Homeخبرونهپه مسکو کې افغان سفیر: له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د...

په مسکو کې افغان سفیر: له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا فرصتونه ډېر دي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) په مسکو کې د افغانستان د حکومت سفیر ګل‌حسن حسن د «شمالي قفقاز؛ د خبرو، دودونو او پراختیا فضا» په نوم د نهم نړیوال فورم په ترڅ کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او ګډې پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه چې دې فورم ته د مسکو فورمټ له ناستې یوه ورځ وړاندې خبرې کولې، د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې پراختیا لپاره د زمینې د برابرولو د اهمیت یادونه وکړه.

د افغانستان سفیر د دغه فورم په څنډه کې د روسیې د ستاوروپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسوویچ دورونین سره هم لیدلي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

ګل‌حسن حسن په فورم کې د روسیې بازارونو ته د افغان محصولاتو د صادرېدو د زیاتېدو پر هڅو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې شمالي قفقاز روسي مصرفوونکو ته د افغان محصولاتو د رسېدو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم رول لوبولی شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا ګڼ فرصتونه شته چې تر اوسه پوره نه دي کارول شوي.

نوموړي په روسیه کې له یو شمېر افغان سوداګرو او د افغان ټولنې له استازو سره هم لیدلي، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او ویلي یې دي چې سفارت د همکاریو او د هغوی د ستونزو د تعقیب لپاره چمتو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...