سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+موږ ګټلي دي جنګونه

موږ ګټلي دي جنګونه

  شاعر: عبدالباري جهاني                    

له یوه میدانه وزو بل میدان ته ور ګډیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

د نیکه نکل روان وي چي پلار تاو کړي خپل برېتونه

لا د پلار کیسه توده وي چي زوی خپل کوي نکلونه

ماشوم ویني په قلا کي توري، غشي، توپکونه

له یوې توري تر بلي د منزل پر لور خوځيږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

نه منزل چاته معلوم دی چیري ځو پر کومه لار ځو

د نیکه وصیت مو خوښ دی که پر لاره به د پلار ځو

پر خپل ځان باندي تاویږو بس په رسم د پرکار ځو

چي منزل له ټولو ورک وي کومي لاري ته سمیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

د سړیو غلبلې سي انګولا سي د لېوانو

په تیاره کي ټکهار سي پلټن راسي د ښکاریانو

سهار ډکه هدیره سي له زلمیو شهیدانو

قوماندان وايی بری دی ځو پر لنډه لار رسیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

نوې ورځ نوی هیواد سي نوي نوي پلټنونه

نوې لار نوی قانون سي نوي نوي بیرغونه

وايي مات مو خاینان کړل اوس به تښتي تور مخونه

بس همدا مو وروستی جنګ سو په بري به هوسیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

چي خالق یو پیدا کړي پر کهاله د انسانانو

زموږ فطرت یې دی جوړ کړی له پسونو له لېوانو

د لېوه له داړو تښتو تر چړو د قصابانو

یا غازیان یا شهیدان یو په دې دوه نومه نازیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

چي هر نوی کفن کښ وي موږ لاس پورته په ښرا یو

د زړو کفن کښانو د نیکونو په دعا یو

له ازله تر ابده په همدې رنځ مبتلا یو

نه حبیب سته نه طبیب سته نه له دې رنځه جوړیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

زموږ په برخه چي راغلې دښمني او عداوت وي

چي په خټه مو اغږلي ناپوهي او جهالت وي

ورور په وینو لمبولی نښانه د شجاعت وي

د خیالي رباب شرنګی دی تر قیامته په غولیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو

هر ګړی نوی شهید وي هر ساعت د کونډو ساندي

هره ورځ لکه پسونه کبابیږو لاندي باندي

موږ به فخر په تاریخ کړو پرېږده زوړ غلیم دي خاندي

د میوند لنډۍ به وایو له تاریخ سره نڅیږو

موږ ګټلی دي جنګونه تر ابده به جنګیوږ

چي تر څو  دا جهالت وي چي تر څو همدغه قام وي

چي په زړو کي دښمنۍ وي چي له وروره انتقام وي

شمله جګه وي ور پاته د وختونو به غلام وي

نه بیرغ نه به قانون وي نه پر نوم سره جوړیږو

موږ ګټلي دي جنګونه تر ابده به جنګیږو.

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل شلمه، ویرجینیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب