تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) افغان او ایراني چارواکي وايي چې د چهارشنبې ماښام ناوخته د هرات د اسلامکلا بندر په ګمرک کې لګېدلی اور، له هرات او ایران څخه د اطفایې له رسېدو وروسته، وژل شوی دی.
د ایران د تایباد ولسوالۍ د ولسوال په وینا، په دې پېښه کې د تېلو ۲۰ ټانکرونه سوځېدلي دي.
په هرات کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند وايي، د دې قوماندانۍ د اور وژنې ځواکونه د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته وتوانېدل چې د اور د پراخېدو مخه ونیسي او له پرلهپسې هڅو وروسته یې اور په بشپړه توګه مړ کړ.
دا په ځانګړي ډول په اسلا کلا کې لومړی ځل نه دی چې اور لګېږي او هر ځل د میلیونونو افغانیو تاوانونه اوړي. خو له تېرو تېروتنو هیڅ زده کړه نه کېږي او بیا ورته بېښې تکرارېږي.
د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې هم د اسلامکلا په ګمرک کې لوی اور ولګېد چې له امله یې سلګونه ټانکرونه او د تېلو لېږدوونکي موټرونه وسوځېدل او لسګونه کسان ټپیان شول.
د کابل منډويي هم په ځلونو د اورلګېدو شاهد پاتې شوی او تراوسه په دې اړه کار نه دی شوی چې تېر ځل کومې تېروتنې د اورلګېدو سبب شوې وې چې بیا تکرار نه شی.
په هرات کې د پړولیسو ویاند مسعود حسيني د اسلام کلا بندر د اور په وژلو کې د ایران د ونډې په اړه څه نه دي ویلي. هغه وايي، د اورلګېدو له کبله مالي زیانونه «ډېر محدود» دي او په سیمه کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
په همدې حال کې، د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، د دغه ښار له مرستندویو او ژغورونکو ځواکونو سره د اور وژنې څلور موټرونه اسلامکلا ته د اور د وژلو لپاره استول شوي وو.
د هغه په وینا، د خواف، فریمان، تربتجام او مشهد په ولسوالیو کې د اور وژنې ځواکونه هم د احتمالي مرستې لپاره په تیارسۍ کې ساتل شوي وو.
د تایباد ولسوال همداراز وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې له یوه ټانکر څخه د ډیزلو لیکېدا سبب شوې چې اور ولګېږي او نورو ټانکرونو ته خپور شي. هغه ویلي چې د ایراني موټرچلوونکو او اور وژونکو د مشاهداتو له مخې، شاوخوا ۲۰ باروړونکي موټرونه په اور کې سوځېدلي دي. په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې د تېلو ټانکرونه سوځېدلي دي.