Homeخبرونهامیر خان متقي د افغانستان په اړه په مسکو فارمټ غونډه کې...

امیر خان متقي د افغانستان په اړه په مسکو فارمټ غونډه کې ګډون کوي

تاند/ یکشنبه د تلې ـ میزان ۱۲مه/ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي په مشرۍ به یو افغان پلاوی روسیې ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې، دا غونډه سبا (دوشنبه- د اکټوبر ۵مه) په مسکو کي جوړه شي.

په دې غونډه کې به د بېلابېلو هیوادونو ځانګړي استازي، د افغانستان د اوسني امنیتي او اقتصادي وضعیت، په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او د کابل او اسلام اباد د ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، متقي به په یاده غونډه کې د ګډون او وینا سره، سره د سیمه ییزو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو او پلاوو سره د د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې، متقي به د افغان پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون وکړي او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به هم په یوه جلا لیدنه کې د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبرې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...