځګره د شعر د کلاسیک او معاصر روایت پر پله ولاړه ده. د دې د شعر مضبوطه ونه له هغه سینده سرابه کېږي، چې په تابلو کې يې موږ ننداره وکړه. د دې سیند پر نورو سرچینو به وروسته هم خبرې وکړو، خو دې سیند ته یو لښتی د کلاسیکي غزل، شعري جوړښت، تخنیکونو، بديعي صنعتونو، قافیه پرانۍ هم را پرې شوی دی، خو دا چې پنځګره د معاصر روایت په غېږه کې را لویه شوې، د شعر څانګو ته يې د پېچلو خیالاتو، باریکو مضامینو او بکرو تصویرونو څاڅکو هم لاره کړې او شعري تابلو يې اوسني نندارچي ته ډېره نامانونسه نه برېښي.

زموږ د تابلو بله ټوټه ګریبان چاک افسرده عاشق دی. د عشق او عاشقي راز و نیاز، د عاشق او معشوقې حال و قال، واقعه ګويي او عاشقانه رموز و اسرار د غزل یو پایمال شوی مضمون دی. د غزل او عشق ترمنځ تړاو د نوک او ورۍ غوندې کلک او نه بېلېدونکی دی. له غزل سره وار له مخه ذهن ته عشقي موضوعات تداعي کېږي، د معشوقې زلفې او خدوخال، بې رخي، جفا، بې وفايي او بې اعتنايي مو سترګو ته درېږي او په مقابل کې يې جفا دیده او ستم دیده عاشق ولاړ وي. زموږ د پنځګرې غزل هم له عشقي موضوعاتو څخه مالا مال دی، خو په دې برخه کې ډېرې کمې نوې خبرې راته لري، خو همدا کمې خبرې يې هم په نوې پیرایه او ځانګړي اسلوب او بېل قالب کې ځای کړې او خپل انفرادیت يې په کې له لاسه نه دی ورکړی.

له هجر و فراقه فریاد او ماتم د غزل پخوانی مضمون دی. په غزل کې دغه هجر که له یوې خوا د دوو میینانو ترمنځ بېلتون او فراق کېدلی شي، نو له بلې خوا د تصوف په نړۍ کې له حسن مطلق څخه د را جلا کېدو او د انساني اروا د اوسنۍ ناکرارۍ لپاره د صوفیانه استدلال په توګه هم کارېدلی شي. عشقیه جذبات و واردات، د هجر و فراق غم، د وصال تنده او تلوسه، د معشوقې له وړو، وړو لاپروايو زار، زار شکایتونه او د رقیبانو له وجوده سوځېدل که له یوې خوا د عشق او عاشقي په دنیا کې مشترکې خبرې دي، همداسې په غزل کې هم شاعرانو چې په عشقیه موضوعاتو قلم پورته کړی، ترمنځ يې مشترکات دومره ډېر شوي، چې له اولني عشقیه غزله تر اوسه پورې له جزئیاتو پرته ډېر فرق نه سره لري او یا به يې یوازې پیرایه، طرز بیان او اسلوب مختلف وي، د غزل په ډګر کې عشق او تصوف هغه دوه زاړه شرابه دي، چې شاعرانو تل هڅه کړې، چې یوازې يې بوتلونه ور نوي کړي.

عشق د انسان دروني کیف و کیفیت دی، چې د حسن او جمال لپاره يې په خپل درون کې احساسوي. دغه حسن و جمال ظاهري نقش و نګار، خدوخال و خط و خال نه دی، بلکې پر خارجي حسن د انسان د هاغه دروني کیفیت اثر و تاثیر دی، چې بېرته يې عاشق په خپل درون کې احساسوي. په همدې اساس، عشق له ځانه پیلېږي او بېرته په ځان پای ته رسېږي. د عشق دغه کیفیت په هر انسان کې موجود وي، خو شاعر د کیفیاتو او جذباتو په مقابل کې ډېر زیات حساس وي او همدغه حساسیت يې د شعر جامه اغوندي. عشق یوه تجربه نه ده چې زده یا ترسره شي، بلکې یو کیفیت دی چې موجود دی، ازلي دی او هر انسان ترې خپله برخه وړې ده. زموږ عاشق هم دا خبره راته کوي:

تل لکه تقدير کا په روحونو پسې ځغاښت
عِشٙق نه مسکن لري ـــ استاد او نه راهب

عشق له ټولو انساني امتیازاتو، تبعیضونو او سلیقوي چلندونو مبرا و منزه دی، عشق رنګ و نسل، دین و مذهب، ژبه او کلتور نه پېژني. د عشق جذبات و واردات انسان په خپل واک کې نیسي او دا ټول توپیرونه له منځه وړي نظیري نیشاپوري مینې ته د کیمیاګري په ارزښت قایل دی، هغه چې د زړونو ماهیت او کیفیت بدلولی شي:

هیچ اکسیر به تاثیر محبت نرسد
عشق آوردم و در عشق تو ایمان کردم

زموږ شاعره هم عشق ته د زړونو د ناروغیو او قلبي غلاظتونو د تصفیه کوونکي په سترګه ګوري، دا وايي:

عشق دارو کړل د لقمان
راته زهر ــــ او زقوم

ومو ویل چې هجر او فراق د عشق په دنیا او د غزل په ټغر کې یو پایمال شوی مضمون دی، خو زموږ عاشق سره له دې چې د فراق په لمبو کې سوځېږي او د سمندر په ساحل پروت ماهي غوندې وزرې وهي، ترپېږي، خو له خپلې معشوقې ګیلې نه کوي، بلکې ټوله پړه په هجر و فراق ور اچوي او د یوه بد چا په سترګه ورته ګوري:

هجره حجر ذاتيه، ړنګه هديره دې کړم
تېغ دې شه په زړه کې ښخ، اور دې شه په ځان پورې

یو بل ځای بیا:

چې يوسف په سفر تللو، نو يعقوب کله خبر و؟
څه خبره وم فراقه، چې جانان مې رانه ځي

عشق د انسانانو ترمنځ یو مشترک احساس دی او د دې کیفیت مولود هم تر ډېره سره ورته وي. خپل ځان د معشوقې په مخکې هېڅ نه ګڼل، ان تر دې چې د یار د کوڅې سپی کېدل، په عشق کې عادي خبرې ګڼل کېږي. خو زموږ عاشق سره له دې چې د ښکلیو له ښاره سره يې مخه ښه کړې،

شهر خو د ښکليو څوک له سمې ورځې نه پرېږدي
تاته چې څوک راشي بيابانه څه به وخاندي

او بیابان ته رسېدلی دی او دا کیفیتونه له مجنونه په ارث ورته پاتې بولي:

دا بياباني او طوفاني ځيګر ناصحه
ماته له مجنونه پاتې شوى په ميراث دى

خو خپل انفرادیت، استغنا او بې اعتنايي یې له لاسه نه ده ورکړې. د امیر خسرو دهلوي عاشق که د خپلې معشوقې تګ نه شو زغملی او د باران د تم کېدو غوښتنه يې وکړه،

می روی و ګریه می آید مرا
ساعتی بنشین که باران بګذرد

خو زموږ عاشق د مینې او الفت په چارو کې هم د دنیا تقلید ته غاړه نه ږدي،

زه په الفت کې هم تقليد د دنيا نه خوښوم
دومره ايسار شه چې اشنا مې شي بارانه روان

امیر خسرو خپله معشوقه دروي، چې څو شېبې صبر ورکړه، چې د اوښکو باران تم شي، بیا ولاړه شه. امیر خسرو خپله معشوقه مخاطب کړې، خو زموږ عاشق د خطاب په انداز کې هم خپله بې اعتنايي ښودلې او د معشوقې په ځای يې له باران سره خبرې کړې دي، سره له دې چې د اوښکو دا باران به د اشنا له تلو وروسته بیا هم را ورېږي.

د دغې بې اعتنايي یوې بلې صحنې ته به هم شو. امرو القیس د خپلې معشوقې د کور له مخې تېرېږي، خپلو ملګرو ته په ډېره دردمنه ژبه وايي، «اې ملګرو، تم شئ، تم شئ، د جانان کور دی، څو اوښکې به توی کړو، بیا به لاره لنډوو.» خو اوس به د خپل عاشق ننداره وکړو، په لاره کې تېرېږي، سره له دې چې قصداً يې د ځان لپاره هغه لاره غوره کړې چې د یار کور يې مخې ته راځي، خو:

په منزلونو دې تېرېږم خو تا نه خبروم
تر شا راګورم فنا کېږم خو تا نه خبروم

د عاشق د نندارې پر مهال مو څو ځله د لارې مسافر مخې ته راغلل. دا هغه مسافر دي، چې د ونې سیوري ته خپله دمه جوړوي او د عاشق او صوفي کیف و حال ته ګوري. دا مسافر د یوه وطن، د یوې ریښې او یوه حال خلک نه دي. دوی له بېلا بېلو فکرونو، نظریو او عقیدو سره راځي او له دردمن مرغه، عاشق او صوفي سره د خپل زړه غوټي هم سپړي او یا د درې واړو په خبرو خپل زړه ته سکون هم وربښي.

د دې ونې سیوري ته ډېری مسافر له یوه لرې وطنه راغلي خلک وي، چې د نا اشنا دردمنو کیسو یوه پنډه ورسره وي او د خپل وطن کیسې راته کوي؛ راځئ په دې ځای کې د همداسې مسافر له خولې ځینو دردونو ته غوږ شو:

چور تالان په وطن ګډ دى، عقيدې پکې خرڅېږي
لاله زار زما د تمې، شو مسير د ريبدون څنګه

صوفي نور له مراقبې راوتلی دی، د مسافر په خبرو کې دومره ویر او ماتم ګډ دی، چې عرش ورسره لړزېږي. د مسافر سترګې له اوښکو ډکې دي، غږ يې رېږد نیولی، د خپلې بې وسۍ انځور زموږ مخې ته ږدي:

له لوږې نه مو خرڅې کړې ګردې د خپل وجود
دنيا په ــ موږ ونکړې کومې ــ کومې نظارې

د لرې وطن مسافر د عاشق او صوفي سترګو ته ځیر دی، پوهېږي، چې د دې ټولو بدبختیو او ناخوالو علت رانه غواړي. مسافر له خپل لیدلوري د خپل وطن د بدبختیو علت په دې کې ویني چې:

هر خواه کرکه ده کينه ده ـ او تبعيض دى شمائلې
په هر لور په هره لاره، لکه جل عذاب په سر وړم

بیا زیاتوي:

کاروان مې د وطن په نورو نورو دى روان
ساروان يې له دښمن سره نيولي اِجارې

مسافر ته خپل تېر تاریخ هم سترګو ته درېږي، غواړي خپل تېر برم و پرتم د صوفي او عاشق مخې ته ودروي، خو دا خبره په داسې اندازه ورته کوي، چې ملتونه په تاریخونو نه ابادېږي، او بیا که خپل تاریخ ته نظر ورکړي، هم څه چاره کېدلی شي، مګر دلته خو:

د پاني پت تاريخ هم نه ګوري څوک نه وايي څوک
د افغانيت هم د ټکې حيثيت پاتې نه شو

شېبه وروسته دوه نور مسافر د ونې ډډ ته را رسېږي. له یوه سره په لاس کې د شرابو بوتل دی، په شونډو يې نرۍ، نرۍ مسکا ده. خو بل په سپینو جامو کې نغښتی دی، پایڅې يې تر اندازې ډېرې ور پورته دي، په سر يې سپین پړونی را پروت دی، له څېرې يې د غوسې او خفګان اثار له ورایه برېښي. سپین کالي د شرابو په حرمت بحث روان کړی دی، بیا بیا يې له خولې لاحول ولاقوة وځي، خو رند چې د معرفت په شرابو کې خمار، خمار دی، د عاشق، صوفي او د وطن د مسافر په مخکې ملا ته مخ ور اړوي او ورته وايي:

هر سړى ضامن د خپل عمل دى ته يې څه کوې
شيخه ناکام مه کوه ـ په تا يې تاوان نه راځي

سپین کالی دلیل ته خوله جوړوي، خو رند د خبرې وار نه ورکوي، دا ځل يې د ظاهر او باطن ترمنځ منافقت ته اشاره کوي:

هسې دې ځان کړ په رنګونو کې رنګ
د جان تلبيس د شيخ چِله کې ته وې

دا ځل سپین کالی د خبرو وار ترې نیسي، خپل وعظ پیلوي، د دوزخونو او جنتونو کیسې ورته کوي، د خپل سلیقوي برداشت له مخې د حلال او حرام مسایل ورته بیانوي، رند يې له خبرو بېزاره کېږي، ګوتې غوږونو کې ږدي او په چیغه وايي:

څوک يې چې د وعظ له لاسه خوب کولى نشي
دومره دې ذاهد آزاري نشي نشي نشي

مسافر چې مخکې یوازې خپله مشاهده بیان کړې وه، د رند خبرې يې ځینو نورو ټکو ته هم ور پام کوي، د خپل وطن د جنګونو او جګړو داستانونه یې سترګو ته درېږي، د دې ټولو ناخوالو تر شا اصلي څېره يې مخې ته درېږي، سپین کالي ته مخ ور اړوي:

پيراهن دې نبوي او پېشه دې جاسوسي
خداى دې لا درکي برى، خداى دې لا درکي عبور

خو رند ځان په کوم وطن پورې تړلی نه ګڼي، رند ازادي غواړي، دیني ازادي، فکري ازادي، د عقیدې ازادي، د خبرو ازادي، یو ځل بیا سپین کالی ځان ته متوجه کوي:

