سه شنبه, نوومبر 19, 2024
Homeخبرونهیونېسیف: نړیوال بانګ ښایي له پنجشیره کابل ته د اوبو د لېږد...

یونېسیف: نړیوال بانګ ښایي له پنجشیره کابل ته د اوبو د لېږد مالي ملاتړ وکړي

تاند (سې شنبه د عقرب ۲۹مه) ‏د ملګرو ملتونو له ماشونومانو ملاتړ صندوق یا یونيسف وایي، هڅه کوي چې نړېوال بانک کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال پروژې مالي ملاتړ ته چمتو کړي.

د یو نیسیف مسئولینو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی، چې د افغانستان حکومت سره له نږدې همکاري وکړي.

بل لورته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ویلي، چې دوی نړېوالو بشردوستانه سازمانونو سره د مرستې سیاست خپل کړی او د دې سازمانونو کارکوونکو ته د امنیت ټنیګښت ته ځانګړې پاملرنه لري.

د یادونې ده، چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو کمښت پلازمېنې اوسېدونکو ته لویه ستونزه ده او دا مهال د طالبانو حکومت هڅه کوي چې کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال لویه پروژه پلې کړي.

په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د بیا حاکمیت وروسته په افغانستان کې د نړیوال بانک ګڼې پروژې نیمګړې پاتې دي.

کابل ښاریان هم د دې پروژې پلي کېده د خوښۍ زیری بولي او وایي ورسره به د اوبو برخه کې د کابل ښاریانو ستونزه حل شي.

کابل ښاریان وایي، دلته د اوبو د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او آن په ځینو ښاري سیمو کې داسې کورنۍ شته چې د څښاک اوبو ته حیران دي.

دوی تمه لري چې د دې پروژې بشپړېدا سره به دوی د څښاک ترڅنګ په نورو لومړنیو برخو کې هم د اوبو له نعمته برخمن شي.

د معلوماتو له مخې پنجشیر نه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه به درې کاله وخت ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب