زما یو دوست دی چې د هرې خبرې سره وایي: «دا څه ریشخند روان دی؟» اوس حیران یو چې کوم ریشخند یاد کړو.
د ملا هیبتالله د حکومتولۍ ریشخند یاد کړو، که د سمیع سادات د رتبو ورکولو ریشخند ته وخاندو، او که د ابراهیم الکوزي جلاوطن حکومت ته حیران دریان شو. همدارنګه د کورني مقاومت جبهه یاده کړو، او که د پاکستان له خوا د جبهو او ځینو خرڅ شوو مدني او سیاسي ډلو ملاتړ وغندو، چې د پاکستان بمباریو ته هورا وایي. د ایران د سپاه مشر خبرو ته وژاړو، چې افغانستان د خپل دفاعي کمربند حریم اعلانوي، او که د طالبانو د استنجا کولو درسونو ته وخاندو. که د مظلوم ولس ویر ته وژاړو، او که د جمعهخان فانح تمثیلي پارچې ته وخاندو. د ملا ضعیف، عامر یاسر او انس حقاني کنایې تحلیل او تفسیر کړو، او که د جنرال مبین د بېوسۍ اوښکو ته وژاړو. د جمهورتیانو تاویلو ماویلو ته غوږ ونیسو، او که د پخوانیو خلقیانو او مجاهدینو اتلانو باندې وخاندو.
د پاچا کاموال دوړو ته وخاندو، چې په شین چای او ګوړه د پاکستان هوایي جېټونه رانسکوروي او اتومي سلاح له منځه وړي، یا په بهر کې د نورو طالب لابیګرو دوهمخیتوب وغندو.
دا څه ریشخند په داخل او بهر کې روان دی. چا چا ته به نمرې ورکوو؟
ښه دی چې تاریخ یوازې د فېسبوک په خبرو، دروغو او لاپو شاپو نه لیکل کېږي، که نه دا به لا بل ریشخند و.
له بده مرغه، بیا د نادودو د ریشخند په دغه دور کې، مجاهد ملت لکه د خلیفه دین محمد او روش ملا د خوبونو اورېدلو ته چې په زرګونو چڼي ورته ناست وي، د تأیید «زنده باد» وایي.
بس همدا دیګ او همدا ټېپر.
عاقبت بخیر