عقيده د خلکو څنګه او حوليه د خلکو څنګه
په دې کار د ملا نشته، خوله دې نه پيايي بې ځايه

د رند په دې تونده خبره صوفي اشاره ورته کوي، چې له خبرو سره پام پکار دی، خو رند ورته په خپل ځانګړي طرز کې یو ځل بیا وايي چې په ولا که مې خوښېږې په واعظ په ناصح نقد؛ خو د ناصحانو تنګ نظري دومره ډېره شوې ده، چې:

د دين د وارثانو نظر دومره شو حبسي
د کفر علامت ګڼي موسم د نوبهار

په تابلو کې د نویو، نویو او ناشنا مسافرو تله راتله مو نویو تجربو، نویو خبرو او نویو انځورونو ته دروي. رند او سپین کالی سره له دې چې یو بل سره يې فکر او عقیده ټکر لري، خو هغسې چې ګډ راغلي وو، ګډ روان شي. صوفي او عاشق بیا یوازې پاتې شي، صوفي مراقبې ته، عاشق خپلو غمو ته! شېبه وروسته په شنه پرده کې پټه یوه ښځه له پوخ عمر سړي سره راښکاره شوه. ونې ته چې را ورسېدل، سړي عاشق او صوفي ته سلام وکړ، ځان يې د ونې ډډې ته برابر کړ، خو ښځه يې د لاس په اشاره لرې کېنوله، ان سیوری هم پوره نه ور رسېده. سړی له دمې وروسته په خپل پټو ودرېده، لمونځ يې پیل کړ، صوفي او عاشق ځان سره وخندل. عاشق له فرصته ګټه واخیسته، د ښځې خواته ورغی، ورته يې وویل، څوک يې؟ ښځې د غم او ګداز په دردمن اواز وویل:

کل اثاثې مې ــ لا وارثه شولې
ماته يتيمه ــ د واڼهْ وايي څوک

عاشق ترې وپوښتل د کوم وطن یې؟ ویل يې د یوه داسې وطن یم چې هلته:

ابرو ساتل د لوپټې د عظمت بېله بلا
د ښار کم ظرفو لره سوال او منت بل اذيت

ښځې خپله وروستۍ خبره چې:

د  شمائلې د وطن ـ په اور کې
د پښتنو پېغلو ــ سايې وليکه

پوره کړې نه وه، چې سړي يې لمونځ وکړ، عاشق ته يې بد، بد وکتل. ښځه يې له لاسه ونیوله، په زوره يې ځان سره کش کړه او روان شو. عاشق او صوفي حیران، حیران کتل.

په تابلو کې چې د عاشق او صوفي څېرو ته له نږدې ځیر شو، دواړه ډېر زیات شباهتونه لري، تر ډېره پورې د دوو هم شکله غبرګونو وروڼو ګمان پرې کېږي. کله کله خو انسان داسې تصور کوي، چې دواړه به یو تن وي، خو چې لیدونکی د ونې ډډ ته ګوري، عاشق به يې تر سترګو ورځي او چې د سیند غاړې ته سترګې غړوي، هماغه عاشق به د مراقبې په بڼه ویني.

خو له پورتنۍ پېښې وروسته چې د عاشق او صوفي ترمنځ د خبرو لړۍ پیلېږي، د انسان یاد ګمان ناسم خېژي او دوه کسان د خبرو په حال کې ور ترسترګو کېږي. صوفي، عاشق ته وايي چې زما او ستا ترمنځ ډېر توپیر نشته، ته هم د خپلې معشوقې سره د وصال په انتظار یې، زه هم ستا په څېر خپل یار ته د رسېدو په انتظار ناست یم او:

نه مو استانه شوه نه ترې ووتو بېرون
ستا د محبت په سوچ کې ناست يو سرنٙګون

صوفي زیاتوي چې شراب ته هم څښې، موږ يې هم څښو، خو زموږ شراب موږ ته حلال دي، تاته حرام دي. ته هم په خپل رنځ و غم په پای کې د خپل یار څرکونه وینې، زه هم ستا په څېر:

رنځ و غم د خپل منزل کې عجيبه مسيحا وينم
ستا د زلفو په تيارو کې خدوخال د رڼا وينم

ستا معشوقه په یوه جسم او یوه وجود کې بنده پاتې ده، خو زه خپل یار په هر مخ کې لیدی شم، په هر څه کې يې لیدی شم، زما جانان په هر څه کې پټ دی، خو په هر څه کې ښکاره هم دی.

مخ يې ضم شو زما زړه کې، اوس پرې نه پوهېږم زه
اوس يې وينم په هر څه کې، اوس پرې نه پوهېږم زه

عاشق ترې پوښتنه کوي، چې آیا زما په څېره کې هم د خپل یار دیدار کولی شې. صوفي په ځواب کې ورته وايي چې هغسې چې ځینې وختونه ستا معشوقه درنه خفه کېږي، خپل دیدن نه درکوي او په شته دنیا کې قیامت درباندې جوړوي، همدغسې په ما هم ځینې وختونه د «قبض» حالت راځي:

اوس له هغه ښاره هيڅ خبر د جانان نه راځي
غږ ترېنه د مينې د نغمې او آذان نه راځي

عاشق د صوفي په خبرو نیوکه کوي، چې ته خدای یادوې، خو خدای جانان نه دی، په هر مخ او هر څه کې د خدای حضور نشته. صوفي په خوږه خندا عاشق ته وايي، چې د همدې خبرو له لاسه له ټولې نړۍ را بېل شوی یم. ملا او شیخ موږ ته د خدای یو داسې تصور راکوي، چې له حقیقي ذات سره يې شباهت نشته. عاشق يې خبره نیسي، چې آیا ته خدای تر عالم او ملا ډېر پېژنې؟ صوفي ورته وايي:

چې مدام د زړه په سترګو تماشې د کوم معراج کړم
نه دې غوث، نه دې بهلول، نه دې ملا ليدلى دى

عاشق وروستۍ پوښتنه ترې کوي، چې ستا خدای څنګه دی؟ صوفي لومړی ځواب نه ورکوي، خو د عاشق له ډېر ټینګار وروسته، ورته وايي:

زما په نزد دى خداى اويا رقمه
دنيا فکرونه د اِلحاد کوي

د دې تابلو بله تر ټولو څرګنده او واضحه برخه له مایوسي او ناهیلي را جوړه فضا ده. زموږ د شعري تابلو شاوخوا په ټولو غزلونو دغې مایوسۍ خپل سیوری غوړولی دی، په تېره د هر غزل په دروازه (مطلع) کې ارومرو د مایوسۍ یوه درنه څپه پر موږ لګېږي، چې اغېز يې د غزل تر پایه راسره وي او ډېری وختونه خو چې د غزل له بلې څنډې (مقطع) وځو هم، یوه بله درنه څپه مو هم د نا امیدۍ کندې ته ور ټېل وهي. دغه دوه بیتونه یې زموږ ټوله ادعا په ثبوت رسوي:

الهام مې تش له کربه بل تصوير نه جوړوي
شيندلى مې قاضيانو دى غزل په تاخانو

او په بل کې:

مايوسي راته ولاړه، لکه لاش په هر منظر
يا مې لار ده خطا کړې، يا يې راغلم پر تلين

د ونې په خوا کې په بهانده سیند مو پورته هم څو ځله خبرې وکړې. زموږ د شعري تابلو ونه له همدې سینده سیرابه او خړوبه ده. د دې سیند سرچینې که له یوې خوا تنوع او ګڼوڼ لري، نو له بلې خوا سرچینې يې غني هم دي. دغه سیند ته د ګنګا او جمنا نرۍ، نرۍ ویالې هم را ماتې دي، له همدې امله زموږ ونه کې که له یوې خوا د هندي فلسفې او فکر ځینې پټې نښانې لیدل کېږي، نو له بلې خوا يې د الفاظو په څېره کې ظاهري اړخونه هم وینو او د ګورکهـ دند، جیون، آنګن، ګایل او ملن کلماتو له استعمال سره مخ کېږو.

دې سیند ته د نیل سیند د غني تمدن او د یوه لوی دیني متن زورورې څپې هم لیدل کېږي. ګومان کوم، چې د تابلو پنځګره د ګڼو ادیانو په خوا کې د څلورو الهامي مذاهبو مطالعه هم لري. د دې ټولو په خوا کې له شیراز او اصفهانه، بیا د یونان تر فلسفو پورې بېلا بېلو سرچینو زموږ د تابلو سیند ته معنوي ښکلا او ژوروالی ور بښلی دی.

د تابلو یوه بله برخه چې تر ټولو ډېره بارزه او جوته ده، خو لا مو ډېرې کمې خبرې پرې کړې دي، د سیند په غاړه ګوره او مضبوطه ونه ده. ونه په اصل کې د شعر د ظاهري جوړښت یا هندسې لپاره د یو سیمبول په توګه کارولی شو.

دا ونه سره له دې چې په یوه خوږ او نرم آهنګ زنګېږي او کله نا کله يې آهنګ په شور او مستي هم راځي، خو ځینې ښاخونه يې داسې دي، لکه په یو بل کې سره نښتي وي او د نرم او مست اهنګ هوا ته د دې اجازه نه ورکوي، چې ويې شرنګوي او د ونې د عمومي ښکلا د زیاتوالي سبب وګرځي. په دې معنا چې زموږ شاعرې سره له دې چې د شعر عمومي ریتم او آهنګ ته خاصه توجه کړې او د دې کار لپاره يې د ترصیع، سجع او تجنیس په څېر ګڼو صنعتونو ته هم لاس اچولی دی، خو داخلي موسیقي يې په ډېرو ځایونو کې ترې ټکنۍ شوې او د بیتونو ښاخونه يې یو بل سره پیوند شوي دي.

د ونې تر موسیقي او آهنګ را وروسته، زموږ د شعر ونه سره له دې چې له ګڼو اړخونو مضبوطه ده او د ډېر نقادانو د توپان مقابله به وکولی شي، خو د بشري او نړیوالې عاطفې هغه نازکوالی او لطافت نه لري، چې د نقادانو غوڅوونکي قلمونه يې هم نه شي غوڅولی. زموږ په تابلو کې ژوره مایوسي او د غم او نا امیدۍ سیوری را خور دی، خو دغه مایوسي او ناامیدي دومره شخصي او منحصر بفرد ده، چې بل بشر په ځان کې نه ور ځایوي او لوستونکی ترې ځان ځینو ځایونو کې بېل او جلا او ان په ځینو ځایونو کې مستغني ګڼي. خو دا خبره د پنځګرې د ټولې تابلو په هکله هم نه شو کولی، په دې چې د شاعر ونه له عادي ونو سره ګڼ فرقونه هم لري. هغسې چې په یوه ونه څلور موسمونه راځي، و دې شي، چې د پنځګر په ونه تر څلورو ډېر مختلف او متنوع موسمونه راشي او د ونې کیفیت له تنوع او تلون سره مخ کړي. پر دې ونې داسې وخت هم راځي، چې خپل زرغونوالی له لاسه ورکوي، پاڼې يې رژېږي او شنډه پاتې کېږي. زموږ د پنځګرې په شعر کې هم له ځینو وچو خبرو، تکراري عاطفي انځورونو او شنډو احساساتو سره مخ کېږو. خو دا ټکی دا هم راته ښيي، چې شاعر سره له دې چې یو هنرمند دی، یو انسان هم دی.

د دې ونې د شعري او هنري ښکلا یو سبب هغسې چې پورته وویل شوو، بديعي صنعتونه هم دي. بديعي صنعتونه د ونې (شعر) ګلونه دي. خو بدیعي صنعتونه په هر حال کې صنعتونه یا لاسي تولیدات دي، طبیعي نه دي. دا صنعتونه چې لومړنیو شاعرانو وکارول، طبیعي وو. خو چې شعر پوهانو د پخوانیو شاعرانو له شعرونو څخه دغه صنعتونه استنباط او استقرا کړل، نو نویو شاعرانو لاسي هڅه هم وکړه، چې دغه صنعتونه په خپلو شعرونو کې وکاروي. خو بدیعي صنعتونه که په شعر کې طبیعي رانه شي، د شعر په نفس مضمون او خیال کې رول ونه لري، داسې به وي لکه په عیسوي کلتور کې چې د کریسمس لپاره یوه طبیعي ونه په مصنوعي څراغونو سینګار شي، چې له دې سره د ونې خپله طبیعي ښکلا هم ورکېږي او له مصنوعي څراغونو خو هغسې هم څوک حظ و لذت نه شي وړلی. د همدې صنعتونو په ټس کې یو ډېر زیات کارېدلی صنعت هغه دی، چې تلمیحاتي مرغان يې له ځان سره راوړي. خو کله نا کله په شعر کې د تلمیحاتي مرغانو شور دومره ډېر او ګڼه ګوڼه دومره زیاته شي، چې د تابلو تماشاچي نه د شعر لذت حس کولی شي، نه یې د شعر نفس مضمون ته سترګې ور اوړي. دغه مرغان سره له دې چې ځینې وختونه د نندارچي سترګې او غوږونه د تابلو له عمومي لذته محروموي، خو همدا تلمیحاتي مرغان بیا د لرې لرې وطنونو، نا آشنا زمانو، اسطوروي پېرونو کيسې او افسانې هم راته بيانوي او په خوا کې يې د شاعرې د مطالعې وسعت، د فکر ژورتيا، د خيال لوړتيا، د لاشعور بې پايه سمندر ته د ور کوزېدو او مرغلرو را ويستو وړتيا ته هم اشاره کوي. خو دا د تلمیحاتي مرغانو خپلې ذاتي ځانګړنې هم دي، د شاعر کمال دا وي، چې له دې مرغانو څه ډول استفاده کوي. زموږ په تابلو کې تر ډېره پورې د یوې تلمیح لپاره هغومره پراخه او ارت بستر نه وي چمتو شوی، څومره چې د هغې تلمیح لپاره لازم وي او یا یې کارونه د شعر په هنریت او شعریت کې زیاتونه کولی شي.

