Homeخبرونهمالیې وزارت؛په درېیو ګمرکونو کې پنځه پایې سکېنرونه نصب کړل

مالیې وزارت؛په درېیو ګمرکونو کې پنځه پایې سکېنرونه نصب کړل

تاند/ یکشنبه د تلې ـ میزان ۱۲مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت مالیې وزارت خبر ورکړی چې، د مسافرینو له لوري د راوړل کېدونکو توکو د لا ښه پلټنې او ارزونې په موخه یې د هېواد په درېیو مهمو ګمرکونو کې پنځه پایې سکېنرونه نصب کړي دي.

ياد وزارت وايي، د دغو سکېنرونو د پېرلو او نصب ټول لګښت ۳۹.۲ میلیونه افغانۍ دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه لګښت له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت په وینا، دوه سکېنرونه د هرات په اسلام‌کلا ګمرک، دوه د ننګرهار په تورخم ګمرک او یوه پایه د خوست هوايي ډګر په ګمرک کې نصب شوې ده.

د یاد وزارت په خبره، د دغو سکېنرونو په فعالېدو سره به د مسافرینو توکي په چټکۍ، دقت او شفافیت سره وپلټل او و ارزول شي او د مالونو د پلټنې او ارزونې بهیر به لا اغېزمن شي.

د یادو سکېنرونو د نصب چارې د یوه افغان شرکت له لوري بشپړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...