شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهقانعدرې ښځينه ځوابونه - اِن ډرت/ قانع

درې ښځينه ځوابونه – اِن ډرت/ قانع

مولوي خالص امريکا ته تللی و، په امريکا کې يې ښه ډېر خاطر شوی و. هلته د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند مضبوط او ټينګ حکومت و.

ماته د زابل وکيل نخشو کاکا ويلي و، چې بچيه په امريکا کې اساسي کارونه ټول همدغه ګوند کوي او دا د جمهوريت غوښتونکو ګوند چې دی د امریکا د ملاتیر دی.

هره غټه فيصله چې کېږي، نو د امريکا جمهوريت غوښتونکي يې کوي. رونالد ریګن د امریکا جمهور رييس و. وکيل نخشو کاکا راته ويلي و، چې د سړې جګړې د فتح بيرغ به هم همدا جمهوريت غوښتونکي پورته کوي.

بي بي سي تازه په تازه پښتو پروګرام شروع کړی و، د مهاجرينو په کمپونو کې به خلکو د بي بي سي پروګرام د فرض لمانځه په څېر نه قضا کولو.

آخوا امریکاغږ هم د پښتو پروګرام شروع کړی وو، د افغان جهاد په حق کې د تبليغاتو توپان را الوتی وو. تږي او يوسف زي به د چايو له غوړپ سره روسي ټانکونه تر ستوني تېرول.

د بي بي سي په پروګرام کې خدازده دا خبر خپور شوی و که نه، خو د ناصر باغ او کچه ګړۍ په کمپ کې اوازه خپره شوه، چې د مجاهدينو مشر خالص بابا د امریکا جمهور رييس رونالد ریګن ته د مسلمانۍ دعوت ورکړی دی او ریګن پاچا هم ورته ويلي دي، چې سوچ پرې کوم.

دا خبره په ناصرباغ کمپ کې تر اومکۍ ترور ور رسېدلې وه. د اومکۍ ترور زوی په جهاد کې شهيد شوی وو او دا اصلاً د کابل د ټيزين وه، چې د ناصرباغ په کمپ کې يې کونډې مږور او لمسيانو سره راشن ته اړولی وو.

ما نوی واده کړی و، مېرمن مې په کور کې يوازې وه اومکۍ ترور به سهار په خړه کې د ناصرباغ پر سړک زموږ کره راتلله او ماښام به بېرته کور ته تلله.

يوه ورځ چې د خالص بابا لخوا د امريکا ریګن پاچا ته د مسلمانۍ د بلنې اوازه ګرمه وه، نو مې ورته وويل، چې ترور جانې دا خبره ريښتيا ده، چې خالص بابا د امريکا پاچا ته د ايمان راوړلو ست کړی دی.

ترور ښه ساعت چوپ وه او بيا يې د لاس بټه ګوته له سوک شوي لاس څخه جګه کړه او راته ويې ويل، چې ان ډرت.

د ترور له لنډ او واضح ځواب څخه پوه شوم، چې خلک هېڅکله هم احمقان نشي پاتې کېدلای.

له ترور څخه مې وپوښتل چې ولې؟

راته کړه يې، چې موږ مجاهدين او پاکستان خو ټول د امريکايانو پلټنې يو او لښکرې يو. تا د لښکر سپاهيان ليدلي دي، چې د لښکر قوماندان ته دې ووايي، چې د عسکر حکم ومنه.

له هماغه ورځې راهيسې مې د اومکۍ ترور دغه لنډ خو په پښتو ژبه کې له کوميک کمال او جمال څخه ډک ځواب د ذهن پر هنداره نقش دی.

زه په خپل کورني ژوند کې کله هم تاوتريخوالي ته اجازه نه ورکوم.

مېرمن مې بې سواده مذهبي ښځه ده، چې اوس هم تلويزيون ته په بده سترګه ګوري، که څه هم لوڼې مې په افغان امريکن پوهنتون کې محصلينې دي او زامن مې اولادونه لري.