د دې ونې یو بل خاصیت چې پورته هم یوه لنډه اشاره ورته وشوه، دا دی، چې دا ونه د کلاسیک او معاصر روایت په ترکیبي بڼ کې ولاړه ده، خو د پنځګرې کمال دا دی، چې نه يې د کلاسیک روایت خبرې هغسې تکرار کړې، چې عموما د ځینو شاعرانو تمایل وي، نه یې معاصر روایت ته دومره غاړه ایښي، چې خپل انفرادیت په کې له لاسه ورکړي.

ممکن وروستۍ ځانګړنه چې یوازې یوه یادونه به يې بې ګټې نه وي، د ونې د څانګو مردف سرونه دي، چې ګڼې نوې ښکلاوې لري. د تابلو پنځګرې ګڼ نوي او شاعرانه ردیفونه پنځولي دي. نوی ردیف عموما د یوه نوي فعلي ترکیب راوړل نه وي، بلکې نوی ردیف هغه دی، چې په خپله هر ځل د ردیف تکرار یوه نوې معنا، نوی مضمون، نوی خیال وزېږوي. د شمایلې په شعر کې ګڼ ردیفونه دا خاصیت لري:

واخيستم د ژوند خړو سيندونو لکه رېګ
عمر مې تويېږي له لاسونو لکه رېګ

تر دې ځایه پورې مو شاوخوا د تابلو په ټولو برخو خبرې وکړې او د تابلو څومره برخه چې زما د فکر و قلم په غېږه کې ځایېدله، ځای مو کړه. خو اوس یو څو وروستۍ خبرې:

  • زما په نظر کره کتنه به د دې لپاره هم کېږي، چې پنځګر هم خپلو محاسنو او معایبو ته متوجه کړي، خو اصلاً کره کتنه د عام لوستونکي لپاره وي، چې د ذوق په لوړېدو کې ورسره مرسته وکړي. په دې کره کتنه کې تر ډېره پورې هڅه شوې، چې دا دواړه ټکي په پام کې ونیول شي او د انصاف تله ونه غورځول شي. خو د کره کتنې اصلي هدف چې د یوه اثر کره یا ناکره معلوم کړي، نو زما په اند د هنري او ادبي اثارو د کره کتنې په اړه اوسنی تصور دا دی، چې له شعر و هنر نه هر څوک د خپل فهم او ذوق په اندازه درک او برداشت کوي. په دې لیکنه کې د آغلې شمایلې د شعر په اړه هره خبره زما د فهم او ذوق نتیجه ده، د نورو کره کتونکو نظر دې وشي، چې زما نظر تائید کړي یا یې له یوې مخې رد کړي.
  • د آغلې شمایلې شعري ونه سره له دې چې د یوه غني او شتمن سیند په غاړه کې را لویه شوې او روزل شوې ده، خو دغه بهانده او مست يې سیند له ځینو اړخونو د یوې وچې صحرا حیثیت خپل کړی دی.
  • لومړنۍ خبره دا ده، چې د شمایلې شعر د فکر له شدید قحط سره مخ دی. عموماً د یوه شاعر شاعري په دوو حالتونو کې د حسنِ قبول درجه ترلاسه کوي. یو دا چې شاعر د یوه منظم او سیستماتیک فکر خاوند وي او خپل ټول هنر د همدې فکر قرباني کړي. که یو ځل یاد فکر د شاعر په ولس کې عام شو، نو بیا په هغه قوم کې د شاعر مقبولیت کوم منزلِ بعید نه دی. او بیا چې د شاعر شاعري له ګڼو اړخونو شعري معایب هم ولري، څه یا څوک يې د مقبولیت مخه نه شي نیولی. دوهم دا چې د یوه شاعر شاعري د بشري عواطفو استازولي وکړي، شاعر که ټول بشر نه وي، نو لږ تر لږه خپل ولس باید د خپل هنر په لمنه کې ور ونغاړي. له عاطفې ډکې خبرې هم عموما د متلونو په څېر د خلکو په خولو جاري کېږي او شاعر ته یو مناسب مقام وربښلی شي.
  • دوهمه خبره دا ده، چې د آغلې شمایلې شاعري د عوامو له فهم ډېره لوړه او د خواصو لپاره د کړې شاعري کمیت او کیفیت يې کم دي. خواص عموماً په شعر کې پېچلتیا ته نه ګوري، نه هم دا ګوري چې شاعر له څو ژبو سره بلد دی او په خپل شعر کې يې د کومو ژبو کلمات کارولي دي، د یوه شعر دا اړخونه به ژبپوهانو ته مهم وي، خو ادبپوهان عموماً د شعر د کیفیت لپاره نورې تلې او پیمانې لري، چې د اغلې شمایلې شعر له ګڼو اړخونو د خواصو په وزن نه دی برابر شوی.
  • دریمه خبره دا ده، چې د آغلې شمایلې شاعري ترکیبي شاعري ده، تحلیلي یا د خیال بندي شاعري نه ده. زموږ شاعرې تر ډېره بریده پېچلې خبرې له یو بل سره ترکیب کړي دي. د خیال او تخیل برخه يې کمزورې ده. همدا سبب دی، چې د دې زیاتره شاعري وچه او د بشري او نړیوالو عواطفو لمدوالی لا نه دی ور رسېدلی. شاعر که له خپل ذات نه پورته نه شي او خپل هنر د بشري عواطفو په خلاصه صندوقچه بدل نه کړي، نشته ډېر امکان چې لویه شاعري دې وکړي. د آغلې سلیمي شاعري تر ډېره پورې د ځان بیان، د خپل منحصر بفرد درون اظهار او تعریف دی. د دې په شعرونو کې شمایله خو لټولی شو، مګر بشر ډېر کم په کې تر سترګو کېږي. له دې اړخه لا نه برېښي، چې د شمایلې شاعري دې تلپاتې شاعري شي.

