Homeخبرونهله کاپیسا څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي چارې...

له کاپیسا څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي چارې پیل شوې

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کاپیسا ولایت له سیاد ولسوالۍ څخه کابل ته د اوبو د لېږد د یوې پروژې لپاره یې د تخنیکي مطالعې، سروې او ډیزاین چارې پیل کړې دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې یو شمېر چارواکو ګډون کړی وو.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده په دغو مراسمو کې ویلي چې په کابل کې د اوبو کمښت ته په پام، د دې پروژې پلي کېدل د کابل او نوي کابل د اوسېدونکو لپاره ډېر مهم دي.

نوموړي ویلي چې وزارت یې د اوبو د سرچینو د مدیریت او د خلکو د اوبو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره جدي هڅې کوي.

اخوندزاده زیاته کړې چې د دغو هڅو په پایله کې به ډېر ژر د شاه او عروس بند، د فراه د بخش‌اباد بند د پرانیستې، د دهلې بند د پراختیا او د اوبو او انرژۍ په برخو کې د نورو زیربنايي پروژو د پلي کېدو شاهدان واوسو.

د کابل والي ملا امین‌الله عبید ویلي چې دا پروژه به په کابل کې د څښاک د اوبو د کمښت په حل کې د پام وړ مرسته وکړي.

د وزارت په وینا، په دې پروژه کې له سیاد ولسوالۍ څخه کابل او نوي کابل ته د اوبو د لېږد لپاره تخنیکي، ټولنیزې او اقتصادي څېړنې، سروې او ډیزاین شامل دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، پروژه به د دولت له بودجې څخه په استفادې په یو نیم کال کې بشپړه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د پروژې له بشپړېدو وروسته به هر کال ۱۲۶ میلیون متر مکعب اوبه کابل او نوي کابل ته ولېږدول شي او له اوو میلیونو څخه به ډېر کسان ترې ګټه واخلي.

1 COMMENT

  1. د شاه او عروس د بند اوبو خو هم کابل ته راتلې چی هغه کومی خواته ولاړې؟ د شا توت د بند او همداسی د پنجشیر اوبو را روانې وې دا ټولی اوبو خو به کابل په سیلاب یوسی ـ ډیر منافق حکومت سره خلک دچا دی الله دی خیر کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...