شاعر: رضا فرمند (۱)
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
د خپل ژوند کړکۍ
د مینې په لور پرانیزي؛
هغه د خپلې ښکلا مالکه نه وه.
مور مې ونشو کړای
د خپل غرور زیږه مرغلره
د تاریخ له خلاص سینګار بکس را واخلي
او د کلیمې په ناپایه هوا کې
ساه وباسي.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
د کلیمې د الماس تیزوالي ته
ځیر شي.
او د نړۍ د ماڼۍ څلي ته
له کلیمې سره
تناب واچوي.
مور مې ښكلې نشوه
مور مې ونشو کړای
کلیمې ته ورننوځي
او د حافظ د غزلو په سپوږمکۍ
د نړۍ ګردچاپیره
وګرځي.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
خپله ستړیا
د کلیمې په چینې کې پریمنځي
او د قهر زهرجنو اوبو يې
آه….
بهر ته لار پراننیسته.
مور مې ونشو کړای
د خپل اندام پر څانګو
یو پسرلی وغوړوي.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
په ورځ کې کښیني
په شپې کې
د کلیمې څراغ
رڼا کړي
او غروب
د یوه جشن په هلهلې کې
پټ کړي.
او د خیال په شپو کې
آه….
د شرابو لار یې نه پیژندله.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
له کلیمې سره عادت وکړي
په هغې کې
آش تکراري شوی و
چای تکراري شوی و
او د ښوروا ایشیدل
تکراري شوی و.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
ـ د کلیمې خول پر سر ـ
خپله ځلانده څیره
د غرور په هنداره کې
وګوري.
مور مې ونکړای شول
له آئینې سره عادت وکړي
او د مُسکا طرحه يې
آه…
د هیڅ شپې او ورځې پر پاڼې
بشپړه نشوه.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
حامله نشي
یا خپل رحم
يوه شپه په پټه
د سپي خوراک کړي.
مور مې ونشو کړای
حامله نشي
یا خپل جنینونه
د نیالګي په شان
يه یوې ګلدانۍ
یا باغچې کې نال کړي.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
حدیثونه او روایتونه
له سره ولیکي
او د لویانو په ټولګي کې
ناڅاپي لیک او لوست زده کړي.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
بل قرآن ولیکي
یا ښځینه خدای وزیږوي
او د خلکو د نادانۍ پیړ پوټکی
د دیګ د سوي کنکري په شان
په سیمي جالۍ او پوډرو پریمنځي.
مور مې ونشو کړای
په ستومانۍ کې
غرمه
د رټې په شان د ورځې له مخې
پاکه کړي
او کور په یوه پوکي
جارو کړي.
مور مې ونشو کړای
زموږ د تن په میتابولیزم کې
لاس ووهي
او عیسی ډوله
په یوې مړۍ ډوډۍ
موږ
ټول کال ماړه کړي.
مور مې ونشو کړای
خپل د پخلي کار
د څو ورځو لپاره پر موږ خرڅ کړي
او له سپما یې
هر چا ته چې وغواړي
تحفه واخلي.
مور مې ونشو کړای
د نړۍ عجیبه منظر
د کلیمې له پنجرې وګوري.
مور مې ونشو کړای
ښځه نه وي
له مورتوبه استعفا ورکړي
او د ملاقات په اوږده کتار کې
پریشانه نشي.
مور مې ښکلې نشوه
مور مې ونشو کړای
جادو زده کړي
چې په قاب
او قاشوغې بدله شي
او زموږ د سترګو نه لیرې
په المارۍ کې
پټه شي.
مور مې ونکړای شول
څانګونه پیدا کړي
او د پخلنځي له پنجرې
یو سهار،
د مرغۍ په شان
وتښتي.
رضا فرمند ایرانی شاعر دی چې په ډنمارک کې اوسي. نوموړی په ۱۳۳۴ لمریز کال د ایراني اذربایجان په تبریز ښار کې زېږېدلی خو له ۱۹۸۵ م کال راهیسې په ډنمارک کې هستوګن دی.