د دې ټولو نکتو په خوا کې د لویې هیله مندي سبب دا دی، چې زموږ شاعره له خپل ځان سره د «صحرای سخن» د خضروي امسا له خدايي او طبیعي ډالۍ برخمنه ده، چې د خپلې هنري تابلو سیند ته پرې د آب حیات یو لښتی را پرې کولی او خپل شعر ته عمر جاویدان ور بښلی شي.

تبوک، سعودي عربستان

د فبروري، ۲۸مه، ۲۰۲۴ز

2 COMMENTS

  1. ډېره عالي او رحجاني ليکنه ده، سيمبولونه يې بېخي جالب او موضوع يې بېخي داستاني ده خو دا چې څه نه څه غير لازمي تسهيل او تعقيد پکښې محسوسېږي نو په اړه به يې لږ وضاحت وکم مثلا:
    د سليمي شعر د فکر له شديد قحط سره مخ دى.
    د سليمي شعر مجرد او بې معنى توري ډېر لري. او…

    اول خو به دا ووايم چې ما څومره لوستې او څومره په دقت مې له خپل ځان سره د سليمي شعر ارزولى، نو پرته له کوم سوچ و فکره دا ويلى شم چې د اغلې شاعري د فکر او موضوع چشمه ده او زه يې تر خپل وس ثابتولى هم شم.
    پاتې ستا د درې کرکټرونو افسانوي تړون او تسلسل، ډېر جالب او دلچسپ دى، چې معنى د هر ليکوال کار ندى او نه هم د هر چا قلم دا خواږه لري.

    د ګونګو بې معنى تورو په اړه به ووايم چې ياد توري تلميحي او صنعتي تناظر کې ليکل شوي، اګر که ګونګ نه دي هم، تا ګونګ بللي خو دا د هر چا خپل برداشت وي.

    ليکنه دې جالبه وه، خو په اخير کښې دې د شاعرانه تعدل له قحط سره مخ کړې ده، خو ولې دا يادونه ضروري کوم چې دا خيالي خاکه، مثالي تړون او کرکټرونه دې عام او عادي نه وو، ډېر دادونه مې قبول که، ډېر درنښت

  2. ډېره ډېره مينه او مننه، ښاغلی مصطفی!
    زه بيا په دې ډېر خوښ شوم چې دومره اوږده ليکنه مو په ډېر دقت لوستې ده.
    ستاسو هره نکته د غور وړ ګڼم، سرسري نه پرې تېرېږم.

    درنښت،
    فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب