جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهروښانه څېره | اجمل ښکلى

روښانه څېره | اجمل ښکلى

“نازو” د آصف مشال لومړنى چاپ ناولټ دى. آصف مشال همدا تېر کال د کابل پوهنتون له پښتو څانګې نه فارغ شو. زما موخه دا ده، چې تاسو د آصف کمسنۍ، کيسه ليکنې ته نوى راتګ او د دې کتاب پوخوالي ته متوجه کړم. 

  1. تلوسه: د ناولټ پيل د منځ په يوه پېښه شوى، چې نجلۍ د سرک پر غاړه ساتيګا او پرېشانه ولاړه له سوارليو يو ډک موټر دروي. نجلۍ څوک ده؟ ولې سا تيګا ده؟ له کومه راغله؟ چېرته ځي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې د ناول په
    استاد ښکلی

    اوږدو کې پرې لوستونکى پوهېږي؛ خو درېيمګړى راوي له دې ځايه له کيسې سره مل شوى او ليکوال په دې ډول کيسه په بريالۍ تلوسه پيل کړې ده. دا غوټه تر څو پېښو وروسته خلاصېږي، چې پر نجلۍ باندې ورور شکمن دى، چې له يوه کس سره تار لري. تر دې وروسته بيا بله تلوسه پيلېږي او هغه د نجلۍ برخليک دى. ورور به پوهېږي، چې شک يې سم نه دى؟ نجلۍ به چا ته ودېږي؟ که وژني به يې؟ دا هغه پوښتنې دي، چې تر لومړۍ غوټې خلاصېدو وروسته پيلېږي؛ خو پلاټ دومره ساده نه دى، چې د لوستونکي انګېرنې دې په اسانۍ ثابتې يا رد شي. په کيسه کې د نجلۍ نور دعوه ګير هم راپيدا شوي او پلاټ يې پېچلى کړى، ځکه چې کيسه اوس دوه اړخيزه نه، بلکې د څو اړخونو ترمنځ ده او هر اړخ ځان ته څه وايي او له دې سره په کيسه کې کامياب کشمکش پيدا شوى؛ خو کاش چې د هغې کورنۍ چې نجلۍ پرې توره شوې وه، نقش هم رابرجسته شوى واى، ښايي کيسې نوى لورى موندلى واى. په شته بڼه کې کيسه له يوه طبيعي تلوسې برخمنه ده او لوستونکي ته دا اجازه نه ورکوي، چې دا فکر وکړي، چې ليکوال ترې څه پټ کړي.

  2. منظرکښنه: د دې ناولټ بله مهمه فورمي ځانګړنه منظرکښنه ده: “رڼا ورځ وه، ژېړې وړانګې د  موټر پر غټه ښيښه سيخې لګېدې، موتر ختيځ خوا ته روان و، دوه نور کسان کښته شوي وو، د موټروان ګاړګوتي ويښتان لمر ته برېښېدل، شاته يې وکتل، نجلۍ همغسې ناسته وه، لاسونه يې تر زنګنو تاو وو، تندى يې پر زنګنو لګولى و، سونګېده. “

دا يې يوه وړه بېلګه ده، ټوله کيسه تصويري ده. موږ يې د بيان غوندې لولو نه، بلکې د فلم غوندې يې وينو او د دې بېلابېل لاملونه دي: 

يو؛ د يوې پېښې د انځورنې لپاره له عيني انډول نه استفاده کوي. مثلا: داسې راته نه وايي، چې مازيګر و، بلکې د لمر په ژيړو وړانګو کې يې انځوروي او له دې سره لوستونکي ته مازيګر سترګو ته ودرېږي او بيا داسې مازيګر چې نجلۍ پکې له کوره راتښتېدلې او ماښام پرې راروان دى. داسې يوه نجلۍ چې د کور له څلور دېوالۍ وتې نه ده ، شپه به يې چېرته او څنګه وي؟ په بل تصوير کې د موټروان ګاړګوتي ويښتان وينو. ليکوال نه وايي، چې ويښتان يې ګاړګوتي وو، بلکې ګاړګوتي ويښتان يې لمر ته برېښوي او په دې ډول زموږ په ذهن کې د موټروان يو مبهم انځور جوړېږي، مبهم ځکه دى، چې د بدن يو غړى يې انځور شوى. په راروانو صحنو کې وينو، چې د موټروان بريتونه دي، چې پکې خاندي. په ټوله کې موټروان له بڼې ډېر بد نه ښکاري. په واقعي ژوند کې هم ممکن يو سړى له بڼي ښايسته وي؛ خو له چلنده بدرنګ.

