Homeټولنیزاوراسیا نیت: د امریکا له وتلو وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره...

اوراسیا نیت: د امریکا له وتلو وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره لا هم ستراتیژیک اهمیت لري

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) اوراسیا نیت په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا وتلو په سیمه کې د واشنګټن د حضور بڼه بدله کړه، خو د منځنۍ اسیا لپاره یې د افغانستان جغرافیایي اهمیت له منځه نه دی وړی.

د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا هېوادونه او افغانستان اوس د امنیت، اقتصاد، ترانسپورټ او سیمه‌ییزو اړیکو په برخو کې د همکارۍ لپاره نوي میکانیزمونه جوړوي. ازبکستان په ځانګړي ډول هڅه کوي افغانستان یوازې امنیتي اندېښنه ونه ګڼي، بلکې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د احتمالي سوداګریز او ترانزیتي پله په توګه ورسره تعامل وکړي.

د راپور پر اساس، تاشکند په ۲۰۲۵ کال کې د «ترمذ خبرو» بهیر د یوه دایمي چوکاټ په توګه پیل کړ. د دې بهیر دوهمه ناسته د ۲۰۲۶ کال په جون کې ترسره شوه چې د سیاسي خبرو، ترانسپورت، لوژستیک، سیمه‌ییزو اړیکو او بشري همکاریو پر عملي میکانیزمونو متمرکزه وه.

افغانستان هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو هڅه کوي. کابل د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا لومړنۍ مشورتي ناسته جوړه کړه چې د سیمې ټولو پنځو هېوادونو پکې ګډون کړی و. په دې ناسته کې د سوداګرۍ، ترانزیت، امنیت او اړیکو په برخو کې د منظمې همکارۍ او ګډې نقشې د جوړولو وړاندیزونه وشول.

خو د اوراسیا نیت پر اساس، د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو لیدلوری یو شان نه دی. ازبکستان پر سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه‌ییز اتصال ټینګار کوي؛ تاجکستان د سرحدي امنیت او وسله‌والو ډلو ګواښونو ته ډېره پاملرنه کوي؛ ترکمنستان انرژۍ، ترانزیت او بې‌طرفۍ ته لومړیتوب ورکوي او قزاقستان له افغانستان سره تر ډېره د اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو له لارې تعامل کوي.

راپور وايي، له پاکستان سره وروستیو ترینګلتیاوو د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت پر یوه مهم مسیر اغېز کړی او له همدې امله له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان سره د افغانستان د شمالي لارو پیاوړتیا کولی شي کابل ته بدیلې سوداګریزې او ترانزیتي لارې برابرې کړي.

اوراسیا نیت ټینګار کوي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا په دې معنا نه ده چې دغه هېوادونه د طالبانو د حکومت په اړه ګډ سیاسي دریځ لري یا یې په رسمي توګه په رسمیت پېژني.

راپور زیاتوي چې په بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان وروستۍ غونډې هم وښودله چې افغانستان لا هم د یوروشیا په ستراتیژیکو بحثونو کې مهم ځای لري، که څه هم د غونډې ګډونوال نه و. دغه سازمان پر افغانستان د یوه ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې، په بشکیک کې د منځنۍ اسیا له مشرانو سره د امریکا د جنوبي او منځنۍ اسیا د ځانګړي استازي سرجیو ګور لیدنو وښودله چې واشنګټن لا هم په سیمه کې فعال دی، خو د امریکا سیمه‌ییز حضور تر پخوا ډېر له افغانستان سره له مستقیم نظامي حضور څخه جلا شوی دی.

د راپور له مخې، د د افغانستان لپاره د امریکا پحواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په کابل کې له امیرخان متقي سره لیدلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد نور د حکومت کارکوونکی نه دی او په شخصي ظرفیت یې په دې لیدنه کې ګډون کړی و.

«اوراسیا نیت» په پای کې لیکي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د دغه هېواد لپاره د منځنۍ اسیا اهمیت کم شوی نه دی؛ بلکې د افغانستان د سیمه‌ییز اهمیت د تعریف او مدیریت برخه تر ډېره د سیمې د هېوادونو لاس ته لوېدلې ده. د راپور له مخې، افغانستان اوس هم د منځنۍ اسیا لپاره د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه‌ییز اتصال له پلوه مهم دی، خو د دې اهمیت د مدیریت بڼه بدله شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...