یو مختاړی (هم) دی چې د ستاینومونو په جوړولو کې ورنه کار اخلو، لکه : همراز، همکار، همغږی…. او بل د ربط د حرف په توګه (هم) دی چې استاد رشتین یې په باره کې لیکي:« د دوو جملو د ارتباط لپاره استعمالیږي او څرګندوي چې یو حکم د دوو څیزونو یا یو څیز د دوو حکمونو تر منځ شریک دی، لکه: زلمی هم ناروغه دی او بریالی هم ناروغه دی.»
(هم) په دغه نقش کې چې استاد رشتین بیان کړی ، د (او) غوندې د ربط توری دی. په دې سربیره (هم) د ربط د ګڼو نورو حرفونو غوندې د قید نقش تر سره کوي. په دې لاندې جمله کې (هم) د انځورګر او شاعر دوې کلمې سره وصل کړي دي او د ربط نقش لري:« ومان هم شاعر دی، هم انځورګر.» د (هم… هم) په ذریعه د متضادو معناوو جملې هم سره وصلیږي. خوشحال فرمایي:«هم مې ووژني په خپله هم په ما باندې ژړا کا.» په دې بل مثال کې راغلی (هم ) د زمان د قید نقش تر سره کوي او د ( ورپسې) یا ( له دې وروسته ) غوندې معنا ښندي: « ورځ تېره شوه او ماښام شو. د ماښام ډوډۍ هم وخوړه شوه.»
رحمان بابا فرمایي:
طالبان که مرور هم دي پخلا دي
دلته ( که … هم) په شریکه د ( که څه هم … خو) معنا ښندي او دوې داسې جملې یې سره یو ځای کړي چې د معنا په لحاظ په تقابل کې دي خو د قلندر مومند په دې لاندې بیت کې:
ګلستان که مې په وینو تازه کیږي
هر اغزی دې هم زما په زړه کې مات شي
( هم) د دې معنا په رسولو کې برخه لري چې اغزي دې د بل چا نه بلکې زما په زړه کې مات شي.
(هم) په ګڼو جملو کې د (ان) او ( حتی) معادل دی. استاد الفت لیکي:« هغه شیطاني چلونه چې انسان کشف کړي دي او شیطان هم ورته حیران دی، د ساده ګانو او احمقانو کار نه دی.»
د ( هم) د مختلفو معناوو لټون یو جالب او لازم بحث دی. په دغه لاندې حکایت کې د نجلۍ پلار د ( هم) په مرسته غواړي زمري ته ووایي چې له نجلۍ سره که مشوره کوم ،معنا یې دا نه ده چې یوازې د هغې مشوره به منم، بلکې ته هم په مشوره او وروستۍ پریکړه کې شامل یې.
ميـين زمرى
«نجلۍ ځنګله ته تللې وه چې بوټي وكړي. هورې له لرې زمري وليده،ورباندې ميين شو. نجلۍ، له زمري ناخبره، د بوټو بار په شا كور ته راغله، لرګي يې په برنډه كې كېښودل.
دغه وخت دروازه وډبېده.
پلار يې ورووت. كه ګوري زمرى ولاړ دى. زمري د نجلۍ پلار ته وويل: مه وارخطا كېږه، نه دې خورم، په لور دې ميين يم، ما ته يې راكړه.
سړی چې لږ ډاډه شو، ورته ويې ويل: دا خو اسانه كار دى، كور ته دننه راشئ، خبرې به سره وكړو.
زمرى په سړي پسې كور ته ننوت، په حويلۍ كې ودرېد، ويې ويل: ښه، څه خبرې كوې ؟
سړي ورته وويل: كه دې اجازه وي، له لور سره به مې هم مشوره وكړم، غوټه چې په لاس پرانستل كېږي، غاښونو ته حاجت نشته.
زمري اجازه وركړه. سړى كور ته ننوت، د كور غړي يې په كيسه پوه كړل او ډاډ يې وركړ چې وارخطا كېږئ مه، يوه لاره به جوړه كړم.
وروسته چې حويلۍ ته راستون شو، زمري ته يې وويل: لور مې رضا ده خو وايي چې د زمري له غاښونو او منګولو وېرېږم. كه دغه وباسي!
زمرى چې ميين و، سمدستي يې وويل: ورشه، انبور دې راوړه، ويې باسه!
سړي انبور راووړ، د زمري منګولې او غاښونه يې وايستل او بيا كور ته لاړ چې له لور سره راشي.
خو د لور په ځاى يو غټ کوتک ورسره و او بې غاښونو، بې منګولو زمرى يې په وهلو، وهلو له كوره وايست. »
( هم) ډیرځله له نورو کلمو سره په ملګرتیا د تاکید نقش تر سره کوي، لکه د رحمان بابا په دې بیت کې:
هم په شان د تورو زلفو به پریشان وي
هر چې کاندي انتظار د تورو زلفو
دلته ( په شان) د قید نقش لري او ( هم) د دغه قید د تاکید نقش تر سره کوي.
( هم) له نورو کلمو سره په شریکه ډير ځله د ځانګړي کولو لپاره پکاریږي. رحمان بابا فرمایي:
هم هغه به یې خرمن وي پس له مرګه
هر چه کاندي زراعت په دا دنیا
یعنې بل شی نه بلکې یوازې د دې دنیا زراعت به یې پس له مرګه خرمن وي. د بابا په دې بل بیت کې هم ( همدا غشی) د بل نه بلکې همدې غشي معنا رسوي:
ته چې بل په غشیو ولې هسې پوه شه
چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي
( هم) په ځینو جملو کې د یو شمیر کلمو له حذف کولو سره مرسته کوي او د طنز یا ایجاز یا دواړو باعث ګرځي. د راحت زاخیلي په (شلېدلې پڼه ) کې لولو:« خدای پاک هر سړي او هر څیز ته په خپل ځای بهتروالی او مرتبه ورکړې ده او څه نا څه خوبي یې هم پکې ایښې ده.» دلته په ( هم) کې بدو او منفي اړخونو ته اشاره نغښتې ده.
هسې وایي چې په وریجو کې شګې زیاتې وې. کوربه وشرمېد، مېلمه ته یې وویل: وبخښه، شګې پکې دي. مېلمه چې شګو په تنګ کړی و، کوربه ته وویل: خیر، وریجې هم پکې شته!
که یو څوک ظلم او قتل کوي، موږ ممکن ووایو: دی هم ځان ته انسان وایي! دلته ( هم) د ( حال دا چې انسان نه دی) جملې ځای نیسي.
( هم) مختلف نقشونه لري او د ګڼو کلمو په ترکیب کې شامل دی ( مثالونه: همدارنګه، په همدې ډول، که څه هم، همداراز…). له بلې خوا تاکید او مبالغې ته زموږ میلان د دې سبب شوی دی چې ( هم) د ضرورت تر اندازې وکاروو او دغه ډیر استعمال یې کله نا کله د نثر د بې خوندي او شاید ناسموالي سبب شي.
استاد سید شمس الدین مجروح په خپله یوه مقاله ( د ګل پاچا الفت یادونه) کې لیکي:« ډیره ظریفه طبعه یې لرله. ښې د مزې ټوقې یې کولې خو د ده په ټوقو او ټقالو کې هم ادبي نکات پراته وه او زیاتره یې ادبي طنز و. » زما په ګومان که دلته ( هم) نه وای، مفهوم به لا ښه رسیدلی و.
استاد حبیب الله رفیع لیکي:« تکلونه د هنري ادب یوبل ډول دی. په تکل کې هم معمولا یوه کیسه، پېښه او خاطره رانغښتله کېږي خو د فن له پلوه د لنډې کیسې غوندې چوکاټ او بندیزونه نه غواړي. لیکوال خپله کیسه او پیښه یوازې په ادبي او هنري ژبه بیانوي، نور نو کولای شي خپله عقیده هم پرې ورګډه کړي، نتیجه هم ترې واخلي او مقدمه هم ورته کېږدي خو زیات تکلونه دومره خواږه، خوندور او د لوړې ادبي پایې او سویې درلودونکي وي چې ترلنډې کیسې یې هم اغیز زیات او ژور وي. په دې سربیره په تکلونو کې اجتماعي او فلسفي مضمونونه هم په پخه ادبي ژبه بیانیږي.» په دې نثر کې د (هم) د کموالي امکانات شته چې د نثر ښکلا ورسره زیاتیدای شي. مثلا لومړی ( هم) که وباسو، معنا نه بدلیږي.
دغه راز د انځور صاحب په لاندې جمله کې راغلی ( هم) بې نقشه دی:« کله کله کیدای شي چې زموږ په لومړنیو لنډو کیسو کې ځینې داسې آثار هم پیدا شي چې له ډیرو تخنیکي او هنري اړخونو څخه نیمګړتیاوې ولري.»
ما د روان کال( ۱۳۹۳) په مني کې خپله یوه ژباړه ( د زرو هیندارو کور) یو ځل بیا ولوسته چې دویم چاپ ته یې واستوم. هلته ( هم) څو ځایه غیر ضروري راښکاره شو.
څرنګه چې ( هم) د ربط حرف دی نو په جملو کې که نور حروف د ربط وظیفه تر سره کړي، ممکن ( هم) ته چندان ضرورت پیښ نه شي. مثال:« که دوی چمتو وي، زه هم چمتو یم.» دلته(که) د دوو جملو د وصلولو لپاره بس دی او د ( هم ) نشتوالی مشکل نه پیښوي. دغه راز، څرنګه چې ( هم) ډیر ځله د تاکید لپاره راځي نو که تاکید ته واقعي اړتیا نه وي، له ( هم) او هغو ترکیبونو تیریدلای شو چې ( هم ) پکې شامل دی. مثلا، کیدای شي چې د ( همدغه راز) په ځای ( دغه راز) ولیکو.
په دې لاندې مثال کې چې ( او بل) د ربط وظیفه په ښه ډول تر سره کوي، ( هم) ته ضرورت نه ښکاري:« احمد کابل ته لاړ چې علاج وکړي او بل ځان ته کار هم پیدا کړي.» خو په دا دویم مثال کې (هم) بې نقشه نه دی:« احمد مې ماما دی او بله دا چې خسر مې هم دی.» په وروستي مثال کې ( هم) ځکه پکار دی چې په یوه مفهوم باندې د بل مفهوم د زیاتولو وظیفه تر سره کوي، حال دا چې په لومړي مثال کې د علاج او کار پیدا کولو مفاهیم سره بیل دي. کله چې زه وایم« ومان نه یوازې شاعر بلکې انځورګر هم دی.» د ( هم) په ذریعه د ومان په یوه مهارت باندې بل مهارت زیاتوم. مګر په لاندنۍ جمله کې ( هم) ته ځکه ضرورت نشته چې د ومان په درس ویلو باندې د پوهنتون استادي نه زیاتوم، بلکې دا ویل غواړم چې په مکتب کې درس ویل یې څه کوې چې د پوهنتون استاد دی:« ومان نه یوازې مکتب ویلی بلکې د پوهنتون استاد دی.»
د ( هم) په استعمال کې دقت د نثر د بې خوندي مخه نیسي او له وضوح او دقت سره مرسته کوي.