پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبشعرد نورالله غازي يار درې نظمونه

د نورالله غازي يار درې نظمونه

احساس

ـــــــــــــــــــ

دتن رګونو کې دې وينه

 دلمبو په شانې ګرمه ساته

چې داحساس په رڼو سترګو کې دي

تورې تيارې دخوبو نشي خورې

دزړه ټوټه دې

 دسکروټې غوندې بله ساته

چې دمظلوم له وچو شونډو څخه

سوړ اسوېلی راووزي

نو ستا د زړه سکروټه وځلېږي.

***

‍ د کوژدې دسمال

ــــــــــــــــــــــــــــــ

يوې حسيني يوې ځوانې کونډې

دخپل تنکي او ديتيم  زوی

دکوژدې زري زري دسمال

په خوشالۍ تر خپله کوره راوړ

کونډې ته خپلې دځوانۍ شېبې وريادې شولې

شهيد جانان يې زړه کې وڅرخيده

د ټيکري پيڅه يې لمدو سترګوته ونيوله

هغه دسمال يې  دشهيد جانان مزار ته يوړ

مېوه يې ټوله ماشومانو باندې ووېشله

او له دسمال نه يې جنډه مزار ته جوړه کړله .

***

ميني ته !

ــــــــــــــــــــــــــ

ميني!

 زموږ  په زړو کې نوم وتراشه

منم زموږ زړونه له کاڼو جوړ دي

خو اې!

دکاڼو کرښې نه ورانېږي .

***

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب