Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله واخان څخه چین ته ۱۲۱ کیلومتره سړک جوړ شو

له واخان څخه چین ته ۱۲۱ کیلومتره سړک جوړ شو

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) د بدخشان له بروغیل سیمې څخه د پامیر د واخجیر درې له لارې د چین تر پولې پورې د ۱۲۱ کیلومتره سړک د جوړولو او جغل اچولو چارې بشپړې او نن افتتاح شو.

دا سړک نن (یکشنبې) د طالبانو د یو شمېر چارواکو په حضور کې د واخجیر درې په سیمه کې پرانیستل شو.

دا سړک د بدخشان له واخان څخه د چین د سینکیانګ لور ته غځېدلی او د افغانستان او چین ترمنځ لومړنۍ ځمکنۍ ترانزیتي لار بلل کېږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه سړک پر جوړولو ۳۶۵ میلیون افغانۍ لګول شوې دي. په پروژه کې ۶۶ پلچکونه، څلور پلونه او شاوخوا څلور زره متره استنادي دېوالونه هم جوړ شوي دي.

له اشکاشم ولسوالۍ څخه د چین تر پولې پورې د ټولې لارې اوږدوالی له ۳۰۰ کیلومترو ډېر دی، خو تر اوسه یې د بروغیل له سیمې څخه د پامیر د واخجیر درې له لارې د چین تر پولې پورې پر ۱۲۱ کیلومتره جغل اچول شوی دی.

په همدې حال کې، د بدخشان والي رحمت‌الله نجیب د دغه سړک د پرانیستلو په مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې د طالبانو د مشر هبت‌الله احوندزاده د فرمانونو اطاعت وکړي.

هغه ویلي چې په افغانستان کې یو «امیر» واکمن دی او ټول خلک، له کوچنیانو نیولې تر مشرانو پورې، باید د هغه فرمان ومني.

نجیب همداراز وویل چې په ټول افغانستان، په ځانګړي ډول بدخشان کې، امنیت په بشپړ ډول ټینګ دی او هېڅ سیمه د طالبانو د مخالفانو تر کنټرول لاندې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...