کتاب: د بدلون پر لور
لیکوال: رحمت شاه فراز
ژبه د انسانانو ترمنځ د اړیکو او ارتباطاتو رامنځته کولو وسیله ده. د انسانانو ترمنځ هر ډول ټولنیزې، سیاسي، فکري، عقیدوي، مذهبي، توکمیزې او قومي اړیکې د ژبې په تار تړلې دي. د دوو بېلو ژبو د وګړو په منځ کې تر هغو پورته یادې اړیکې په سم او اغېزمن ډول نه شي رامنځته کېدای، تر څو چې د یو بل په ژبه پوه نه شي. په حقیقت کې د پورته یادو ټولو اړیکو اساس له ذهن څخه را ټوکېږي، او ژبه انساني ذهن ته محسوس حالت ورکوي. د دې لپاره چې د دوو وګړو ترمنځ د پورتنیو اړیکو سرچینه (ذهن) له یو بل سره په تماس کې شي، اړتیا ده چې له دواړو خواوو څخه دا سرچینه په داسې ډول د یو بل په وړاندې کېښودل شي چې د دواړو لپاره د فهم وړ وي، د دې کار یوازینۍ لار (ژبه) ده.
په دې ځای کې د ژبو په ځینو اړخونو لنډې خبرې کوو. پیل يې د ژبو په پیدایښت کوو:
۱- د ژبې پيدايښت:
د الهامي ادیانو له مخې د ځمکې پر سر لومړنی انسان آدم (ع) وو. د الهامي ادیانو کتابونه دا ټوله پېښه په دې ډول بیانوي چې د دې نړۍ خالق، آدم (ع) په جنت کې خلق کړ. ورپسې حوا (ع) پيدا شوه. د دوی دواړو د یوې تېروتنې له امله دوی دواړه له شیطان سره یو ځای له جنت څخه وشړل شوو. او د ځمکې په سر انساني ژوند پیل شو. په ځینو کتابونو کې د ځمکې د پیدایښت کلونو ته هم اشاره شوې. د عیسویانو یو پاپ (آرچبشپ اُشر) تر دې اندازې وړاندې تللی چې د لومړني انسان د پیدایښت نېټه يې له میلاد څخه ۴۰۰۴ کاله وړاندې، د اکتوبر په نهمه، د سهار په ۹ بجې په ګوته کړې. او دا یوازې د یوه پاپ تبلیغ نه، بلکې د کمبریج یونیورسټي د نایب چانسلر، ډاکټر لایټفوټ له خوا هم یاده نېټه تائید شوې. (د برټرنډ رسل اثر ((دین او ساینس))، ۵۲ مخ)
په دې کتابونو کې د آدم (ع) له را شړل کېدو دمخه یوې پېښې ته هم اشاره کېږي. پېښه دا وي چې الله تعالی ټولې پرښتې او پېریان راټول کړي، او ځینې څیزونه یې مخې ته کېږدي. لومړی له پرښتو څخه وغوښتل شي چې د دې څیزونو نومونه واخلي، خو پرښتې عاجزې پاتې شي. بیا آدم (ع) ته د ورته کار امر وشي، آدم (ع) د الله تعالی د ورکړي علم په اساس د هغو څیزونو نومونه واخلي. له دې پېښې څخه د مذهبي پوهانو استدلال دا دی چې آدم (ع) په ټولو ژبو پوهېده او هماغه وو چې د نړۍ ټولو شیانو ته یې نومونه ورکړي. خو د لیکوال په فکر دا یوازې قیاسونه دي او هېڅ علمي بنیاد نه لري. آدم (ع) د نورو پیغمبرانو په څېر یو پیغمبر وو. خو دا چې لومړنی انسان وو او انساني نسل د ده (او حوا ع) له وجود څخه رامنځته کېدونکی وو؛ او ښکاره ده چې د پیغمبرانو یو ستر رسالت خپل قوم ته د الله تعالی پیغام رسول وي، او د پیغام رسولو لپاره ژبې ته اړتیا وي، نو آدم (ع) هم د همدې اړتیا له مخې د نورو پیغمبرانو په څېر یوازې په یوه ژبه پوهېده او په هماغه ژبه يې خپل ذریت ته د اسلام تبلیغ کاوه. هغه ژبه کومه وه؟ هغه ژبه تر کوم وخته پاتې شوه؟ ښه به وي چې د دې پوښتنو د ځوابونو لپاره د علم او ساینس پرمختګ ته په تمه شو چې د دې پوښتنو تر ځوابه رسېدلی شي او که نه؟
په دې کې هېڅ شک نشته چې لومړنۍ ژبه انسان ته د الله تعالی له خوا ورکول شوې. له هغه وروسته د نړۍ ټولې اوسنۍ ژبې (د عربي په شمول) د انسان د عقل او فکري ځواک زېږنده دي. په انسان کې د ژبو رامنځته کولو شعور او د ژبې له لارې د افهام او تفهیم کولو وړتیا د الله تعالی له خوا ایښودل شوې. خو د ژبني پروسس نور ټول مراحل د یوې ژبې کلمات، محاورې، تحولات، تغییرات، د ژبې په شفاهي او غیر شفاهي بڼو اوښتل را اوښتل، نحوي او صرفي قواعد وضع کول، او داسې ګڼ اړخونه د انسان په اختیار کې ورکول شوي. یوې ژبې ته پراختیا او وده ورکول، د هغې د بډاینې لپاره کار کول، او داسې نورې چارې په ټوله کې د هغې ژبې په ویونکو پورې اړه لري او دا ټول انساني کارونه دي. د همدې اصل له مخې د نړۍ ډېری اقوامو خپلې ژبې د لوړتیا هسکو ته رسولې او وروسته پاتې ملتونو د خپل علمي او فکري شاته والې له کبله خپلې ژبې د ځوړتیا کندې ته غورځولې.
۲- زموږ د هېواد ملي ژبې:
د ملي ژبې اصطلاح پخپله تنګه دایره کې د هر قوم د ژبې لپاره کارول کېدی شي. د بېلګې په ډول پشه يي ژبه د همدې قوم لپاره یوه ملي ژبه ده. خو په اوسني وخت کې د ملي یا په انګرېزي کې د national کلمې معنا پراخه شوې. د دې ترشا یو تاریخي لامل لوی لاس لري. کله چې نړۍ د ملتونو د خپلواکۍ اصل ومانه، نو له هغه وروسته نړۍ په ملي مملکتونو (nation states) ووېشل شوه. له دې نېټې وروسته، ملتونه د مذهب، نسل، رنګ، ژبې او یا پر کوم بل اساس نه جوړېدل، بلکې د یوه ملت د جوړېدو اساس و بنسټ پخپله هېواد شو. په دې اساس، په افغانستان کې د ګڼو ژبو، نسلونو او رنګونو د شتون سربېره هم د دې هېواد هر وګړی افغانی ګڼل کېږي، په همدې ډول ایرانی، جرمنی او امریکايی… دا چې ټول قومونه او پرګنې تر یو نوم او یو بیرغ لاندې راټول شوي، نو د دوی لپاره ژبه هم یوه وټاکل شوه او دا ژبه يې ملي ژبه ګڼل کېږي. یعنې دا به هغه ژبه وي چې په نړۍ کې به د دې ملي مملکت استازیتوب ورباندې کېږي. دا بېله خبره ده چې هر قوم خپله ژبه هم د سیمه ییزې ژبې په توګه پاللی شي او د هغه هېواد د دولت یوه دنده دا هم وي چې د نصاب په کتابونو کې د هغوی ژبې ته هم برخه ورکړي، خو دا کتابونه به یوازې د هغوی په سیمو کې لوستل کېږي، نه په ټول هېواد کې، ځکه چې د ټول هېواد ملي ژبه یوه وي.
دا خبره به لږ لا روښانه کړو. دا مهال چې هر کله له یوې پدیدې سره د ملي، قومي یا national کلمه یادېږي، نو دا په حقیقت کې ګڼې معناوې لېږدولی شي:
یو، دا ژبه یا بله هره پدیده د دې هېواد د یوې سترې پرګنې یا اکثریت پورې اړونده ده.
دوه، که خبره د ژبې وي، نو بیا هغه ژبه د یوه هېواد ملي ژبه ګرځي چې له نورو ژبو څخه ډېره بډایه، لمن يې ډېره پراخه، له علمي او څېړنیز اړخه ډېره شتمنه، او په ټوله کې د یوه هېواد ډول ډول اړتیاوې د نورو ژبو په پرتله په ښه ډول پوره کولی شي.
د دې ترڅنګ نور ګڼ لاملونه هم کېدی شي چې یوه ژبه د ملي یا قومي ژبې کېدو ویاړ خپلوي.
زموږ په هېواد کې د دېرشو شاوخوا ژبې دود دي. په دې کې دوه ژبې (پښتو او دري) د ملي ژبو په توګه غوره شوې. په یادو ژبو کې پورتنۍ دواړه ځانګړنې وجود لري او له همدې کبله د ملي ژبو حیثیت يې غوره کړی. په دې معنا چې پښتو او دري دواړه د دې هېواد هغه ژبې دي چې د نورو ژبو په پرتله يې ویونکي زیات دي؛ او بل دا چې د یوه هېواد اړتیاوو ته په کتو دواړه ژبې خپل رول په ښه ډول لوبولی شي.
پښتو او دري دواړه اوږد تاریخ لري، او د دواړو ژبو د ریښو په اړه د ژبپوهانو او مؤرخینو ترمنځ ګڼ اختلافات او نظریات وجود لري، او تر اوسه پورې داسې نظر نه دی وړاندې شوی چې د علم او عقل په میزان کې وزن او وقعت ولري. په آر کې دا په علمي او څېړنیز ډګر کې زموږ ناړامي او سستي په ګوته کوي. خو داسې هم نه ده چې دا ډګر له څېړنو بیخي تش پاتې دی، بلکې ډېرو لویو مؤرخینو او ژبپوهانو په دې برخه کې بې ساري ګامونه پورته کړي او هر کار یې په خپل ځای کې بلها ښېګڼې لري.
پښتو او دري زموږ په ټولنه کې د دوو خویندو په څېر اوږه په اوږه روانې وي. زموږ د هېواد کابو هره پاڼه، د نصاب کتابونه، دولتي اسناد، مکتوبونه، لایحې، قوانین، نږدې هر څه په دواړو ژبو خپرېږي. په هغو ولایتونو کې چې د پښتو و دري په ځای یوه بله ژبه دود وي، هلته بیا د ملي ژبو تر څنګ د هغه ځای سیمه ییزه ژبه هم د نصاب برخه ګرځي.
د دواړو ملي ژبو ویونکي د خپلې ژبې د بډاینې او ودې لپاره پراخه زیار او زحمت وباسي. د دواړو لورو ترمنځ ښه سخته سیالي روانه وي، آن کله نا کله دا سیالي په یوه ژبني او قومي تعصب هم بدله شي. هر لوری غواړي چې ژبه يې د دا بل لوري په پرتله په هېواد کې زیاته دود او پلي شي. که له دولتي ادرسه یو اعلان په یوه ژبه چاپېږي، نو د بلې ژبې ویونکي سملاسي د نیوکې غږ پورته کوي او کله نا کله خبره تر مظاهرو پورې رسېږي. دا کار په آر کې له خپلې ژبې سره مینه او یا د یوې ژبې د بډاینې لپاره نه کېږي، بلکې تر ډېر بریده د دې تر شا ژبنی، قومي او فکري تعصب او یا د ځینو نورو کړیو او اسبابو لاس وي. د دې یو بل لامل دا وي چې کله د ژبې اصلي دنده چې افهام او تفهیم او د پیغام رسول ده، له یاده وایستل شي او له ژبې څخه د تعصب یو توکی جوړ شي، نو هله هم په ټولنه کې همداسې غبرګون راولاړېږي.
۳- د دري او پښتو ترمنځ روان کړکېچ:
له تېرو څو لسیزو راهیسې زموږ هېواد له همداسې یوه کړکېچ سره مخ دی. د کړکېچ کلمه به ډېره نرمه او ساده وي، که د دې په ځای د (جنګ) کلمه وکارول شي، نو زیاتی به نه وي شوی. د دې کړکېچ په رامنځته کولو کې دواړه لوري پراخ لاس لري. خو د پښتو ژبې ویونکي (پښتانه) بیا ځان د دې کړکېچ تر ټولو زیات قربانیان ګڼي او دا له مقابل اړخه یو تعصب ګڼي چې د دوی ژبې ته پام نه کوي او ارزښت نه ورکوي. کابو هر پښتون له دې سر ټکوي چې له پښتو سره تعصب کېږي؛ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په پښتو ژبه تدریس نه کېږي؛ دولتي اسناد، مکتوبونه، عریضې، لایحې او داسې نور په پښتو ژبه نه وړاندې کېږي؛ دولتي مامورین په پښتو ژبه نه پوهېږي او پښتانه مجبور دي چې په دري ژبه یو مکتوب یا عریضه ولیکي؛ په رسنیو کې د پښتو ژبې خپرونې نشته؛ په ټولنه کې دري ژبې له پښتنو سره په پښتو ژبه خبرې نه کوي او پلمه يې دا وي چې: «په پښتو نه پوهېږم»؛ او داسې نور ډېر ګڼ شکایتونه اورېدل کېږي.
د وروسته پاتې ټولنو د وروسته والي یو تر ټولو لوی لامل دا وي چې هر وګړی یې د ځان لپاره کار کوي. د دې پرخلاف، د پرمختللو ټولنو هر وګړی هر کار د خپلې ټولنې د پرمختګ او ودې لپاره کوي. په پرمختللو ټولنو کې دا فکر هډو وجود نه لري چې پلانی کار د ټولنې پلاني قشر یا پوړ کړی نو دا یوازې په هماغه قشر پورې اړوند ده، بلکې د پرمختګ او ودې هره کړنه د ټول هېواد لپاره ګټوره او مفیده بولي. خو په وروسته پاتې ټولنو کې د ځانځانۍ فکر ژورې ریښې کړې وي. همدا فکري مغالطه زموږ په ټولنه کې د ژبو په اړه هم دود ده او همدې یوې مغالطې زموږ ټولنې ته پرېمانه زیانونه اړولي دي:
۱- د همدې فکر له مخې زموږ په ټولنه کې هر دولتي مکتوب، لایحه، قانون، او داسې ډېر نور څه په دوو ژبو لیکل کېږي او خپرېږي چې زموږ د ټولنې لوی بشري ځواک يې بوخت کړی، لګښتونه يې زیات کړي، وخت ورباندې ډېر ضایع کېږي او داسې نور.
۲- د همدې یوې فکري مغالطې له امله زموږ په هېواد کې هر کتاب دوه ځله ژباړل کېږي. که یو کتاب دري ته وژباړل شي (چې ډېری کتابونه لومړی دري ته ژباړل کېږي)، نو یو پښتون دا تر ټولو لویه فریضه ګڼي چې اوس يې پښتو ته هم وژباړي. حال دا چې په همدې وخت، بشري انرژي او لګښت، پښتون یا دري ژبي ژباړن کولی شوی چې خپلې ټولنې ته یو بل کتاب را وژباړي. او یوازې د خپل قوم او ژبې د بډاینې د فکر پر ځای يې کولی شوی چې ټول هېواد ته د علم له بحر څخه یوه بله لپه را پورته کړي. په پوره ډاډ ویلی شو چې هر هغه کتاب چې پښتو ژبې ته ژباړل کېږي، هغه مخکې له مخکې څخه په دري ژبه کې شتون لري او دې ته هېڅ اړتیا نه وي چې هغه کتاب بېرته د همدې قوم لپاره وژباړل شي.
۳- همدې یوې مغالطې زموږ ټولنه له لوی انتشار او ګډوډۍ سره مخ کړې. په ټولنه کې يې د تعصب، کینې او حسد په څېر ناوړه، انسان وژونکي او د ټولنو ویجاړوونکو عناصرو ته وده ورکړې او ورځ تر بلې د چینجيو په څېر دا ښېرازه ونه له منځه کمزورې او نازکه کوي.
او داسې نورې ګڼې ناوخوالې دي چې یوازې له همدې یوې فکري غلطۍ څخه را پورته کېږي. ځینې وګړي بیا استدلال کوي چې که داسې ونه کړو نو زموږ ژبه له منځه ځي او مري او د نړۍ پر مخ به يې نوم او نښان هم پاتې نه وي! دا خبره رښتیا ده چې که یوې ژبې ته علمي کار ونه شي، علمي او ساینسي اثار ورته را ونه ژباړل شي نو خامخا یوه ژبه د مرګ خولې ته غورځي! خو د ژبې د ژوندۍ ساتلو لپاره هېڅ اړتیا نشته چې یو کتاب چې له وړاندې څخه لا د هېواد په ملي ژبه ژباړل شوی دی، بیا ځلې وژباړو. د یوې ژبې د ژوندۍ کولو پر ځای پکار ده چې یو قوم او ملت را ژوندی کړی شي. د یوه کتاب له ژباړلو دمخه به دا څېړنه څومره وخت ونیسي چې آیا دا کتاب له پخوا څخه په بله ملي ژبه کې شته او که نه؟ که وي نو عقل ته ډېر نږدې او د هېواد په ګټه همدا ده چې پر هماغه بسنه وشي او که نه وي نو بیا دې وژباړل شي.
په دې ځای کې به پورته یاد شکایتونه له علمي او عقلي اړخه تحلیل او تجزیه کړو او وبه ګورو چې تر کومه بریده هغه شکایتونه پر ځای دي؟ او ترڅنګ به يې د لیکوال د فکر له مخې د دې شکایتونو د حل په موخه ځینې وړ او بدیل لارې چارې هم په ګوته کړو:
۱- په پوهنتون یا ښوونځي کې یو زده کوونکی د دې حق نه لري چې د استاذ د ژبې په هکله شکایت وکړي، هغه هم په داسې حال کې چې استاذ د هېواد په یوه نه یوه ملي ژبه خبرې کوي. دا په حقیقت کې د استاذ او شاګرد ترمنځ د تفاهم او همغږۍ یوه چاره ده. پکار ده چې دا ستونزه د دواړو لورو په هوکړه هواره شي. اخر، د یوه خارجي ژبي استاذ څخه د زده کړې لپاره یا هغه زده کوونکي چې له هېواد څخه بهر زده کړه کوي، هغوی خو هم پردۍ ژبې زده کوي. هغه مهال خو دا شکایت هېڅ کله نه کېږي چې یو انګرېز، ترکی، هندی او یا جرمنی استاذ په پښتو یا دري ژبې ولې تدریس نه کوي او یا دا زموږ مورنی حق دی؟ په پردیو هېوادونو کې د زده کړو لپاره پردۍ ژبې زده کوو، نو همدا کار ولې دلته نه کوو؟ که یو ښوونکی په پښتو ژبه تدریس نه شي کولی او په دې پوهېږو چې په دې برخه کې په ټول هېواد کې له هغه بل تکړه ښوونکی نشته، نو ولې د دري ژبې په زده کړه لاس نه پورې کوو؟ او که بیا وي، نو بیا هېڅ دې شکایت ته اړتیا نه لرو، په ډېرې اسانۍ کولی شو چې د خپلې خوښې او مورنۍ ژبې ښوونکي ته کېنو او زده کړه ترې وکړو. که موخه له یوه ښوونکي څخه د علم او پوهې ترلاسی وي، بیا نو یوه ژبه د ځان لپاره خنډ ګڼل یوازې یوه بانه کېدلی شي.
۲- د ژبې – هغه که هره ژبه وي – اصلي موخه د پیغام رسول او خپلو افکارو ته د انتقال وړ جامه ورکول ده. له ژبې څخه د تعصب او تبعیض یو عنصر جوړول، یو ډېر ناوړه او غیر انساني عمل دی. زموږ په ټولنه کې دا ستونزه ډېره عامه ده چې د تعصب له امله د یو بل په ژبه خبرې نه کوي، حال دا چې د دواړو خواوو دواړه ژبې زده وي. او ډېری وختونه پر همدې لویې، لويې شخړې او لانجې را پورته کېږي. که وګورو دا هېڅ د لانجې وړ خبره نه ده، هر کله چې یو پښتون او دري ژبی له یو بل سره مخ کېږي، نو دوی کولی شي له لاندې درې حالتونو څخه یو یې غوره کړي:
الف) که پښتو ژبی په دري پوره پوهېږي او یا لږ، لږ پوهېږي، نو د یوه مهذب او ټولنیز انسان په توګه پکار ده چې له هر ډول تعصب پورته له هغه کس سره په دري ژبه افهام او تفهیم وکړي. او دا ټکی په ذهن کې کلک وساتي چې زموږ اصلي نېکمرغي او هوساینه په سم او غوره ډول د پیغام په رسولو کې ده، نه پخپله ژبه باندې په تعصب کولو کې.
ب) که دري ژبی په پښتو پوره پوهېږي او یا لږ، لږ پوهېږي، نو بیا ده ته پکار ده چې یوازې د خپل پیغام په رسولو فکر وکړي، او کوښښ دې وکړي چې د خپل پیغام په رسولو کې له تر ټولو غوره کلماتو او جملو څخه کار واخلي.
ج) که دواړه د یو بل په ژبه سم پوهېږي، خو حالت داسې رامنځته شي چې پښتو ژبی په پښتو پیل وکړي او دري ژبی په دري ژبه خبرې پیل کړي، نو باید په ورین تندي دې حالت ته غاړه کېښودل شي. دواړه لوري دې په خبرو کې یو بل ته درناوی وکړي. له یو بل څخه دې د ژبې د بدلولو – په ټینګار – غوښتنه نه کوي، بلکې د نړۍ د مهذبو انسانانو په څېر دې د یو بل د پوهولو او پوهېدلو چاره سرته ورسوي.
۳- باید په دې پوه شو چې د یوه قوم ژبه هغه مهال بډایه کېږي چې هغه قوم وده او پرمختګ وکړي. د یوه قوم پرمختګ په علم او پوهه کې دی. کله چې یوه ټولنه له علمي او اخلاقي اړخه عروج ته رسېدلې وي، نو هغه مهال د هغه قوم ژبه هم بډایه کېږي، بیا هغې ژبې ته د نورې نړۍ هم پام کېږي، او بیا ټوله نړۍ د خپلې علمي تندې د خړوبتیا لپاره همدې ژبې ته مخه کوي. خو که یو قوم له علمي او اخلاقي اړخه په پستۍ او ځوړتیا کې وي، نو لومړی خو د هغه قوم ژبه بډایه نه شي کېدی، او بیا که هغه ژبه ډېر ښه اثار هم ولري، د قوم په پرمختګ او وده کې هېڅ رول نه شي لوبولی. د ژبې بډاینه د یوه قوم په پرمختګ کې هېڅ ډول رول نه شي لوبولی، بلکې د یوه قوم پرمختګ او وده، یوې ژبې ته د نړیوالې ژبې تاج ور په سر کوي. د دې یوه ښه بېلګه عربي ژبه ده. په نړۍ کې تر عربي بډایه ژبه نشته، د نحوي، صرف، د لغاتونو د زېرمې، د ادبي پنځونو او فن پارو له اړخه هېڅ ژبه له عربي سره د سیالۍ جوګه نه ده، خو د دې ژبې بډاینې د دې اقوامو په پرمختګ کې هېڅ رول نه دی لوبولی. او نن ورځ تاسو ګورئ چې عربي نړۍ له څه ډول زوال او ځوړتیا سره مخ ده؟ او د همدې اقوامو د وروسته پاتې والي له امله د عربي په څېر شتمنې او درنې ژبې هم خپل اثر له لاسه ورکړی دی.
کله چې یو قوم په علمي او ساینسي ډګر کې زیار او زحمت ویستل پیل کړي، نو هغه مهال اړینه وي چې د قلم څښتنان را پورته شي او خپلې علمي لاسته راوړنې او اختراعات خوندي کړي. په دې وخت کې یو پښتو ژبی کولی شي چې په پښتو ژبه اثار او کتابونه ولیکي، دري ژبی پخپله ژبه؛ او همداسې د بلې هرې ژبې ویونکی تر خپل وسه خپلې ژبې ته خدمت کولی شي.
د دې پرعکس، که موږ خپل ټول تمرکز د ژبې بډاینې ته واړوو، نو هغه څه دي چې موږ يې خپلې ژبې ته ورکولی شو؟ آیا د یو څو پښتو/دري ناولونو او شعري ټولګو چاپول، د دولتي مکتوبونو او لایحو په پښتو/دري ژبو چمتو کېدل او داسې نور زموږ ژبه بډایه کولی شي؟ او آیا له علم څخه د لریوالي لپاره دا یوه حقیقي او عقلي پلمه کېدی شي چې موږ د خپل ښوونکي په خبرو نه پوهېدو؟
۴- د پښتو ژبې کره کول:
په دې ځای کې بحث یوازې پښتو ژبې ته ځانګړی کېږي او دري ژبه ترې بېلېږي، ځکه تر اوسه پورې دري ژبه له دې ستونزې سره نه ده مخ شوې. په دې هیله چې په راتلونکي کې هم ورسره مخ نه شي.
د نړۍ ټولې ژبې د یوې ژبې زېږنده دي. د وخت او حالاتو له مخې په هره ژبه کې بدلونونه او تغییرات رامنځته شوي، او هرې ژبې ځان ته یو مستقل نظام خپل کړی. خپله خبره به په یوه بېلګه کې څرګنده کړو: په لومړیو کې انساني ټولنه د مچیو یوې ځالې ته ورته وه. ټول انسانان پکې ګډ اوسېدل، شمېر يې کم وو او په یوه ژبه يې خبرې کولې. کله چې د دوی په شمېر کې زیاتوالی راځي، نو له یو بل څخه لرې کېږي، لرې، لرې ځایونو ته رسېږي، ترمنځ يې واټن ډېرېږي، او هره ډله د ځان لپاره نوې ځالې (ټولنې) جوړوي. هره ډله د مچیو د یوې مستقلې ډلې په توګه خپل ټولنیز، اقتصادي او سیاسي نظام رامنځته کوي. ښکاره ده چې هر ډول نظام د یوې سیمې د طبیعي او فطري جوړښت له مخې رامنځته کېږي، په همدې اساس انساني ټولنې هم له بدلونونو او تغییراتو سره مخ کېږي. له همدې سره، د هرې ټولنې په ژبه کې هم توپیر رامنځته کېږي. هر قوم له خپل تمدني، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، علمي، اخلاقي او عقیدوي پرمختګ، ودې او بدلون سره سم په ژبه کې هم تغییرات رامنځته کوي. نوي وسایل او توکي رامنځته کېږي، هغو ته نومونه ورکول کېږي. نوي افکار او تصورات را پورته کېږي، د هغوی لپاره په ژبه کې نوي تعبیرات را پیدا کېږي او په همدې ډول په ژبو کې تنوع او ګڼوالی رامنځته کېږي.
ولې په ډېری ژبو کې ورته کلمات لیدل کېږي؟ د دې لامل دا دی چې ټولې ژبې له یوې ژبې څخه زېږېدلي دي. او دا په حقیقت کې داسې ده لکه له یوه مور او پلار څخه چې ګڼ نسلونه رامنځته شي؛ که څه هم د لومړني مور او پلار ډېری خواص په راتلونکو نسلونو کې له منځه لاړ شي، خو په هر نسل کې د هغوی DNA په ډېرې اسانۍ موندلی شو. په ژبو کې هم ځینې، ځینې مشابهتونه په نورو نسلونو کې له ګڼو توپیرونو سربېره د مشابه DNA د شتون په څېر ده.
دلته یو بل ټکی هم مهم دی. داسې نه ده چې هرې ټولنې په مستقل ډول خپله ژبه پراخه کړې، بلکې هرې ژبې د لغاتونو د زېرمې د زیاتوالي لپاره له نورو ژبو څخه لغتونه را پور کړي او خپل ځان يې پرې شتمن کړی. د هغو ټولنو ژبو ډېره وده او پرمختګ کړی چې د علم او نوښت په برخه کې له نورو ټولنو څخه چټک وو. د دې پرعکس، هغه ټولنې چې د تنبلۍ او غفلت په خوب ویدې وې، د هغوی ژبو هم وده نه ده کړې او دا ژبې تل د نورو ژبو پوروړې پاتې شوې.
له نورو ژبو څخه د لغتونو راپورول هېڅ د اندېښنې وړ خبره نه ده. ژبه د ټول انسانیت مشترکه پانګه ده او هر څوک کولی شي چې تر خپله وسه ګټه ترې واخلي. په هېچا دا بندیز نشته چې یوازې په پلانۍ ژبه به خبرې کوي او په بله ژبه خبرې نه شي کولی. هغه ژبې چې اوس نړیوالې ګڼل کېږي، په هغو کې یوه ژبه هم داسې نشته چې له نورو ژبو څخه پوروړې نه وي. تر دې چې د انګرېزي په څېر نړیوالې ژبې ډېری کلمات له لاتیني، یوناني، جرمني، فرانسوي او داسې نورو ژبو څخه اخیستي دي. عربي هم د نورو ژبو له اغېز خوندي نه ده پاتې شوې، حتی په قرآن کریم کې هم د نورو ژبو کلمات را پور شوي.
دا تصور او لیدلوری چې پخپله لیکنۍ یا ګړنۍ ژبه کې د نورو ژبو کلمات کارول یو ناسم کار دی، په هېڅ ډول له عقل سره سمون نه خوري.
د همدې تصور په اساس، زموږ د ټولنې پښتو ژبي په دې هڅه کې دي چې خپله ژبه د نورو ژبو له اغېز څخه راوباسي، چې دا یو ناشونی کار دی، او د هرې پردۍ کلمې لپاره د پښتو ژبې انډول ولټوي. دې کار ته د ژبې د کره کولو نوم ورکول شوی. د دې ډلې یوازینۍ موخه دا ده چې هر څه ته یوه پښتو کلمه را پیدا کړي، هغه که د دوو نورو ژبو له کلماتو څخه یوه ترکیب شوې کلمه هم وي؛ خو هغه مخکینۍ دود شوې پردۍ کلمه باید د خلکو له خولو وایستل شي.
په حقیقت کې دې ډلې د ژبې اصلي دنده هېره کړې چې د خپل مافی الضمیر څرګندول دي او دا کار که په هره ژبه کې په ښه توګه وشي، د نېکمرغۍ خبره ده.
د دې ډلې کړنو ته به اشاره وکړو. هغه لغتونه چې دا ډله يې د سوچه پښتو په ډول خپلې ټولنې ته وړاندې کوي، له لاندې حالتونو څخه له یوه سره مخ وي:
۱- هغه کلمه د یوې یا دوو نورو ژبو له دوه یا زیاتو لغتونو څخه یوه ترکیب شوې کلمه وي چې په دې برخه کې ډېری تکیه په اردو او فارسي ژبو کېږي.
۲- هغه کلمه چې دا ډله يې غواړي پښتو انډول يې پیدا کړي او یو مناسب انډول په لاس ور نه شي، نو د هماغې کلمې انډول په یوه دریمه ژبه کې ګوري او بیا هماغه معادله کلمه پښتو ژبې ته کټ مټ را ژباړي. په دې برخه کې ډېر تمرکز په انګرېزي، جرمني، فرانسوي او کله نا کله په فارسي و عربي ژبه کېږي.
د دوی دا کار له علمي اړخه سم دی او که ناسم؟ د یوې ژبې په بډاینه کې رول لوبولی شي او که نه؟ ګټه يې زیاته ده او که يې زیانونه زیات دي؟ په دې ځای کې په دې پوښتنو بحث نه کوو، بلکې په دې ځای کې یوازې د لیکوال په ذهن کې د پښتو ژبې په اړه عمومي طرحې او نظریاتو ته تم کېږو:
الف) یوه ژبه هغه وخت بډایه کېږي چې د علمي اثارو او لیکنو زېرمه يې پراخه او لویه وي. په همدې اساس پکار ده چې د پښتو ژبې د ودې او پراختیا په موخه ډېر تر ډېره علمي اثار او لیکنې وپنځول شي.
ب) پکار ده چې په پښتو ژبه کې د نړیوالو ژبو ځانګړنې وپنځول شي. په نړیوالو ژبو کې د ګڼو ځانګړنو تر څنګ یوه دا هم وي چې د نورو ژبو د کلماتو او محاورو د منلو لپاره يې سینه خلاصه او لمن پراخه وي. هر کله چې یوه نړیواله ژبه له یوې نوې کلمې سره مخ کېږي، نو په ټوله لېوالتیا دې ته اماده وي چې هغه کلمه پخپل ځان کې را ونغاړي. نړیوالې ژبې یوازې دومره کوي چې هغې نوې کلمې ته خپله بڼه او خپل انداز ورکوي او خپل اصول او فطرت ورباندې پلی کوي. همدا کار له پښتو ژبې سره هم پکار دی. هر کله چې پښتو له یوې نوې کلمې سره مخ شي، نو د دې په ځای چې د هغې لپاره د یوه بې خونده او غیرعلمي انډول په لټون پسې منډې ترړې پیل کړو، پکار ده چې هغه کلمه پخپل اصلي شکل را خپله شي او یوازې د خپلې ژبې اصول، قواعد، جوړښت او سټرکچر پرې تطبیق شي. دلته به يې یوې بېلګې ته اشاره وکړو:
- Facebook: د دې په ځای چې دا کلمه پښتو ژبې ته وژباړو، یا يې د یوې بلې ژبې انډول را پور کړو، یا د دوو نورو ژبو له کلماتو څخه یوه ترکیب شوې کلمه د پښتو د کره کلمې په توګه دود کړو، ښه به وي چې پخپله همدا کلمه په پښتو ژبه کې د (فیسبوک) په بڼه ولیکو، او دا به لا ښه وي چې اصلي بڼه Facebook هم په لیندیو کې ورسره ولیکو.
لکه: د افغانستان ځوانان فیسبوک (Facebook) ډېر په مینه کاروي.
دلته د یوې خبرې یادونه اړینه بولم چې د نورو ژبو هره کلمه دومره ساده او اسانه نه وي چې په اسانه يې پخپله ژبه کې لیکلی وشو، ډېری پېچلې او ګونګې کلمې هم پکې راځي، نو دا دنده د ژبپوهانو ده چې د دې لپاره مناسب اصول او قواعد رامنځته کړي او په دې برخه کې یو معیار جوړ کړي. پورته یوازې د انګرېزي ژبې بېلګه وړاندې شوه، همدا چلن د هرې ژبې له لغتونو سره پکار دی.
ج) هغه کلمات چې زموږ په ټولنه کې له ډېر پخوا څخه دود دي، او د ټولنې هر لوستی او نالوستی وګړی يې په معنا او مفهوم پوهېږي، د هغو کلماتو لپاره د انډولونو رامنځته کولو ته هېڅ اړتیا نشته. د دې لامل دا دی چې د خلکو له خولو څخه د یوې دود کلمې لرې کول او بله کلمه عامول، یو ستونزمن او بې ګټې کار دی. او د وخت د ضیاع یو ستر سبب دی.
د) د پښتو ژبې انډولونه یوازې باید په هغو برخو کې وموندل شي چې په هغو کې موږ د پرمختګ، زیاتونې او ودې وړتیا او وس لرو. د بېلګې په ډول زموږ ټولنه په دیني علومو، ادب، سیاست او ځینو نورو برخو کې د دې جوګه ده چې خپلې لاسته راوړنې او پنځونې ولري. نو د دې برخو علمي اصطلاحات باید خپلې ژبې ته را وژباړو او هماغه خپل اصطلاحات دود کړو. د دې پر خلاف، هغه ډګرونه چې په هغو کې موږ د پرمختګ او ودې – د اوس لپاره – وړتیا او وس نه لرو، او یا په هغو ډګرونو کې زموږ لپاره پرمختګ که ناشونی نه وي، ډېر سخت دی – لکه د کمپیوټر ساینس برخه، عصري ټکنالوژي، طب، انجینري، فزیکس، کیمیا او داسې نور، نو د هغو اصطلاحات را ژباړل او پښتو انډولونه يې موندل د خپلې ټولنې په زده کوونکو او زده کړیالانو یو ستر ظلم دی. د دې لامل دا دی چې په دې برخو کې د یوه زده کړیال د مراجعې او څېړنې مواد یوازې په انګرېزي ژبه کې د لاسرسي وړ دي او که نوموړی زده کوونکی هغه اصطلاحات په پښتو ژبه کې ولولي، نو کله چې دی د خپلې څانګې یو انګرېزي ماخذ یا ښوونکي سره مخ شي، نو له ډېرو جدي ستونزو سره به مخ وي. د داسې برخو له اصطلاحاتو سره هم هماغه چلند بویه چې په (ب) برخه کې يې یادونه وشوه. د دې تر ټولو لویه ګټه به زده کوونکي ته وي، او ژبې ته به يې ګټه دا وي چې که همدا د پردۍ ژبې اصطلاحات زموږ په ژبه کې دومره دود شي چې د هر وګړي لپاره پرې پوهېدنه اسانه او ساده شي، نو له دې لارې به زموږ ژبه هم له علمي او د لغتونو د زېرمې له پلوه درنه او بډایه شي. انګرېزي او بلې هرې نړیوالې ژبې په همدې تګلاره اوسني دریځ او مقام ته لار موندلې ده.
د پورتنیو څو نظریاتو یوه لویه ګټه به دا وي چې پښتو ژبه به د نړیوالو ژبو ډلې ته ور نږدې شي، ځکه زموږ ژبه به په خپل ځان کې هغه پوتانشیل لري چې خپله لمنه پراخه کړي او د ودې لور ته مایله ژبه به وي. د یوې ژبې کره کول له دې پرته بله هېڅ پایله نه لري چې هغه ژبه را تنګه او لنډه کړو او په ژبه کې د نوښتونو او بدلونونو پر وړاندې یو کلک دېوال را تاو کړو.
۵- په پښتو ژبه کې املايي تنوع:
نن ورځ یوه بله ستونزه چې پښتو ژبه ورسره په لویه کچه مخ ده، هغه په دې ژبه کې املايي تنوع، رنګا-رنګي او ګنوالی دی. دا ستونزه خپل ګڼ لاملونه لرلای شي، خو په ټوله کې په درې برخو کې تر سترګو کېږي:
یو، د پښتو د یاګانو په برخه کې چې د ډېری لیکوالو او ژبپوهانو له لیکنو او څېړنو سربېره هم دا ستونزه له پورته پوړ (لویو لیکوالو او ژبپوهانو) را نیولې، بیا تر ټیټ پوړ او د ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ په ناحل شوې ډول پاتې ده. د دوو لویو لیکوالو او ژبپوهانو کتابونه هم که راوګورو، نو وینو چې د یاګانو ترمنځ لوی توپیر او فرق وجود لري.
دوه، دا چې پښتو ژبه د لغتونو له پلوه یوه نېستمنه او تنګه ژبه ده او ډېری الفاظ یې له نورو ژبو څخه راغلي؛ نو کوم الفاظ چې له نورو ژبو څخه زموږ ژبې ته راځي، د هغو په املا کې هم زموږ د لیکوالانو ترمنځ لوی واټنونه ښکاري. د مثال لپاره يې لاندې ډول کلمې وګورئ:
۱-: وړوکی الف لرونکي کلمې: لکه معنی چې معنا او مانا دواړه لیکل کېږي.
۲-: تنوین لرونکې کلمې: دا چې په پښتو ژبه کې تنوین نشته، نو دا ډول زیاتره کلمې چې نن ورځ په پښتو کې لیکل کېږي نو درې بڼې خپلوي:
الف) غالباً (له تنوین سره)
ب) غالبا (له تنوین پرته)
ج) غالبن (د تنوین پر ځای د تنوین تلفظ چې په پښتو کې د «ن» معادل دی.)
۳-: د انګرېزي، جرمني او فرانسوي کلمې: د دې ډول کلماتو په پښتو ژبه کې د لیکلو لپاره ډېر کم داسې کېږي چې د پښتو ژبې اصلي جوړښت او چوکاټ ته وکتل شي، بلکې تر ډېره د فارسي او دري ژبو تلفظ په پښتو ژبه کې هم عام شوی وي. مثلاً موږ په پښتو ژبه باندې د فارسي ژبې د اغېز له امله د انګرېزي ژبې د یوې کلمې تلفظ او املا په دوه ډوله کوو:
۱- ډاکټر: هغه چاته وایو چې د طب، درملو او درملنې په برخه کې ماهر وي.
۲- دوکتور: هغه چاته وایو چې دوکتورا یې کړې وي او تر ټولو ستره علمي درجه ولري.
حال دا چې په انګرېزي کې د دواړو لپاره یوه کلمه (Doctor) کارېږي!
درې، د پښتو د املا په برخه کې دریمه لانجمنه موضوع د هغو لغتونو ده چې ګڼ لیکوال يې په اړه یوه خوله نه دي، چې آیا یو ځای ولیکل شي او که به یې بېل لیکل ښه وي. د بېلګې په ډول، زموږ په کتابونو کې د دې لغتونو په هکله دوه-دوه حالته لیدل کېږي:
۱- نه لرو؛ نلرو
۲- خپل منځي – خپلمنځي
۳- او داسې نورې ډېرې بېلګې په دې ژبه کې شته.
دلته د دې ستونزې یوازې پر درې اړخونو خبرې شوې؛ خو که ژبپوهان په دې اړه څېړنه وکړي، نو ډېری نور اړخونه به یې هم مخې ته راشي. د دې ستونزې د هوارتیا لپاره دوه اساسي ګامونه پورته کولی شو چې دلته يې دواړو ته یوازې پر اشاره بسنه کوو:
۱- د دولت له خوا پر خپرندویو ټولنو باید داسې د څار او ارزونې اداره وجود ولري چې هر کله په هېواد کې یو کتاب چاپېږي، نو نوموړې اداره پر خپرندویې ټولنې دا فشار واچوي چې په کتاب کې هر ډول املايي رنګا-رنګي او تنوع له منځه یوسي؛ او که چېرته هغه خپرندویه ټولنه له څو ځله تنبیه وروسته هم، دا کار ونه کړي، نو اداره له هغې خپرندویې ټولنې څخه د جریمې په توګه تر یوې مناسبې مودې پورې د چاپ حق واخلي، یا بله هره جریمه چې مناسبه وي. دغه راز، یاده اداره پر خپرندویو ټولنو باید دا هم یقیني کړي چې کله یوه نوې کلمه پښتو کېږي، نو په دې اړه نه لیکوال او نه هم خپرندویه ټولنه دا حق لري چې خپل ځاني اجتهاد وکړي او نوي اصول وضع کړي. بلکې پکار ده چې د دې کار ټول حق له یادې ټولنې سره خوندي وي.
۲- دوهم بنیادي کار دا کېدای شي چې د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو نصاب باید په داسې معیاري شکل چمتو شي چې یو شخص له لومړنۍ ورځې لا له معیاري پښتو سره بلد وي او ژبه له دا ډول تنوع څخه پاکه پاتې وي. دغه راز، ښه به وي چې د نصاب په کتابونو کې دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وشي او زده کوونکو ته هغه ټول اصول او ضوابط وښودل شي چې کله هغوی له نوې او پردۍ کلمې سره مخ شي، نو په څه ډول او طریقه يې پښتو کړي او د املا په برخه کې کومو قواعدو، نزاکتونو او اړخونو ته پام وکړي.