په کور کې ګردي (ګګره) کوچياني کالي ور اغوندي او ستر د پيغمبر د امتۍ غيرت بولي.

په ديرش پنځه ديرش کاله ازدواجي ژوندانه کې به چې کله هم زما او مېرمنې ترمنځ لفظي مشاجره رامنځته شوه، نو مابه هغه د نارينه توره پرې راوښکله او وبه مې پړقوله، مېرمن به مې راته ګونګه شوه، هېڅ به يې نه ويل.

د نارينه توره به نو دا وه، چې اوښځې همدا اوس ځم او بله درباندې کوم، که مې سباته بن در باندې رانوړه، نو ماته به بيا نارينه نه وايې. بس مېرمن به مې د الله په زور او د اخند بابا په کرامت راته ګونګۍ شوه.

دا پنځه ديرش کاله همدې زوی مړي ګواښ کار ورکړ. د سږ کال د ژمي په سر کې مې بيا لفظي مشاجره ورسره شروع شوه.

هماغه زړه توره مې راوښکله او ومې پړقوله، خو داځل يې کار ورنکړ. ږيره مې تر نيمايي سپينه شوې ده، په کور کې لمسيان راته ګرځي او لادونه ټول ستر شوي دي او مېرمنې مې هم د ګواښ په رګونو کې وينه ونه ليدله او په هماغه کميډي انداز يې چې اومکۍ ترور د ان ډرت خبره کړې وه، راته کړه يې چې ان ډرت.

ما له ځان سره کړه چې قانع ګله بچو خوره ډغرې ، هماغه زړه وسله دې هم له لاسه ورکړه اوس نو خلع سلاح شوې.

که وسله درسره ده، هم د تهديد کار نشي ورکولای. ښځه عاجزه بنيادم دی، خو چې اولادونه يې ستر شي، نو مور او نيا ترې جوړه شي او د پښتنو په فرهنګ کې د زور او قوت پر تخت کښيني، د ادې او انا قوماندانيت تر لاسه کړي.

د وردګانو په اصطلاح کې اشرف غني ته اشرف غيني وايي.

زموږ په ګاونډ کې يوه بوډۍ مېرمن اوسي، چې زموږ په کوڅه کې يې ټول ابۍ بولي.

ابۍ اصلاً د وردګو ده، پرون زموږ کورته راغلې وه، د حکومت لخوا د کابل د اولسو امنيتي حوزو د مشرانو د تبديلۍ خبره يې کوله راته کړه يې چې د اشرف غيني حکومت که کامياب شي، نو والله خو به ټول رشوت خواره ورک کړي، ته وګوره په يوځل يې د حوزو ټول مشران تبديل کړل.

ما ورته کړه، چې ابۍ دا کار يې د مجاهدينو نه دی خوښ شوی او ټول مجاهدين خفه شوي دي. خدا زده که به اشرف غني وتوانېږي، چې د مجاهدينو له رضا او رغبت څخه پرته داسې کارونه په موفقيت سره سرته ورسوي.

ابۍ خپل لاس سوک کړ او بټه ګوته يې پورته کړه، چې مجاهدينو ته ووايه ان ډرت.ش

14 COMMENTS

  1. یاره قانع صیب !ستا د کورنی چاپیریال ته دپوره درناوی سره زه هم د یوي وړی شاني ټوکی اجازه غواړم:د هند وستان هیواد کی انو ملک پدی ډیر مشهور دۍ چی تل خپله خوښه چلوی اود چاپیریال اروایی جا ج نه اخلی ، نو یو خت کی د کپیل شرما دټوکو پروګرام کی یوه سندرغاړی وویل چی زه دا ویاړ لرم چی پوره دری کاله می د آواز او سندرو (موسیقی ) په ډګر کی د انوملک شاګردی کړیده ! ددی خبری په اوریدو سره یو ځلی کپیل شرما وویل وګورۍ دی هنرمند ته! پوره دری کاله یی له انوملک سره تیر کړیدی او لا یی دما غ کارکوی.
    اوس هم هغه زما د ورینداری په دماغ او مغز سل شاباسی او آفرینونه چی ستا سره یی دا پنځه دیرش کاله تیر کړیدی مګر تر اوسه پوری ژوندۍ ده او په غرو نده تللی درڅخه.

  2. حضرت قانع صاحب ته دی الله پاک داسی نوی وسله په لاس ورولی ، چه ټول جنجالونه هغه که دکوروی او یا دبهر په داسی ‌‌‌‌‌‌ډول تر سره کړی چه نه څوک وویروی اونه هم چاته دنوی واده کولو ګواښ وکړی ، چه پایلی یی قانع صاحب تروروستی شیبی ولیدی. خو دوروستیو نورو ګواښونو په لړ کی چه بګیل مړزانو له خوا کله دپغمان دقرغی تپی او نورو ځایونو دغاصیبینو له خوا او کله هم مزار دواکمن او کله هم دملت دخولی دیوی وچی ګولی دتښتونکو له خولی اوریدل کیږی ، داندیښنی وړ دی؟
    خو لکه چه قانع صاحب تاسو دهغه ترورځواب مونږ ته راوښود ، نو اوس به ددی کسانو دپاره هماغه بس وی چه :
    ان درت.
    نن خو عطاکی وویل چه زمونږ سره چه څوګ مشوره ونه کړی نو افغانستان به همداسی په وینو کی لمبیږی؟
    مخکی له دی چه اولس ورته ووایی چه ان درت ، نوموړی ته باید وویل شی چه هغوی چه دکلاب له سمڅو او غارو رابهر او په تخت کینولی ، نو هغوی ته ستا او ستا په شان نور کسان ښه معلوم دی چه کوم بل غارته مو ورګذار کړی.نوموړی په دی بسنه نه کوی په لس سلنه نفوس دی په سلو کی اتیا سلنه واک قبضه کړی او نور هم ملت ته ګواښونه کوی؟
    ان درت

  3. هم ثواب هم خرما،
    هم پښتو ، هم سیاست
    هم ادب هم لږ څه ډب
    مګر پخوانی وسله د له لاسه مه ورکوه اوهمداسی زړور اوسه
    قلم د تاند او هڅاند اوسه

  4. هههههههه، اشرف غني نه خو په ریښتیا دې ورځو کې اشرف غیني جوړ شوی دی، هر څه یی چې خوښه وي کوي یی، خوخدای دې وکړي، چې عواقب یی د ملت په ګټه وي او انشألله چې په ګټه به هم وي.

  5. قانع صاحب! ډيره ښه لیکنه دې کړې. لوستلو یې خوند وکړو. دا د لوڼو نه دی پوښتنه وکړه چې د پوهنتون نوم څه دی. دا افغان امریکن نه دی.. نوم یی د افغانستان امریکایي پوهنتون دی. خو تر ټولو مهمه دا چې د آبئ خبره، دا تش په نامه مجاهدینو ته رښتیا هم چې ان ډرت ویل په کار دي

  6. جناب قانع صیب ډیره مننه په ولله چی ډیر جالب او په زړه پوری مطلب دی لیکلی دی تل آباد او ودان اوسی

  7. یاره قانع صاحب دا انډرت ډیر د مخکی لا باید د ښاغلی اشرف غنی د خوا وویل شوی وای، خوکه اوس یی ووایی هم ښه خبره ده

  8. سلامونه قاتع صاحب ماته اوس جوته سوه چې ستاسو ټنډه ولی لږ توروالی لری دا خو یی د ناصرباغ تودو بادونو وهلی یاست.مننه ستاسی ددی ښکلی لیکنی ځخه ماته مو پخوانی وختونه را یاد کړل. اوس به راشم اصلی خبری ته کله چی مولوی یونس صاحب ریګن ته د اسلام دعوت ورکړ نو هغی خو به هم په زړه کې ویلی وی دا خو به وخت معلوم کړی جی زه به مسلمان شم او که تاسی به د ایمان څخه خلاص کړم. لیکن بد بختانه اوس دواړه مړه دی دا خدای ته معلومه وی چی کوم یو یی ایماندار مړ شوی دی.

  9. محترم قانع صاحب د ښه دی وخندولم د جمعی په ورځ می ستا مضمون ولوست دیر خوند می تری واخیست او دیر یی وخندولم په رشتینا چی که د ټولو مجاهدینو نماینده سیاف ګل او اسماعیل ګل وی دیره ستونزمنه دهی که دوی راضی شی او رضایت یی ترلاسه شی دوی باید تر مرګزی ورځی په د ولایت او وزارت په چوکیو ناست وی

  10. قانع صاحب زه هم حق لرم چه زمونږ به کلی کی يوه تيره شوی قصه وليکم .
    قصه داسی وه چه زه دیر کوچنی وم زما پلاد بيت الله شرېف ته ولاړ اوهلته وفات شو داچه زما پلار دقوم مشر خان او ملک هم وو وروسته دپلاره می دوهم ورور دپلارډنډه په غاړه واخيسته .
    داچه مونږ زميندار او دهقانی دخپلو ځمکو را په غاړه ده نو دځمکی ددهقانانو خخه دوه نفره لګ خه پيش رفته عمره وه .دايو دهقان شه شایسته ځوان زلمی زوي درلوده او دابل دهقان ډيره شايسته پيغله لور درلوده .
    لنده چه دزوی پلار څوځلی خواستګاری وکړه دلور پلار په نه شو.
    دهلک پلارته ئ وويل زه به دوس وم که به می لور درکړم . دهلک پلار هم په ډير قهر په ځواب کی ورته وويل که ماهم ستا لور خپل زوې ته وکړه زه به هم دووس وم .
    خبره يو خو وخته سړه وه داچه هلک او نجلۍ ددوستۍ اړيکی لرلی بیا خبره ګرمه شوه او سره جوړ راغله .
    دنکاح شپه خلق راتو ل کله چه خبره خلاصه شی نو په اخر کی يوه دخير دوعاکوی بیا مجلس ختميږی نو دقومی رسم رواج ،او دمشر په احترام په مشر ږغ کيږی چه خان صاحب دخير دوعا وکړه .
    اصلی مطلب.
    په دغه وخت کی يو سپينګيری توکی زما په ورور ورږغ کړو .
    چه خان صاحب دو عا وکره چه دووس په دووس سره جوړ راغله .
    قانع صاحب غوری او وعدی چه دابه کوم او دا بهکوم, دانه کوم, شرکت سرويس او مشارکتی تجارتی شرکت سهمی دولت جوړوم نه جوړوم ددوآړه اړخه اوريدل کیده پاک با وجدانه ديوی خلی خبری افغانانو باور وکړ.کله چه دوی هدف لاس ته راوړو دچوکی او پيسو ويش او دبی شماره مشاورينو داوومشرانو تر څنګه دوی سره جوړ صرف چل او ول ئ اولسونو ته جوړ کړی وو ترڅو زمونږ ناموسونه دفر خندی په شکل يو بل پسی لوڅ او بر بند بر الا او په شکاره ميدان کی دشرابیانو دپيک کباب وګرځوی .لاس پورته کړی دخير دوعا وکړی چه خدايه ددووسانو دشره مو ناموس په امن کی وساتی .
    نو درت قانع؟
    دووس په دووس سره جوړ راغلی ؟بياهم درت قانع صاحب .

  11. قانع ګله ډیره په زړه پوری لیکنه وه. نه پوهیږم چه د خپل د لوستونکو تبصری کله لولی که نه. یوه پوښتنه لرم. د ان ډرت په وخت که چی لاس سوک کیږی او بټه ګوته پورته نیول کیږی مطلب یی څه دی؟ مهربانی وکړه معلومات راکړه چه په پښتنی کلتور کی یی مانا څه ده ځکه په غربی کلتو کی خو یی مانا د ډیر ښه یا شاباش ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب