تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۹ مه) د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په ۱۰ میلیون ډالره پانګونه د کارتن او پاڼو د تولید فابریکه جوړه شوه.
د باختر آژانس د راپور له مخې، د دې فابریکې د فعالیت د پرانیستې په مراسمو کې د هرات ولایت مرستیال، مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د هرات صنعتي ښارګوټي په تولیدي فابریکو کې د پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو پر زیاتېدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې افغانستان په راتلونکي کې په یو صنعتي او صادراتي هېواد بدل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د هرات سیمهییزه اداره له صنعتکارانو او پانګوالو سره نژدې همکاري لري او په دې ولایت کې پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.
په دې مراسمو کې د هرات د صنایعو او کانونو د خونې رئیس، حمیدالله خادم، په دې ولایت کې د سوداګرو د پانګونې د علاقې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د هرات د صنعتي ښارګوټي پنځم فاز به هم ډېر ژر پرانیستل شي.
د کارتن او پاڼو تولیدي فابریکې یوه مسوول وویل چې دغه فابریکه په پرمختللو ماشینونو مجهزه ده او په یوه ساعت کې د ۲۰ زره مترو پاڼو او کارتن د تولید ظرفیت لري.