تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) په پاکستان کې د تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند او د اپوزیسیون نورو ډلو د عمران خان د لیدنې او د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره د اوږد لاریون پیل کړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر سهیل خان اپریدي ویلي، دغه لاریون نن ورځ له لکي مروت څخه پیل شو او د کرک، کواټ، پېښور او چارسدې له لارې به د اکتوبر په اتمه د اټک پله ترڅنګ د خیراباد په سیمه کې پای ته ورسېږي.
تمه وه چې د عمران خان په ملاتړ دغه لاریونونه د سپټمبر په ۲۷مه ترسره شي، خو د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو له امله وځنډول شول.
د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، تر هغه چې د تحریک انصاف له بنسټګر او د پاکستان له زنداني پخواني صدراعظم عمران خان سره لیدنه نه وي شوې، د اوږده لاریون د ځنډولو یا پای ته رسولو پرېکړه نه شي کېدای.
اڅکزي ویلي، که د خیبر پښتونخوا له اعلي وزیر یا نورو اپوزیسیون مشرانو سره د عمران خان لیدنې ته زمینه برابره شي، دوی به ډاډ ورکړي چې له لیدنې وروسته به رسنیو ته خبرې نه کوي. هغه ټینګار کړی چې د لاریون د پای ته رسولو وروستۍ پرېکړه به یوازې له عمران خان سره له تفصیلي مشورې وروسته کېږي.
نوموړي همداراز غوښتنه کړې چې د عمران خان خویندې دې لومړی خوشې شي او ویلي یې دي چې له عمران خان سره تر لیدنې وروسته که هره ګډه پرېکړه وشي، اپوزیسیون به یې ومني.
د حکومت او اپوزیسیون خبرې
په همدې حال کې، د اپوزیسیون د مذاکراتي ډلې غړي علامه راجا ناصر عباس ویلي چې د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ په خبرو کې لا هم ولاړ حالت موجود دی.
هغه ویلي، که څه هم په پیل کې ستونزې د حل وړ ښکارېدې، خو دواړه لوري وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدل. د نوموړي په وینا، عمران حان ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له خپل شخصي ډاکتر سره وویني او د ترهګرۍ او ملي عمل پلان په اړه هم ځینې اندېښنې پاتې دي.
ناصر عباس ویلي، د خبرو د مثبتې پایلې لپاره یې هڅه کړې، خو نتیجه یې نه ده لرلې. د اپوزیسیون غړو ویلي چې د ستونزو د حل لپاره به د خبرو بل پړاو هم ترسره شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي بیا ویلي چې اپوزیسیون له حکومت سره په خبرو کې «ښه» مذاکرات کړي وو او دواړو لورو هغه څه مشخص کړي وو چې په خبرو کې یې ترلاسه کولی شول.
نقوي ادعا کړې چې د هوکړې مسوده هم چمتو شوې وه او نوموړي د هغې یوه کاپي ولسمشر ته رسولې وه. هغه ویلي چې غوښتنه یې کړې وه چې د خیبر پښتونخوا حکومت هم په مذاکراتو کې شامل شي، خو د هغه په وینا، د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر د خبرو د بهیر د ناکامولو هڅه کړې ده.
د حکومت امنیتي تدابیر
رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت او د عمران خان تحریک انصاف د لاریونونو د مخنیوي یا د نه ترسره کېدو په اړه دوه ځله خبرې کړي، خو دغه مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي دي.
د پاکستان حکومت له څو اوونیو راهیسې د احتمالي لاریونونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او د پېښور او اسلاماباد ترمنځ په لاره کې یې زرګونه امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
د ترهګرۍ پر سر د حکومت نیوکې
په همدې حال کې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف پر تحریک انصاف او عمران خان سختې نیوکې کړې دي.
خواجه اصف ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د پراخېدو مسوولیت د عمران خان د حکومت په غاړه دی او ادعا یې کړې چې عمران خان په دغه ولایت کې د وسلهوالو د مېشتولو له اصلي ملاتړو څخه و.
هغه ویلي چې د ترهګرۍ له امله د وژل شویو کسانو او سرتېرو د قربانیو په اړه خبرې کېږي، خو د ده په وینا، ان د ځینو ملکي قربانیانو له کورنیو سره هم د فاتحې لپاره لیدنه نه ده شوې.
دفاع وزیر ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ په اړه د عمران خان د دورې د پارلماني ویناوو او رسنیو ریکارډونه شته او ویلي یې دي چې د دې موضوع په اړه له عمران خان سره په تلویزیوني بحث کې هم ګډون ته چمتو دی.
د تحریک انصاف د اوږده لاریون د پیل اعلان په داسې حال کې شوی چې د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو بهیر لا هم له ولاړ حالت سره مخ دی. اپوزیسیون ټینګار کوي چې د عمران خان له لیدنې پرته د لاریون د ځنډولو یا پای ته رسولو پرېکړه نه شي کېدای، خو حکومت بیا د خبرو د ناکامېدو پړه د خیبر پښتونخوا پر حکومت او د تحریک انصاف پر مشرتابه اچوي.