Homeخبرونهله برمودا د امریکا پر لور روانه امبولانس الوتکه لا هم نه...

له برمودا د امریکا پر لور روانه امبولانس الوتکه لا هم نه ده موندل شوې

تاند/ دوشنبه د تلې ـ میزان ۱۳مه/ اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې، هغه هوايي امبولانس الوتکه چې له برمودا څخه د امریکا د ماساچوسټس ایالت پر لور روانه وه، د اتلانتیک سمندر پر سر تر نادرکېدو وروسته لا هم نه ده موندل شوې.

د راپور له مخې، په الوتکه کې څلور کاناډایان او د برمودا دوه وګړي سپاره وو چې د شنبې په سهار یې له الوتکې سره د اتلانتیک سمندر پر سر اړیکه پرې شوې ده.

د لټون او ژغورنې ډلو ویلي چې د نانټاکټ ټاپو ته څېرمه یې په سمندر کې د الوتکې د پاتې شونو ټوټې موندلې دي.

د راپورونو له مخې، هغه سیمه چې د الوتکې د پاتې شونو ټوټې پکې موندل شوې، شاوخوا ۲۷ متره ژوره ده او د لټون عملیات په کې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...