ژباړه اسدالله بلهارجلالزی
په سموات کې ناستو کسانو د یوې زوروې څپیړې اواز واوریده. چې ورسره سم چوپتیا خوره شوه. په سموات کې ناستو کسانو هغه لور ته وروکتل، هغه سړی چې په مخ باندې په څپیړه وهل شوی و. چاغ او غوټ سړی و. او چا چې دی په څپیړه وهلی و. ډنګر او وچوړکی سړی و. د ډنګر سړی د لاس د پینځو ګوتو نښې نښانې د چاغ سړي په مخ کې له ورایه ښکاريدې. پولیس هم له سوال اوځواب پرته پرې پوهیدلای شوای، چې په څپیړه يي وهلی دی. په سموات کې ناستو کسانو فکر کاوه چې غوټ سړی به له کوم ځنډ پرته ډنګر او وچوړوکی سړی را پرې باسي. په سوکانو او لغتو به يي اوړه ور په مالګه کړي. خو داسې ونه شول، غوټ سړي چیغه کړه: زه به درباندې عریضه وکړه، ولي دي ووهلم. په سموات کې لا هم چوپیتا خوره وره وه. غوټ سړي وویل: ای خلکو تاسو دې شاهدان یاست تاسو ټولو ولیده چې زه يي سلا بلا په څپیړه ووهلم. بیا يي ډنګر ته مخ ور واړاوه هغه ته يي وویل: درځه چې ځو امنیتي حوزې ته.
خو ډنګر او وچوړوکي سړي همداسې ورته وکتل، ته به وايي چې مچ له ځانه شړي یوه بله جانانه څپیړه يي هم ور خیر کړه بیا يي ورته وویل:
ـ ځه لاس دي خلاص هر څه چې دې زړه غواړي ويي کړه. زه حوزې ماوزې ته نه ځمه! خو غوټ سړی له غوسې سره له سمواته ووت. په سموات کې میلمنو بیرته په عادي ډول خبرو او مجلسونو ته دوام ورکړ. له یوې شیبې وروسته مخکنې پیښه د ټولو هیره شوه. لږ وخت لا نه و تیر شوی چې ناڅاپه له غوټ سړي سره پولیس را ښکاره شول. د ډنګر سړي د ورښودلو ترخوايي وویل: – دا ټول خلک شاهدان دي چې زه دغه سړي په مخ په څپیړو ووهلم. پولیسو څلور تنه چې د ډنګر سړي خواته نږدې وو. له ځانه سره حوزې ته بوتلل. غوټ سړي چې مخ يي سور اوښتی و، وویل: امر صاحب! زه دغه سړي پرته له کومې ګناه په مخ ووهلم، دا ټول سړي مې شاهدان دي. له هغوئ هم پوښتنې ګرویږنې وشوې، غوټ سړي وویل: زه يي ووهلم خو دی پیژنم هم نه، چې ولي يي ووهلم نه پوهیږم، شاهدانو هم شاهدې ورکړه چې له لویه سره يي هیڅ نه دي اوریدلي او نه يې هم لیدلي دي! خو دنګر سړي د دوئ د خبرو له اوریدو وروسته وویل: – امر صاحب! زه منکر نه یمه ما دا سړی وواهه. خو زه هم دی نه پیژنم.
ـ نو بیا دې ولي وواهه؟ ایا مخکې مو ورسره کومه دښمنې لرله؟
ـ نه نه زه دی نه پیژنم.
ـ چې داسې ده نو بیا دې ولي وواهه؟
ـ زه به اوس تاسو ته کیسه وکړم. پرون شپه چې کورته ولاړم ومې لیدل چې په کورکې مې بریښنا نه وه. کله مې چې لټون وکړ راته معلومه شوه چې د بریښنا شرکت له دې امله زما د کور بریښنا پرې کړي وه چې د بریښنا د لګښت میاشتنۍ روپۍ مې نه وي تحویل کړي. پرون شپه مو تر سهاره پورې په تیاره او تورتم کې تیره کړه. ستاسو له مخې دې لیرې وي دوه کاله کیږي چې مورمې ناروغه ده. د معدې د زخم په ناروغې اخته ده، داسې دارو درمل او دوعا به نه وي پاته چې ما دې ورته نه وي راوړي. خو نه کیږي. داسې ډاکټر به هم په دې ښار کې رانه نه وي پاته شوی چې زما د مور روغتیايی معاینات يي نه وي کړي، کله چې دوا خوري لږ ښه وي. دا دوا هم ډیری يي د درد ګولۍ دي. خو بیرته يي مرض پرې راګرځي. تر ټولو سخته خو داده چې کله لږ روپۍ په ګوتو راشي، نو بیا په هغه وخت کې په درملتونونو کې دوا نه وي!
