تاند- له نن څخه 37 کاله پخوا د ۱۹۸۸ د نوومبر په ۱۶ مه بېنظیر بوټو د پاکستان صدراعظمه غوره شوه.
بېنظیر د پاکستان او اسلامي هیوادونو په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه چې صدارت ته ورسېده.
د ١٩٨٨ د نوومبر په شپاړ سمه، د پاکستان خلکو له یوې لسیزی وروسته په لومړنیو ازادو انتخاباتو کې د پخواني صدراعظم، ذوالفقارعلی بوټو لور، بېنظیر بوټو، د صدر اعظمې په توګه غوره کړه.
خو مېرمن بوټو پرې نه ښودل شوه چې د صدارت دوره بشپړه کړي. دا له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۰ صدراعظمه وه. په ۱۹۹۳ کې بیا صدراعظمه غوره شوه خو دا ځل یې تر ۱۹۹۶ پورې صدارت وکړ.
دا په معاصر تاریخ کی د یوه اسلامی هیواد لومړنی ښځینه مشره وه. په ١٩٧٧ کی، کله چی جنرال محمد ضیاء الحق په یوه پوځی کودتا کې واک ترلاسه کړ، ذوالفقار علی بوټو یې محاکمه کړ، او ځکه یې اعدام کړ چی ویل یې په ١٩٧۴ کې یې د یوه سړي د وژلو امر ورکړی و.
بېنظیر بوټو په وروسته اوو کالو کې څو ځله په خپل کور کې نظربنده شوه. په ١٩٨۴ کې بېنظیر بوټو بریتانیا ته وتښتېده او هلته د پاکستان د پیپلز ګوند، چې د دې پلار تاسیس کړی و، مشره شوه
ضیاءالحق په ١٩٨٨ کې د متحده ایالاتو له سفیر سره یو ځای د الوتکي د لوېدلو په یوې پېښې کې مړ شو او په پاکستان کې د قدرت خلا منځته شوه.
د پوځي واکمن جنرل پروېزمشرف په وخت کې جلاوطنه شوې وه او د ۲۰۰۷م د اکتوبر په مياشت کې بېرته وطن ته ستنه شوه. د کراچۍ په کارساز سيمه کې د هغې د هرکلي په کاروان بريد شوی و چې پکې تر ۱۵۰ زيات کسان پکې ووژل شول خو هغه روغه ووته. بيا په همدغه کال د دسمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لياقت باغ کې له غونډې وروسته په ځانمرګې بريد کې ووژل شوه.
ملا بجلیګر به ویلې چې زمو جنۍ بیماره شوې په ډیران خس ټولوی اوهم پالیسی کوی دا اوهغه لړۍ لری پاکستان دغه لوبه له پخوا په ډیر مهارت پیل کړې وه
ترهګری له همغه وخته په پاکستان کې دپوځ لخوا رواج موندلی وه دا لرې کوه اوهغه راوله هو دلته مشرف چې ډیر معمولی فرد وه هم پاچایی وکړه پاکستان داسلام تر ټاپې لاندې لکه مزور لیوه ډیر افغانان هم ووژل چېرې چې قرآن کریم دوژنې سخت مخالف دی.
قدرمنده د تاند اداره، اسلام عليکم
تنها يوې خبرې ته ستاسو توجه غواړم. بې نظيرې سره څنګ دغه بله سر لوڅې جلي بې نظيره نده.
دا د پاکستان د ډرامو او فلم يوه اداکاره ده چې مهوش حيات نومېږي. شکل يې ډېر بېنظيرې ته ورته والي لري نو پدې خاطر فکر کوم تاسو غلط شوي ياست.
غوشتل مې ستاسو توجه دې خبرې ته مبذوله کړم ځکه يو ډول د تاند اعتبار ته زيان پرې رسېدلای سي.
نور نو مو له الله پاک څخه سرلوړي غواړم.
عبیدخان صاحب ډیره مننه، یو له هغو دوو عکسونو د بېنظیربوټو نه و، کور ودان، ستاسو له برکته مو اصلاح کړ. بیا هم مننه
تاند
bee nazeer killed dr najibullah and she deserve what she done.
laanatullah alal punjabiee