سه شنبه, نوومبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکابل کې د کمپلې جوړولو فابریکې فعالیت سره ۹۰۰ تنه په کار...

کابل کې د کمپلې جوړولو فابریکې فعالیت سره ۹۰۰ تنه په کار بوخت شول

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۹مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د کمپلو جوړولو فابریکې پرانیسته وکړه.

د طالبانو اقتصادي معاونیت وایي، د دغې تولیدي فابرېکې په جوړولو شاوخوا ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او اوسمهال کابو ۹۰۰ کسان په کې کار کوي.

د دغه فابریکې پرانېستې پر مهال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، دوی د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اوسمهال هېواد کې هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې.

د طالبانو اقتصادي معاونیت زیاتوي، د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ماشینونه اخیستل شوي دي.

په دغه فابریکه کې د هېواد له خامو موادو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د بخت کمپل جوړولو دغه فابریکه به په لومړیو وختونو کې په ورځني ډول د ۱۰۰۰ او په راتلونکي کې د ۵۰۰۰ کمپلو د تولید ظرفیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب