تاند/ دوشنبه د تلې ـ میزان ۱۳مه/ د فرانسې د پوهنې وزارت خبر ورکړی چې، په ټول هېواد کې له ۴۰۰ څخه ډېر ښوونځي د روانو لاریونونو او امنیتي اندېښنو له کبله تړل شوي دي.
یاد وزارت څرګندوي؛ د دغو لاریونونو پرمهال ۲۴ښوونځي هم سوځول شوي یا لوټ شوي دي.
د دې وزارت د څرګندونوله مخې، په روانو لاریونونو کې د پوهنې برخې ۷۸ کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.
د فرانسې د پوهنې وزیر اډوارډ جیفري د یکشنبې پر ورځ ویلي، اوسمهال په ځینو ښوونځیو کې د تدریس لپاره خوندي شرایط نشته. نوموړي زیاته کړې، حکومت هڅه کوي په تدریجي ډول ټولګیو ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړي.
جیفري پر ځینو کیڼ اړخو فعالانو تور لګولی، چې د زدهکوونکو لاریونونه یې پر تاوتریخوالي بدل کړي دي.
هغه زیاته کړې، د لاریونونو پر مهال د ښوونځیو یوشمېر کارکوونکي قصدي پر نښه شوي دي.
د زدهکوونکو لاریونونه د سپتمبر په نیمایي کې پیل شول او وروسته له پاریس ښار څخه نورو ښارونو ته هم وغځېدل. زرګونه زده کوونکي د بودیجې د کمښت، د ښوونځیو د زړو او ویجاړو ودانیو، د ښوونکو د کمښت او نورو ښوونیزو ستونزو په اعتراض کې واټونو ته راوتلي او په ځینو سیمو کې یې سړکونه تړلي دي.
فرانسوي چارواکي وايي، د لاریونونو له پیل راهیسې له پېنځه زره ډېر کسان نیول شوي، چې ډېری یې ۱۸کلن دي.
ویل کیږي، چې حکومت تر اوسه د زدهکوونکو د وړاندې شویو ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.