Home+په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

     (یوولسمه برخه)

۲۹ – د لومړي سالت تړون (SALT 1):

  دغه تړون د هغو خبرو انرو په پایله کي چي د امریکا د متحده ایالاتونو او پخواني شوروی اتحاد تر منځ چې په ۱۹۶۹ زیږدیز کال کی د ستراتیژیکو وسلو د کمښت او محدودولو له پاره پیل شوی ؤ، د امریکا د جمهور ریس ریچارد نیکسن او د پخوانې شوروی مشر لیونیدبریژنیف له خوا د ۱۹۷۲ کال د مې میاشتې په ۲۶ نیټه؛ په ماسکو کې لاسلیک شو.

 د دغه تړون محتویات دا ول:

  – د دفاعی سیستم پر ضد د راکټونو محدودول؛ او دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چي هر یو به د AMB سیستمونه یوازی دوه دوه سایته ساتي؛

 -د لویو وچو ویشتونکو ستراتیژیکو راکټونو (ICMB) او تر سمندر لاندي ویشتونکو ستراتیژیکو توغندیو (SLMB) راکټونو محدودول؛ او

  – دواړو خواو‌و ومنله چې خپلې شخړې به د خبرو اترو له لارې حلوي.

   د یادونې وړ ده چې د دې تړون له لاسلیک وروسته د دوهم سالت د تړون د لاسلیک له پاره د دواړو لورو له خوا خبرو دوام وکړ، خو وروسته تر هغه چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کي پر افغانستان یرغل وکړ، د امریکا متحده ایالاتو د دغه یرغل په غبرگون کې د نورو اقداماتو تر څنگ؛ د دوهم سالت مذاکرات هم په یو اړخیزه توگه ودرول.

    ۳۰ – د کمپ دیوید هوکړه لیک (The Camp David Accords):

  دغه هوکړه لیک د امریکا په منځگړتوب د مصر د عربي جمهوریت او اسراییل تر منځ په ۱۹۷۸ کې د دواړو هیوادونو د مشرانو انورالسادات او مناخیم بیگن له خوا د امریکا د جمهور ریس جمیي کاربر په تفریح ځای او د هغه په حضور کې، په کمپ دیوید کې، د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې له پاره لاسلیک شو.

   د دغه هوکړه لیک له احکامو سره سم مصر او اسراییلو په دغو ټکو هوکړه وکړه :

 – اسراییلو موافقه وکړه چې خپل پوځیان به د سینا له سیمې په شا کوي او هغه به مصر ته سپاري ؛

 – اسراییلو ومنله چې بیرته به نړیوالو منل شویو پولو ته گرځي؛

  – مصر ومنله چې اسراییل به د یوه دولت په توگه په رسمیت پیژني، او دواړه خواوې (مصر او اسراییل) به دیپلوماتیکې اړیکې سره ټینگوي (په دې توگه مصر لومړنی عربي هیواد ؤ چې اسراییل یې د یوه دولت په توگه په رسمیت وپیژاند) ؛ او

 –  هوکړه وشوه چې فلسطینیان به د فلسطین په لویدیځه غاړه او د غزې تړانگه کې محدوده خپلواکي لري.

  ۳۱ – فاکلنډ تړون ( The Flak lands treaty):

 دغه تړون په ۱۹۸۲ زیږدیز کال کې له هغې لنډې مودې جگړې څخه ورورسته چې د انگرایزانو او ارجنتاین د پوځیانو ترمنځ  د اطلس سمندر په جنوب کي د فاکلنډ د جزایرو د ملکیت په سر وشوه؛ او انگلیسانو هغه جزایر ونیول؛ د دواړو هیوادونو تر منځ لاسلیک شو.

  د دغه تړون له مخې یوازې په اوربند هوکړه وشوه او‌ وپتیل شوه چي ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړای شي؛ چې لاتر اوسه هم ارجنتاین پر دغو جزایرو باندي د ملکیت دعوه لري خو سیمه لا هم د انگلستان تر واک لاندي ده. خو د دغه تړون له مخې له ۱۹۸۲ کاله تر اوسه پر دغو کالونو کې دا اقدامات تر سره شوي دي: د ۱۹۹۰ کال مذاکرات چې بیرته یې د دواړو هیوادونو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې احیا کړې او په ۱۹۹۵ کي دواړو لورو موافقه وکړه چې د کب نیونې او د نفتو د استخراج په هکله گډه همکاري وکړي.

 د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۳، زیږدیز کی د یوې ټولپوښتنې په پایله کې د دغو جزایرو خلکو پریکړه و کړه چې له بریتانیا سره پاتي شي، خو د ارجنتاین دولت د دې ټولپوښتني نتایج نه دي منلي.

   ( نور بیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...