دوه؛ د ګشتالت ارواپوهنې له ځانګړنو نه په استفاده، د يوې صحنې ټول جزييات نه وايي، بلکې د پېښو ترمنځ تشې پرېږدي او په دې طريقه لوستونکى منفعل نه، فعال نقش لوبوي او د نيمګړې دايرې غوندې د کيسې صحنه پوره کوي. په پاسنۍ بېلګه کې له موټره دوه کوز شوي کسان د موټر تشوالى راتداعي کوي. ليکوال نه وايي، چې موټر خالي شوى و، بلکې په مجازي لاره راتاوېږي او پر موږ د موټر خطرناک تشوالى ويني، چې يوه ترهېدلې پېغله او يو هوسناک ډرايور پکې ناست دي. په ورپسې تصوير کې وينو، چې نجلۍ همغسې ناسته ده، لاسونه يې تر زنګنو تاو کړي او زنه يې پرې ايښې. دا بېلګه راباندې د نجلۍ وېره او نهيلي حس کوي. که ويلي يې واى، چې نجلۍ وېرېدلې ناسته وه، دا بيان و؛ خو موږ په لاسونو د زنګونو په کلک نيولو او ايښې زنه د نجلۍ د رواني حالت تشه ډکوو، د هغې ترهېدلې سترګې، ژيړه بوګنېدلې څېره او کاواک حرکتونه که څه هم په دې بېلګه کې نشته؛ خو موږ يې وينو. . د دې بله بريالۍ بېلګه هله مخته راځي، چې ليکوال د نجلۍ څېره انځوروي. البته زموږ د کيسو يوه رغښتي ځانګړنه دا ده، چې مظلومه نجلۍ ښايسته او ظالم سړى/ښځه بدرنګ وي؛ لکه بدرنګه نجلۍ چې له ورته پېښې سره نشي مخېداى. په هر حال ليکوال د نجلۍ د ښايست مستقيمه ستاينه نه کوي، بلکې موږ ته ځينې نښې پرېږدي، چې موږ ورپسې ځو، نښې او ټکي يو بل سره يوځاى کوو او د نجلۍ بشپړه څېره ترې جوړوو: ” د نجلۍ پر مخ او غاړه راځوړند ويښتان لړزېدل…نجلۍ مخ ورو پورته کړ، مخ يې ژيړې رڼا ته وځلېده…موټروان خپلو ملګرو ته مخ ورواړاوه، هغوى چوپ وو، نجلۍ ته يې وچې سترګي نيولې وې.”

د نجلۍ راځوړند ويښتان، ژيړې رڼا ته يې د مخ ځلېدل او د خلکو وچې سترګې نيول راته د نجلۍ د ښايست يو رومانتيک انځور راکوي او دا انځور موږ په خپل ذهن کې بشپړوو. وروسته که څه هم د نجلۍ د څېرې دقيقه انځورنه شوې؛ خو ما ته له يو نيم ځاى پرته بېځايه ځکه ښکاري، چې ليکوال پر لوستونکي د نجلۍ خپل جوړ کړى تصوير تحميلوي. که د لوستونکي ذهن يې ازاد پرېښى واى، نو هر لوستونکي به له خپل ذوق سره سم يو جلا تصوير درلوداى. 

درې؛ راوي پکې داسې خپلواکه کامره نه ده، چې تل د کرکټرونو له خوښې پرته پر صحنه وګرځي، بلکې کله د کرکټرونو له سترګو صحنې ته ګوري. په دې سره يوازې صحنه نه ګورو، بلکې د کرکټرونو عواطف او حالت هم احساسوو. مثلا: په يوه صحنه کې د راوي پام هله نجلۍ ته اوړي، چې موټروان وروګوري، چې زنګونه يې په لاسونو کلک نيولي. دلته د موټروان د کتو او د راوي د کتو ترمنځ واټن صفر شوى او موږ د موټروان هوسناک څېره بوږنوي. بل ځاى وينو، چې راوي برجوره کلا هله ويني، چې نجلۍ وروګورئ: “نجلۍ يوه شېبه چورتمنه ولاړه وه، د څنګ تر ښيښې يې وکتل، د برجورې کلا تر بېخ سور ډاټسن موټر راروان و.” دلته د راوي او نجلۍ سترګې يو کېږي او په دې ډول لوستونکى د نجلۍ په سترګو برجورې کلا او سره ډاټسن ته ګوري او هغه بوږن احساسوي، چې نجلۍ يې احساسوي. 

  1. پلاټ: پلاټ يې منسجم او راښکلى دى. په عادي حالت کې پېښې ورو ورو بدلېږي؛ خو چې کله حالت ناعادي شي، پېښې ګړندۍ شي: “ور په زور ټيله شو. کړپ شو، شاته له دېواله سره ولګېد، نجلۍ راووته، ژړل يې، ټيکرى يې نه و، منډه يې کړه، له دهلېز ووته، له شا سړى پسې و، سپينه رڼا يې مخ ته سيخه شوه، په وره کې ودرېد، سترګې يې وبرېښېدې، لاس يې رڼا  ته ونيو….” دا بېلګه ګړندى حرکت ښيي. د دې ناولټ يوه ښېګڼه دا ده، چې پېښې دروي نه، بلکې د اضافي پېښو په لرې کولو، پکې حرکت پيدا کوي. دا ټوله کيسه يوه خوځنده کيسه ده، کرکټرونه پکې متحرک دي او لوستونکى نه پرېږدي، چې په لوست کې يې دمه وکړي. 

په پلاټ کې راغلې پېښې له يو بل سره داسې پېيل شوې، چې لوستونکى يې ترمنځ د علت و معلول منطقي اړيکه درک کولاى شي. په دې طريقه ليکوال کيسه له تصادفه ساتلې او په يوه بريالۍ کيسه يې بدله کړې ده.

  1. کرکټر: دا يو کرکتري ناولټ دى. ټوله کيسه د مرکزي کرکټر پر برخليک څرخي. ليکوال د مرکزي کرکټر مظلوميت، وېره، غم، فيزيکي او فرهنګي چاپېريال دقيق انځور کړي. پر وړاندې يې د ټولنې جبر او د نورو کرکټرونو دقيق تصويرونه هم داسې دقيق دي. 
  2. د “نازو” نوم بسيط نوم دے او د کرکټري کيسې لپاره همداسې نوم مناسب ښکاري، چې لوستونکى د نازو ژوند او برخليک ته تږى کوي. د نازو انا نوم مو ډېر اورېدلے؛ خو انا د يوه واکمن مور وه، چې ځواک يې درلوده؛ خو دا نازو بېواکه او بېکسه ده. په دې ډول د دواړو ترمنځ متضاده اړيکه وينو. يوه مانا ترې دا هم اخلو، چې نازو که هر څومره ځواکمنه وي، بيا هم د نارينه پر وړاندې بېواکه ده، لکه د نازو مور چې د خپل زوى پر وړاندې ده.
  3. له فيمينستي زاويې نه: په پښتني ټولنه کې د ښځې د منفعل او مظلوم حالت رياليستک انځور د نصير احمد احمدي په کيسو کې هم وينو. دا ښه ده، چې هېره شوې ښځه خپلو نارينه وو ته ورياده کړو او ورته ووايو، چې دوى هم انسانان دي؛ خو زما نيوکه دا ده، چې په دې ډول ناولونو کې د ښځو لپاره څه دي؟ که سړي متوجه کېږي؛ نو ښځو ته ګنې د نهيلۍ احساس نه ورکوي؟ ښه نه ده، چې د ښځو د هڅولو لپاره ورته په خپلو کيسو کې فعال نقش هم ورکړو. “نازو” د خپل برخليک د ټاکلو هېڅ واک نه لري. لکه په قبايلي ټولنه کې چې دود دى، په سر کې يې واک له ورور، بيا له موټروان، بيا له ملک او نورو نارينه وو سره وي او دا نارينه يې يوه بل نارينه ته، چې د نازو تربور دى، ورسپاري. په دې ټول ناولټ کې نازو د نارينواک کلچر او نارينه وو له خوا پرله پسې تکليفونه زغمي، نور هېڅ واک نه لري. دا ښه پيغام دى؛ خو کاش چې ليکوال په راروانو ناولونو کې ښځو ته فعال نقش هم ورکړي، چې ښځه د ظلم له زغمونکې سره سره د ظلم د مخنيوي په نقش کې هم ووينو او د پښتنو ښځو لپاره يوه بېلګه شي.
  4. دا ناولټ زموږ د ټولنې دقيق؛ خو سطحي انځور دى. زموږ د کلچر مثبت او منفي اړخونه پکې رابرسېره شوي. پرېکړه يوه اړخيزه نه ده، د خپل کلچر ناسمو خواوو ته مو متوجه کوي او پر مثبتو اړخونو مو مينوي، دا د يوه ځيرک ليکوال کار دى، چې پر کلچر که نيوکه کوي، نو ارزښتمن ټکي يې هم راښيي. سطحي په دې مانا چې د خپل کلچر تر شا راته رواني او ټولنيز لاملونه نه ښيي، تشه څېره راته انځوروي. ښه ده، چې آصف د کيسه ليکنې لپاره د ارواپوهنې، تاريخ او څه نا څه د فلسفې مطالعه ولري، چې پيغامونه يې ژورتيا پيدا کړي او زموږ په درد وخوري، ځکه چې اوس لوستونکى پوښتنه کولاى شي، چې زه د خپل کلچر پر دې ځانګړنه خبر وم، ليکوال د ژوند په اړه زما په تجربه کې څه ورزيات کړل؟ د دې پوښتنې ځواب آصف د تاريخ، ارواپوهنې، کلچر او فلسفې په مطالعه کې موندلاى شي.

په پاى کې به ووايم، چې آصف د “نازو” په ليکلو د کيسه ليکنې د کاله محترم او مهم غړى شو، هرکلى ورته وايو او هيله کوو، چې تر دې به لا درانه ګامونه اخلي. په تګ تګ کې به دا هم ووايم، چې کاش داسې توليدي مرکزونه مو درلوداى، چې له دې ډول کيسو يې ډرامې جوړې کړې واى، خپله ټولنه او خپله ستونزې به مو ليداى، په هندي او ترکي سيريالونو مو څه کول. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب