تاند- له نن څخه ۱۴۶ کاله پخوا د ۱۸۷۸ د نوومبر په ۲۱ مه په هندوستان کې د بریتانیا وایسرای لارډ لیټن (Lord Lytton) دوهمه انګلیس – افغان جګړه پیل کړه.
د بریتانیکا دایرة المعارف پر اساس، د ۱۸۷۵ په نوومبر کې د بریتانیا صدراعظم بنجمن ډیسرایلي (Benjamin Disraeli) د هند لپاره لارډ لیټن د ګورنرجنرال په توګه وګوماره. لیټن د هند د ګورنرجنرالۍ په موده کې له افغانستان سره د بریتانیايي هند له اړیکو اندېښنه لرله. د ده د ګومارل کېدو په مهال په افغانستان کې د روسیې نفوذ په زیاتېدو و، او لیټن ته امر شوی و چې د روسیې د نفوذ پر ضد ځوابي اقدام وکړي او یا د قوې په زور د پولې کلکوالی یقیني کړي.
هندوستان ته د لیټن له رسېدو سره سم، ده د دوست محمد خان درېیم زوی شېرعلي خان ته، چې د پلار له مړینې وروسته د پاچهۍ پر ګدۍ کښېنستی و، خبر ورکړ چې کابل ته یو پلاوی لېږي. خو کله چې افغان امیر لیټن ته اجازه ورنه کړه چې افغانستان ته ورشي، لیټن په غوسه اعلان وکړ چې افغانستان د دوو وسپنیزو دېګونو په منځ کې یوه خاورینه پیاله ده. خو ده تر ۱۸۷۸ پورې اقدام ونه کړ. په دغه کال په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو له لوري د لیټن استازی، سر نیول چمبرلېن (Sir Neville Chamberlain) له پولې ځواب شو، روسي جنرال ستولیتوف کابل ته لاړ.
وایسرای لیټن پرېکړه وکړه چې خپل ګاونډي ته سبق ورکړي او په دې توګه یې دوهم انګلیس – افغان جنګ د ۱۸۷۸ د نوومبر په ۲۱ مه پیل کړ.
شېرعلي خان مجبوره شو چې له پلازنې کابله ووځي او تر دې چې د ۱۸۷۹ م کال په لومړیو کې په جلاوطنۍ کې مړ شو.
انګرېزانو د لومړۍ جګړې په شان دا ځل هم د افغانستان د خاورې یوه برخه کنډو (جلا) کړه او د ۱۸۷۹ د په ۲۶ مه یې د ګندمک تړون د شېرعلي خان له زوی یعقوب خان سره لاسلیک کړ او هغه یې د افغانستان د امیر په توګه په رسمیت وپېژانده.
یعقوب خان په کابل کې د بریتانیا له دایمي سفارت سره موافقه وکړه. پر دې سربېره هغه ومنله چې د بریتانیا د حکومت له هیلو او غوښتنو سره سم به له نورو هیوادونو سره اړیکې پالي.
د بریتانیا بری لنډمهاله و، د ۱۸۷۹ د سپټمبر په ۳ مه د بریتانیا استازی سر لویس کافاګناري (Sir Louis Cavagnari)، او ساتونکي یا بدرګه کوونکي یې په کابل کې ووژل شول.
بریتانیا بیا افغانستان ته لښکر ولېږه، د اکتوبر تر پای ته رسېدو مخکې یې کابل ونیوه. یعقوب خان تاج و تخت پرې ایښي و او د ۱۸۸۰ تر جولای پورې تر هغو د قدرت خلا وه چې د امیر دوست محمد خان لمسي عبدالرحمان خان د افغانستان واک ترلاسه کړ.
د بریتانیکا پر اساس، د عبدالرحمن خان د سلطنت په دوره کې د بریتانیا او روسیې له لوري د اوسني افغانستان پولې وټاکل شوې.
د افغانستان واکمن یعقوب خان د بریتانیا له سر لویس کیوناري سره د ۱۸۷۹ د په ۲۶ مه د ګندمک تړون لاسلیکوي. دې معاهدې ۱۰ مادې لرلې او پر اساس یې خیبر دره (لنډیکوتل) سیوۍ (سیبي)، پښین او کوژک له افغانستانه واخیستل شول. د بریتانیا صدراعظم بنجمن دیزرایلي او په هند کې یې ګورنر جنرال لیټن دا د بریتانیا لپاره یو ستر بری وباله او په دې مناسبت یې د خوشالۍ جشن جوړ کړ.
لومړۍ، دوهمه، دریمه، څلورمه او دا دئ پنځمه جګړه او یرغل ئې جریان لری.
په لومړۍ او دوهمه او دریمه جګړه کی ئې باروت او مرمۍ کارولې خو وروسته خبره ږیره او لنګوټې او برېتو او نیکټائی او بی بی سی ته ورسېده ( په وریښمینه رسۍ ئې د افغان تاریخ او جغرافیا غاړه ور پرې کړېده ).
امّا اصلی خبره:
د روانشناسی په علم کی یو بل نوئ تجربی بحث را منځته سو ( د سټوکهولم سندروم) .
یعنی:
” په ۱۹۷۳ کال د اپریل په میاشت کی د سویډن د سټوکهولم د ښار په مرکز کی درو کسانو ( چی ځینی کسانو وسله وال ډاکوګان او ځینو کسانو افراطی کمونسټان ګڼل) یو بانک ته ننوتل او د بانک شپږ مامورین ئې یرغمل نیولی وه، څلور پنځه ورځی دا ډرامه روانه وه او د پولیس او یرغمل کوونکو تر منځ د تفاهم وروسته بېله دې چی څوک ووژل سی کیسه ختمه او یرغمل کوونکی تسلیم سوه. څو تکړه روانشناسانو د یرغمل سوو مامورینو د روحی حالت د کنټرول او آرامی په موخه د هغوی سره څو ورځی مجلس تر سره کړ. دا روانشناسان د یونوی او حیرانوونکی واقعیت سره مخامخ سوه هغه دا چی:
سره لدې چی ګرونګیرانو د نیول سوو مامورینو سره د یرغمل په اوږدو کی نرم چلند نه درلود خو ټولو یرغمل سوو کسانو د روانشناسانو سره د صحبت او مجلس په ترڅ کی د یرغمل کوونکو سره سخته خواخوږی درلوده او روانشناسان تر آخره پوری بریالی نه سوه چی د ډاکوګانو سره یرغمل سوو مامورینو د خواخوږۍ علت او انګېزه ومومی”.
نو عرض می دا دئ چی:
آیا د تعجب خبره نه ده چی زموږ پر هیواد باندی د شورویانو د ظالمانه تجاوز او همدارنګه د انګریزانو د خبیثانه یرغلونو او همدارنګه د امریکائیانو او نورو استعمارګرو غربیانو د خائنانه کړنو سره سره نن ورځ بیا هم ځینی روشنفکران د هغوی سره خواخوږی لری؟ ( خصوصاً د انګریز حرامی سره ) .
د تاند محترمو چلونکو ته له سلامونو وروسته هیله ده چې :
په اوله جمله کې د 1978 پرځای 1878 اصلاح کړل شی او په اتم پاراګراف کې د شېرعلي خان د لمسي پرځای د امیر دوست محمد خان لمسی عبدالرحمن خان ولیکل شي . هغه د محمد افضل خان زوی او د امیر شېرعلي خان وراره دی .
ستاسو له دقت څخه ډیره مننه. ستاسو د مشورې مطابق اصلاح شو
تاند