Homeخبرونهازبکستاني الوتکو د افغانستان په پوله کې مانوره وکړه

ازبکستاني الوتکو د افغانستان په پوله کې مانوره وکړه

تاند(پنجشنبه، د حمل ۳۱ مه) وروسته له دې چې ادعا وشوه چې ګنې داعش ډلې د افغانستان له خاورې پر ازبکستان راکټي برید کړی، د افغانستان حیرتان بندر ته نژدې د لسګونو ازبکستاني الوتکو د مانورې ویدیو خپره شوه.

په دې ویدیو کې لسګوته جنګي الوتکې او هیلي کوپترې لیدل کېږي چې د افغانستان د حیرتان بندر د چشمه په نوم ساحې په اسمان کې الوځي.

تر دې مخکې د داعش خراسان څانګې ادعا کړې وه چې د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۱۸ مه) یې د افغانستان له خاورې د ازبکستان پر ترمذ سرحدي ښار راکټونه ویشتي دي. دې ډلې یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې توعندي د ویشتلو په حال کې ښکاري. خو د ازبکستان چارواکو دا ادعا په کلکه رد کړه.

په همدې حال کې د ازبکستان د ولسمشر ویندوی په یوه پوسټ کې، چې په ټیلګرام کې یې خپور کړی دی، ویلي چې د دغه هیواد او افغانستان د پولې په اوږدو کې د هیڅ راز پوځي فعالیت څرګ نه دی لګېدلی او په وضعیت بشپړ تر کنټرول لاندې دی.

طالبان وايي چې د داعش ډله یې ځپلې ده خو دې ډلې له یوې وقفې وروسته په وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

روانه اوونۍ د کابل په لوېدیځ کې چاودنو لږترلږه ۶ زده کوونکي ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...