پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+په بریټش نندارتون کې د څو قلمي نسخو موندنه

په بریټش نندارتون کې د څو قلمي نسخو موندنه

یوه مهمه لاسته راوړنه    

استاد شهسوار سنګروال

 برېتانیا د خپلې ټولواکمنۍ په مهال د نړۍ دبېلا بېلو یو شمېر هېوادونو کلتوري او معنوي شتمنۍ په بېلا بېلو وختونو کې خپل هېواد ته را لېږدولې دي، چې دوۍ بیا د خپلو کتابتونو، ګالریو او ارشیفونو له لارې، په هرې ټاکلې موده کې ځنې مهم توکي او اثار نندارې ته وړاندې کوي.

په ټوله کې دغه اثار په څو برخو ویشلی شو، لومړی هغه اثار دي ، چې هرڅوک کولی شي دخپلې خوښې مواد ولټوي اودځان لپاره یې خوندي کړي اومناسب وخت کې دخپلې لیکنې لپاره ترې ګټه واخلي.

دویم ، هغه شمېر اثار دي چې یوازې د فوتوکاپي کولو حق لري، خو د فوتوکاپي پیسې به ورکوي او کولی شي یاد مواد د لاسوند په توګه وکاروي.

درېیم، د لنډ مهال لپاره کولی شي مختلف اثار تر لاسه کړي، خوله ټاکلې مودې وروسته به اثار بېرته ورسپارې ، ولې مخکې له مخکې نه تضمین اخلي.

څلورم ، هغه اثار دي چې قیمت یې مخکې له مخکې نه څرګند دی همغه اندازه پیسې به تحویلوې اوکتاب به اخلې.

له هغه مهاله چې زه برېتانیا ته راغلی یم ، تر ډېره بریده مې په یادو نندارتونو کې ګډون کړی دی اودخپلې خوښې توکي او مواد مې تر لاسه کړي دي.

په دې وروستېیو کې مې یوشمېر قلمې نسخې تر لاسه کړې چې ډېرې موهمې دي اوپه دې نسخو کې دومره معنوي شتمنۍ پرته ده ، چې زه قیمت اوارزښت نه شم ټاکلی، ډېر بېساري مواد دي،چې په لیدلو یې زه هک پک سوم … دادی اوس غواړم ،څونمونې یې

تاسودرنو دوستانو اولیکوالو ته په مخ کې کېږدم:

ـــ په هغو قلمي نسخو،چې ترډېره بریده ډاکترلیډن ،leyden ، چارلس ولکنز، میجر راورټي اونورو کار کړی دي دپام وړ دي‌، چې په ټوله کې ددغولاسي نسخونوملړاوکتلاک ، چې تاریخي ، ادبي اوعلمي ارزښت لري په دې ډول دی :

مخزن الاسلام،اخون دروېزه، کلیات فتح شاه، عهد جدی ، حفظ الاداب، تاریخ مرصع، میرزمان خان، تواریخ حافظ رحمت خاني، امد نامه یې افغاني، پښتو قاموس، غنچه روه، عجایب الغات، ګلچین دیوان، تولد نامه، قصیده برده، روضه الامثال، ریا ضت المحبت او یو شمېر نور د ساري‌ په توګه یا دولی سو.

ډار مسټټر د مخزن الاسلام دمولف د اخون درویزه پنځوس ۵۰ ټوکه کتابونه کښلي دي … په دغو لاسي نسخو کې د د ر وېزه عمر ۱۰۹ کاله ښودل شوی اوداهم په ګوته شوې ده چې نوموړی په ۱۰۴۸هجري کال ومړ او د دغه کتاب مینځپانګه فقي مسایلوته ځانګړې شوې ده.

کلیات فتح شاه په دوه قلمي نسخو کې کښل سوی یوټوک یې ۲۰۹ او دویم ټوک یې ۱۲۷ مخونه لري‌.

په دغه کتاب کې د سوفېیزم په تړاو هر اړخیزه څېړنه شوې ده او ختیځپوهانو دغه کتاب «بحر المسایل» بللی دی.

د دې لاسې نسخې په هر مخ کې ۱۵ کرښې کاږل شوي دي، لیکډول یې نستعلیق او په ۴ ۱۷۸ زکې دمیرزا غلام رضا له خوا د میرزا خان زوی الله داد خان ته لیکل شوی وه.

تاریخ مرصع، د تاریخ مرصع قلمي نسخه، په پنځو ټوکو کې کښل سوې ده ،په هرمخ کې ۱۷ کرښې کاږل سوي دي. مینځپانګه یې د افغانانو تاریخ دی، چې د افضل خان خټک له خوا لیکل سوی چې دی د خوشحال خان خټک لمسی کېږي.

د تاریخ مرصع د لیکلو نېټه ۱۸۷۲کال د اپرېل په ۱۹ مه نېټه، په نسخي nasxi لیکډول په پېښور کې کاږل سوې ده، داکټر بیلو یې د افغانانو تاریخ بولي.

له دې قلمي نسخو دمخه ما په بریټش کتابتون کې یو شمېر پښتو قلمي نسخې راټولې کړې، کار مې پرې وکړ او بیامې د پنځو کالو په موده کې دغه کتاب بشپړ کړ او د «د برېتانیا کتابتونو کې قلمې نسخې» ترسلیک لاندې مې چاپ کړ، چې ۲۲۳ مخونه لري او د ټولو نسخو شمېر یې ۱۷۰ ټوکو ته رسېږي.

کومې نسخې چې مې په اوسني نندار تون کې تر لاسه کړي دی انشا الله ډېر زر به کار پرې شروع کړم .

دقلمي نسخوارزښت په دې کې دی چې تر ډېره بریده مواد یې لومړي لاس پورې اړه لري اوتر ډېره بریده لاسوهنه په کې نه وي شوې. . . که څه هم یوشمېر یاد کتابونه په دغه لړکې تاريخ مرصع لا دوړاندې چاپ شوي دي، خولاسي نسخې خپل ځاې لري.

په ډېر درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب