Homeخبرونهپه بریسټول کې پر ۱۷ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په قضیه...

په بریسټول کې پر ۱۷ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په قضیه کې څلور افغانان محکوم شول

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د انګلستان د بریسټول ښار په یوه کور کې پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په قضیه کې درې ځوانان او یو ۱۷ کلن هلک، چې ټول د افغانستان اصلي دي، په بند محکوم شوي دي.

محکمې ویلي، ۲۱ کلن مهراب صافي، ۱۹ کلن اول احمدزي، ۱۹ کلن سلمان حبیب‌خېل او ۱۷ کلن هلک د تېر کال په نومبر کې پر دغې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د قانوني محدودیتونو له امله د ۱۷ کلن تورن نوم نه دی خپور شوی.

د بریسټول سلطنتي محکمې قاضي مایکل کولم، صافي چې د دوه ځله جنسي تېري او د انسان قاچاق په تورونو مجرم پېژندل شوی، په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.

حبیب‌خېل د جنسي تېري او انسان قاچاق د هر یوه په یوه تور کې نهه کاله بند او احمدزي د جنسي تېري او جنسي ځورونې د هر یوه په یوه تور کې نهه کاله بند محکوم شول. ۱۷ کلن تورن بیا د جنسي تېري په یوه تور کې درې کاله بند ته محکوم شوی دی.

له نجلۍ سره اړیکه او د پېښې څرنګوالی

د محکمې د معلوماتو له مخې، صافي او دوه نور تورنان د نومبر په ۲۵مه په بریسټول ښار کې هغه مهال له نجلۍ سره ولیدل چې له خپلې یوې ملګرې سره د کرسمس لپاره د پېرودلو په موخه ښار ته تللې وه.

قاضي وویل، نجلۍ له بریسټول سره چندان بلدتیا نه درلوده او له ناپېژاندو کسانو سره د الکولو څښلو ته لېواله ښکارېده، چې له همدې امله له پیله زیان‌منه او بې‌وسه برېښېده.

صافي د نجلۍ د ټیلیفون شمېره ترلاسه کړه او په راتلونکو ورځو کې یې ورسره ډېر پیغامونه تبادله کړل. د نومبر په ۲۸مه هغه ترې د لوڅو انځورونو غوښتنه هم کړې وه.

د نومبر په ۳۰مه، کله چې د نجلۍ مور د ماښام لپاره له کوره بهر وه، صافي هغې ته وړاندیز وکړ چې بریسټول ته لاړه شي. صافي او حبیب‌خېل د هغې لپاره ټکسي برابر کړ او له سومرسټ څخه یې بریسټول ته بوتله.

قاضي وویل، نجلۍ د جنسي جرم د ترسره کولو په موخه قاچاق شوې وه او وروسته پنځه ځله پرې جنسي تېری وشو او احمدزي پرې جنسي تېری په داسې ډول وکړ چې د بدن دننه نفوذ پکې شوی و.

قاضي زیاته کړه چې پرله‌پسې جنسي تېري او د څو کسانو له خوا پرې برید هغې ته داسې رواني زیان رسولی چې اغېزې به یې د ټول عمر لپاره ورسره پاتې وي.

د نجلۍ د زیان‌منېدو څخه ناوړه ګټه اخیستل

قاضي وویل، تورنو نجلۍ ته الکول او سګرټ ورکړي وو او په دې توګه یې ورو ورو د هغوی په وړاندې زیان‌منه کړې او په داسې حالت کې یې اچولې وه چې له فزیکي پلوه نه، خو په رواني او عملي توګه د تېښتې توان یې کم شوی و.

د قاضي په وینا، نجلۍ ته دومره الکول ورکړل شوي وو چې د هغې د هوښیارۍ کچه د پام وړ اغېزمنه شوې وه. نوموړي وویل، تورنو هڅه کړې وه چې د هغې زیان‌من حالت لا زیات کړي، څو د مقاومت توان یې کم شي.

قاضي تورنو ته وویل: «تاسې ټولو د هغې له زیان‌من حالت څخه ناوړه ګټه واخیسته.»

د تېښتې هڅه او فرانسې ته تلل

د پولیسو له رسېدو وروسته صافي، احمدزي او حبیب‌خېل له بریسټول څخه وتښتېدل. هغوی لومړی برمنګهم او لندن ته ولاړل او وروسته د یوه یخچالي باروړونکي موټر شاته پټ شول، څو فرانسې ته واوړي.

فرانسوي چارواکو هغوی ونیول او بېرته یې برېتانوي پولیسو ته وسپارل. وروسته پر هغوی د جنسي تېري، انسان قاچاق او نورو جرمونو تورونه ولګېدل.

قرباني: «زه اوس له پخوا بیخي بله انسانه یم»

د نجلۍ د شخصي بیان له مخې، له پېښې وروسته د هغې ژوند په بشپړ ډول بدل شوی دی. هغې ویلي چې اوس یوازې له کوره بهر نه وځي او د پېښې رواني اغېزې لا هم ورسره دي.

نجلۍ ویلي، کله چې له رواني پلوه کمزورې وي، د پېښې خاطرې بېرته ورګرځي او حالت یې لا خرابوي. هغې زیاته کړې چې د محکمې بهیر هم د پېښې یادونه بیا تازه کړې او د وکیلانو له خوا د پېښې د جزئیاتو اورېدو ورته ډېر سخت تمام شوي دي.

هغې ویلي، پلان یې درلود چې کالج ته لاړه شي او له ماشومانو سره په یوه وړکتون کې کار وکړي، خو اوس یې د سختې اندېښنې له امله دغه خوب تر نامعلومې مودې ځنډولی دی.

نجلۍ ویلي چې کله تورنان مجرم وپېژندل شول، «خوښه او ډاډه» شوه، ځکه تر دې مخکې وېرېدله چې ښايي له خپلو کړنو پرته له سزا وتښتي.

د هغې مور محکمې ته ویلي چې لور یې اوس له هغو کسانو څخه هم وېره لري چې د تورنو کسانو په څېر ښکاري او پر ناپېژاندو خلکو یې باور له لاسه ورکړی دی.

د تورنو د تېر ژوند یادونه

د تورنو مدافع وکیلانو د محکمې پر مهال د هغوی د تېر ژوند او افغانستان څخه د تېښتې ستونزمنو شرایطو ته هم اشاره وکړه.

د صافي وکیلې جېني ټالنتایر وویل، د هغې موکل له «غیرمعمولي پېچلي او له ډېرو ستونزو ډک ماشومتوب» سره مخ و.

د حبیب‌خېل وکیل سکاټ برېډي وویل، د هغه موکل هغه مهال ۱۴ کلن و چې پلار یې «د طالبانو په لاس» ووژل شو. د وکیل په وینا، حبیب‌خېل وروسته د خپلو خپلوانو په غوښتنه له افغانستانه ووت او بریتانیا ته راغی.

د احمدزي وکیلې جورجیا لوسکومب وویل، لا هم روښانه نه ده چې د هغې موکل به افغانستان ته وشړل شي که نه، او د بریتانیا کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه روښانه معلومات نه دي ورکړي.

د ۱۷ کلن تورن وکیل پیټر باینډر وویل، د هغه موکل خپل مور او پلار په کوچنیوالي کې له لاسه ورکړي او د طالبانو له وېرې له افغانستانه تښتېدلی دی.

د نوموړي په وینا، هغه بریتانیا ته د سفر پر مهال له فزیکي او رواني ناوړه چلند سره مخ شوی او په ۱۲ کلنۍ کې، پرته له مور او پلار او د پیاوړي کورني ملاتړ له شتون څخه، بریتانیا ته رسېدلی و.

قاضي کولم وویل، که څه هم تورنو د افغانستان څخه د تېښتې او بریتانیا ته د سفر پر مهال له سختو رواني صدمو سره مخ شوي، خو دغه شرایط د هغې نجلۍ پر وړاندې د دوی د ترسره شوو جرمونو لپاره عذر نه شي کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...