یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینسڅنګه پوهئدای شو چې کمبیوټر مو هک شوی؟

څنګه پوهئدای شو چې کمبیوټر مو هک شوی؟

ځواب :
که غواړئ چې په دې پوی شئ چې ایا کمپیوټر مو هیک نو اول خپل کمپیوټر سم چیک کړئ لاندې تغیرات به پکې راغلي وي :

هیکر لومړی ځیني ستاسو په کمپیوټر کې ځیني ناشانا پروګرامونه انسټالوي(نصبوي)، هغه اکثره وخت د چیک باکس پوښتنه کوي د یوزر نه او یا هم ځینی ستاسو پروګرامونه ریموف کوي. د دې لپاره چې ځانته لاره پیدا کړي. ځینی پروګرامونه په لاندې ډول دي چې هیکر یې ستاسو په کمپیوټر کې انسټالوي :

Backdoor & Trojans  داپروګرامونه هیکر ته ستاسو د کمپیوټر د بیا لاس رسی اسانتیا برابروي.
Spyware & Malware هغه د انټی وایروس پروګرامونه دي د دې په وسطه هم ډیر هیکران ستاسو کمپیوټر ته کله چې تاسي له نیټ سره وصل یاست ننوځي.
ځینی وخت هیکر ستاسو کمپیوټر پاسورډ تغیر کوي تاسو به خپل پاسورډ یاد وي خو کمپیوټر به درته مسیج درکوي چې پاسورد غلط دی.
او که چیری ستاسو کمپیوټر ته څوک ریموټ اکسس یا له لیري لاس رسی ولري نو ستاسو کمپیوټر به ډیر سلو کار کوي او کله کله به یې سکرین هم رپیږي.
نو که چیري په خپل کمپیوټر کې مو پورتنۍ نښې ولیدې نو پوه شئ چې ستاسو کمپیوټر هیک شوی دی اویا تر هیکنګ لاندی دی.

مخــــــــــنیوی :

د دی لپاره چې دومره سردرد ځانته جوړ نه کړو او کوم معلومات هم له لاسه ورنه کړو بیا په خپل کمپیوټر کی اپډیټ انټرنیټ سیکورټی چې نن سبا ډیر کیسپرسکی انټی وایروس چې یوکال وخت لري انسټال کړو او باید فایروال مو هم ان وي او په بې ځایه لینکونو باندی کلیک ونه کړو که چیری شکمن لینکونه درته په ایمل کې راځي نو مه یې کلیک کوئ هیڅ کله هغه پروګرامونه چې د مختلفو پلګینز په نوم درته راځی  Yes ورته مه وایاست او زیاتره وخت له نیټ څخه د ځینو پروګرامونو ښکته کول هم زیات د هیک احتمال لری ځکه ډیر هیکرانو داسی واړه واړه پروګرامونه په مختلفو نومونو جوړ کړي او نیټ ته پورته کړي وي چې کله یې ډاونلوډ کړئ.

وسیم پکتیاوال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب