Homeخبرونهایراني رسنيو دوستم د داعش پروژې په ملاتړ تورن کړی

ایراني رسنيو دوستم د داعش پروژې په ملاتړ تورن کړی

تاند:(پنجشنبه، د ثور لومړۍ) ‏د ایران استخباراتي شبکې او سپاه پاسداران ته نيږدې رسنۍ « تسنیم» په يوه تبصره کې د افغانستان د ازبکانو مشهور مشر عبدالرشيد دوستم د داعش ډلې په نوم د پروژې په مخته وړلو تورن کړی.

 تسنیم اژانس ویلي، چې د جمهوري نظام په یوه ولسمشریزه دوره کې د ولسمشر لومړی مرستیال او د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم په افغانستان کې د داعش پروژه پر مخ بیايي او په دې خاطر ۲۵۰ میلیون ډالره هم ورکړل شوي دي.

  یوې اسراییلي ورځپاڼې هم د تسنیم همدې راپور ته په اشارې لیکلي چې ایران په افغانستان کې د داعش له قوت اخیستو او ایران ته د ناامنۍ د غځېدو له کبله اندېښمن دی.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

څه موده مخکې د دوستم د ګاردانو پخوانی مشر رييس هاشم چې وروسته د جوزجان والي هم ټاکل شوی و، په ایران کې ونیول شو.

رييس هاشم په دې تورن شوی و چې د امريکا په پلوۍ د اوکراین جګړې ته له ایران څخه بېوزله افغان کډوال جذبوي.

 د ايراني چارواکو په نوم د دوستم په يوه رسنيز شوي غږيز کليپ کې بيا رييس هاشم بې ګناه ګڼل شوی او په خوشې کیدو کې يې د مرستې غوښتنه شوې ده.

اوس د دوستم په اړه د ايران د سپاه پاسداران د اړوندې رسنۍ له تازه ادعا څخه ښکاري، چې ايران د دوستم د ګاردانو مشر اصلا د داعش ډلې د ملاتړ په دليل نيولی دی.

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام یوې استخباراتي سرچینې تاند ته وويل چې د نورو هېوادونو تر څنګ د ترکیې په اده داسې اسناد او شواهد موجود وو، چې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره یې په افغانستان کې د داعش ډله حمایه کوي.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، ترکېې په دې ترڅ کې افغانستان ته د دیپورټ شویو ناقانونه کډوالو په ډله کې یو شمېر بهرني داعشیان هم ليږل.

ګومان کېږي چې دوستم به د داعش د ملاتړ لپاره خپلې هڅې د ترکیې او داعش د نړيوالو متحدانو په لارښوونه او تمويل مخته وړي.

 د داعش ډلې په اړه يو شمېر شنونکي باور لري چې که اصلي پيلونکي يې هر څوک وي، حو اوس زیاتو هیوادونو په دې نوم د خپلو نيابتي ډلو د جوړولو هڅې چټکې کړي، څو خپلې ځينې ګټې ورباندې تر لاسه او مخالفان يې په لاس وټکوي.

په وروستيو کې د طالبانو يو شمېر مهم ازبک قومندانان د دوی له لیکو جلا او ګومان کیږي چې داعش ډلې ته ورځي.

د دغو قوماندانانو په نوم د دوستم ځينې غږیز کليپونه هم رسنيز شوي، چې د طالبانو مخالفت او په دې صورت کې د ده له ملاتړه د برځمن کيدو ‌ډاډ پکې ورکړل شوی دی.

دوستم ته نژدې کسانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبان خپلمنځي اختلافات او د پاشتليا امکان ردوي.

څو ورځې مخکې د افغانستان له حيرتان بندر څخه داعش ډلې پر ازبکستان د توغندیو د برید ادعا وکړه، چې د افغانستان د طالبو چارواکو تر څنګ ازبکستان هم دا ادعا رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...