څرنګه چې یو هیواد په خپلو بچیانو حق لري، دغسې ژبه هم په خپلو ویونکو حق لري چې په خدمت کې یې خولې تویې کړي او د هغې په وده او بډاینه کې ونډه واخلي. که ووایم چې دوې داسې پښتنې کورنۍ هم شته چې که د خوشحال په څېر ووایي:
که د نظم که د نثر که د خط دی
په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
نو مبالغه یې مه بولئ! دا دوې کورنۍ د پښتو په کلاسیک ادب کې د خوشحال خټک او په معاصر ادب کې د استاد صدیق پسرلي کورنۍ دي. خوشحال نه یوازې پخپله د نظم و نثر په برخه کې پښتو ژبه خورا بډایه کړه او د هغه وخت د پرمختللو ژبو په لیکه کې یې ودروله، بلکې یوه علمي او فرهنګي کورنۍ یې هم وروزله، چې وروسته هغوی هم په پښتو ژبه ګڼ شمېر منظوم او منثور اثار په میراث پرېښودل.
همدارنګه د پښتو په معاصر ادب کې استاد پسرلی او د ده کورنۍ داسې ده چې د پښتو ژبې او ادب په غنا کې لوی لاس لري. استاد پسرلي سربیره پر دې چې د “غزلبڼ” په نوم یې یو پنډ د شعرونو کلیات پښتو ادب ته په میراث پریښود، په نثر کې یې هم د “کوچي ملا، کندز په تیره پیړۍ کې، بخملي صحرا…” په څېر ګټور او عالي اثار ولیکل.
پر دې علاوه استاد پسرلي هم د خوشحال په څیر یوه علمي او فرهنګي کورنۍ وروزله، چې نن سبا یې ادبي هڅې او کارونه په پښتو ادب کې د یادولو او ستایلو وړ دي.
“کندز په تېره پیړۍ کې” د استاد پسرلي یادښتونه دي، چې په (2024م) کال کې سروش کتابپلورنځي چاپ کړي دي. په دې یادښتونو کې استاد پسرلی د خپلو مشاهدو په اساس پخواني اجتماعي ژوند ته له مختلفو زاویو نظر اچوي.
یاد اثر د نوموړي د ژوند وروستی منثور اثر دی.
پسرلي صاحب دا یادښتونه په ډېره ښکلې ادبي او انځوریزه ژبه لیکلي دي؛ د لوستلو په وخت یې سړی داسې احساسوي چې استاد پسرلي تر لاس نېولی یم او د یوې پېړۍ پخوا کندز په سیمو مې ګرځوي. په دغو یادښتونو کې استاد د هغه وخت خلک او حالات راباندې ویني او د یوې پیړۍ پخوا انسان په ژوند او تجربو مو ورشریکوي.
د یادښتونو او خاطرو د لیکلو یوه ګټه خو داده چې د تاریخ لپاره خام مواد برابروي، بله دا چې تاریخ تر ډېره کُلي مسایل بیانوي، له جزئیاتو سره کار نه لري. که یې بیان هم کړي دا ځانګړنه پکې نشته چې هغه زمان و مکان مو سترګو ته ودروي. برعکس خاطرې او یادښتونه مو په ډېرو جزیي مسایلو کې شریکوي او د هغه زمان و مکان د لیدلو فرصت راکوي.
ما د افغانستان په تاریخ کې د (1357) شاوخوا کلونو د حالاتو بیان چې هغه وخت په هیواد کې استبدادي نظام حاکم و، د خلکو فردي ازادي نهایت سلب وه، لوستی و، خو د استاد رفیع د هغه دور د یوې خاطرې په لوستلو مې داسې احساس کاوه، لکه زه چې خپله په هغه دور کې اوسېدلی یم. رفیع صاحب هغه وخت په ګل پاچا الفت یوه مقاله لیکلې وه او د همدې مقالې له امله جلا وطن شوی و.
زموږ د تاریخ لیکنې یوه بله ستونزه دا هم ده چې محدود دی او تاریخ د هر چا نه، بلکې د خاصو کسانو لپاره دی.
زموږ تاریخ ځکه کوچنی او محدود دی چې د واک لرونکي ډلې تاریخ پکې شته، مګر د عامو خلکو نشته. د مذهبي علماوو شته، د هغوی د منونکو نشته. د فیوډالانو شته، د بزګرانو نشته. د پوځي جنرالانو دا شته، د عسکرو دا نشته. د فابریکې د څښتانو شته، ولې د مزدورانو یې نشته…
د دې نیمګړتیاوو سربیره په تاریخي معلوماتو پوره باور نه شي کېدلی، ځکه مؤرخ ممکن د هغه وخت د واکمن او حالاتو تر اغېز لاندې وي او څه چې یې لیکلي دي، ممکن د هغوی رضا ته په پام سره یې لیکلي وي. استاد اسدالله غضنفر لیکي:
“د تېر وخت په باره کې ډېر لږ معلومات راپاتې دي او دغه ډېر لږ معلومات هم د زور د خاوندانو په خوښه لیکل شوي دي. هغه څه ته چې موږ تاریخي حقیقت وایو، ممکن بېخي دروغ وي. امیر تیمور به هر ماښام مؤرخان دربار ته وربلل او ورنه غوښتل به یې چې څه یې لیکلي دي، هغه ورته ولولي، که دغه مؤرخان ډېر زړور کسان هم وای، دوی به څه لیکل!؟”
د یادښتونو او خاطرو د لیکلو یوه خوبي داده چې نه یوازې د خاصو، بلکې د عامو کسانو له ژوند سره هم تعلق لري.
بله دا چې د یادښتونو او خاطرو لیکوال چې څه ویني، هغه لیکي. دوی مجبور نه دي چې په خپلو لیکنو کې لاسوهنه وکړي او د ځینو کسانو د رضایت په خاطر په حقیقتونو سترګې پټې کړي. البته ځینې سیاسي کسان ممکن په خپلو یادښتونو او خاطرو کې د شخصي ګټو او خپلې ایډیالوژۍ د سم معرفي کولو په خاطر لاسوهنه وکړي، خو هغه کسان چې تر ډېره په سیاسي چارو کې دخېل نه وي، برطرفه لیکل کوي او د حقیقتونو د پټولو اړتیا نه ویني.
د استاد پسرلي په دغو یادښتونو کې د پخواني ژوند ځینې داسې صحنې ثبت شوې دي، چې لوستونکي له تېرو پېړیو سره وصلوي او دغه راز د اوسني ژوند یو څو هغه شېبې پکې مومو چې خلک په لومړي ځل د نوي تمدن له جلوو سره مخ کېږي. هغه مهال چې هیواد ته تازه بایسکلونه رارسېدلي وو او یو نیم کس به د بایسکل خاوند و؛ د دغو بایسکلونو په اړه د خلکو عجیب او غریب عکس العملونه او د خلکو نا اشنایي استاد پسرلی په یوه یادښت کې داسې بیانوي:
“هغه وخت چې موږ له کندز څخه چاردرې ته کډه وکړه او پر خپلو ځمکو مو واړول، زه به وم د پنځلس، شپاړس کلونو په عمر. زموږ یو خروټی و کتب خان نومېده، په کندز کې یې دوکان لاره، کله کله به زموږ کور ته له ښاره په بایسکل راته. په لاره کې به د نواباد مالدارانو په حیرت ورته کتل، لوی او واړه به ورته راووتل د بایسکل نندارې به یې کولې. حتا په ږیره باندې خلکو به پوښتنې ځینې کولې چې دا شیطانکه(بایسکل) څه شی خوري؟ هغه به ورته ویل پروړه، رشقه او وربشي خوري.
هغوی به لاندې بایسکل ته ځیر شول، د دوی په قول د شیطانکې خوله به یې و نه لیده وبه یې ویل: نو د دې بلا خوله چېرې ده؟ کتب خان به ورته وویل: د ورځې یې خوله بنده وي، څه نه خوري، چې ماخستن شي خوله خلاصه کړي…”
استاد پسرلي په دغو یادښتونو کې په ښکلې او ادبي ژبه د یوې پیړۍ پخوا کندز او د هغه وخت د وګړو په اړه جالبې خبرې کړې دي چې په بیا بیا لوستلو ارزي.
غضنفر صاحب لیکي چې پلار مرحوم به مې دا ارزو ډېره کوله چې کاشکې د سیاسي تاریخ په څنګ کې، د هیواد
د ګوټ، ګوټ اجتماعي تاریخ هم ولیکل شي. که د دغو یادښتونو له لوستلو وروسته یو څوک راپاڅي، د خپل کلي او خپل ماحول اوسنی یا پخوانی اجتماعي ژوند ثبت کړي د “کندز په تېره پېړۍ کې” لیکوال به د خپلې هڅې اجر موندلی وي.