Home+د اکتوبر ۵ مه

د اکتوبر ۵ مه

تاند- نن د اکتوبر د میاشتې ۵ مه نیټه او د ۲۰۲۳ م کال ۲۷۸ ورځ ده. د کال پای ته ۸۷ ورځې پاتي دي.

د 1796 کال په دغه ورځ هسپانیا له بریتانیا سره د جګړې اعلان وکړ.

د 1947 کال د اکتوبر د میاشتي پر پنځمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر، هیري ایس. ټرومن، په لومړي ځل په خپله تلویزوني وینا کې د امریکا له خلکو څخه وغوښتل چې د سې شنبې په ورځ د غوښو او د پنجشنبې په ورځ د چرګانو له خوړلو څخه ډډه وکړي چې په اروپا کې له هغه کسانو سره چي د لوږې له لاسه د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي مرسته وشي.

د 1965 کال په دې ورځ پاکستان له مالیزیا سره دیپلوماتیکي اړیکي په دې خاطر پرې کړې، چي مالیزیا د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر سر په لانجه کي د هندوستان پلویتوب کړی دی.

د 1970 کال په دې ورځ د مصر یوازیني سیاسي ګوند انور سادات د پخواني ارواښاد ولسمشر، جمال عبدالناصر، ځای ناستی ونوماوه.

د 1981 کال په دې ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د سویډن پخواني ديپلومات، راوول والین بیرګ ته افتخاري تابعیت له دې امله ورکړ چي په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د بشري خدماتو لپاره هلي ځلي کړې وې.

د 1983 کال د اکتوبر د مياشتي پر پنځمه نېټه د پولینډ د کارګرانو د یووالي غورځنګ مشر، لیخ والیسا، د نوبل جایزې ته ونومول شو.

د  1989 کال په دې ورځ دلای لاما د نوبل جایزه وګټله.

د 1993 کال د اکتوبر د مياشتي پر پنځمه نېټه، چین د اتومي وسلو پر ازموینه لګول شوی بندیز مات کړ.

د 2009 ميلادي کال په دې ورځ د پاکستاني طالبانو نوي مشر، حکیم الله مسید، د اټۍ ټۍ پي د مشرۍ تر ګټلو وروسته په لومړي ځل له خبریالانو سره ولیدل. تر دې د مخه داسې ګنګوسې وې چي د طالبانو د پخواني مشر تر وژل کیدو وروسته د دوو ګروپونو ترمنځ د مشرۍ په سر راپورته شوې لانجه کي ښايي هغه وژل شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...