نن سهار چې له خوبه را ویښ شوم و مې لیدل چې د بدن کيڼه خوا مې مړه او کرخه شوي وه. تاسو به نه پرې پوهیږۍ چې دا ولی؟ داخو دا دوه درۍ میاشتې وشوې چې د کوټې د کړکۍ یوه ښيښه ماته شوي ده. کوټې ته ترې یخنۍ، باد او باران راځي، د کورخاوند ته چې هر څومره زارۍ کومه چې دا ښيښه پکې کیږدي. نه يي مني نن او سبا کوي. اوس راته وايي: اجاره او ننداره! که دې دا کور خوښ نه وي ورځه لاړ شه، زه په خپله همدې کورته وروځمه!
ډیره بښنه غواړم، په هماغه حال کې تشناب ته لاړم. کله چې مې د کمود سیفون، وواهه ومې لیدل چې اوبه نه راځي. څرګنده شوه همدا چې د کور خاوند پرون د څومیاشتو د پاته کرايي د ترلاسه کولو له پاره راغلی وو او هغه يي نه وه ترګوتو کړي، نهیلی شوی نو يي اوبه قطع کړې وې. په هر ډول چې وو ځان مې کوټې ته را ورساوه. ومې لیدل چې بخارۍ نه بلیده له خپلې میرمنې مې علت وپوښت، هغې راته وویل: – د ګازو وال ویل: نور درته پور نه درکوم. دا خبره يي هم کوله چې زموږه ټوله هستي څومره ده چې تاسې ته هم یوه میاشت په پور ګاز درکړو؟
هرڅه چې وو، تاوده کالي مې واغوستل او د سهار ناشتي ته کښینستم. بیا دې هم د ورځپاڼې خرڅونکي پلار خدای وبښي، چې په ډیرجرئت سره يي راته ورځپانه راوړه که څه هم دوه میاشتې وشوې چې د هغه پیسې مې هم نه دي ورکړي. ما چې کله د لومړي مخ لوی لوی تیترونه تر نظر تیر کړل نو دا مطلبونه يي لیکلی وو.
ـ د ښکلا د ملکې لپاره موڅوک په پام کې ده؟
ـ د کالیوګنډلو وروستي ماډل ماشینونه را ورسیدل.
ـ د موټرونو بیې په سلو کې لس کښته شوې.
ـ د فوټبال د ټیمونو لوبې به څرنګه ترسره شي؟ او….
غوښتل مې چې د ژواندنه له ستونزو څخه د ژغورلو په تمه له کوره ووځمه، چې په همدې وخت کې د کور خاوند، د ناحیې مامور او د کور د خاوند وکیل راورسیدل. د کورخاوند حق درلود، ځکه چې څو میاشتې مي ورته کرایه نه وه ورکړي. هغه ته د کور د ورپریښودلو او له کوره د وتلو امر صادر شوی وو.
کله چې هغوئ زما کوټې ته را ننوتل، وکیل وویل:
ـ همدا تخت خو په درد خوري. دا به هم د کرایي یو څه شي پوره کړي. همدا چې تخت يي پورته کاوه. نو هغه د نارنجو څو خالي کڅوړې چې موږ په کې ډیر زاړه کمیسونه، اوپرتګونه ایښي وو او څوټوکرونه مو هم ورباندې د یوه پاک پوښ په ډول هوار کړي وو. کښته را ولویدل. هغه يي پریښود.
وکیل بیا په نا خوښي وویل: – دا رادیو به هم واخلو؟…
ما له خدایه همدا غوښتل چې رادیو ورسره واخلي. ځکه زموږ رادیو به د کال په دولسو میاشتو کې لس میاشتې له مستري سره وه. او ما به د خپلو زامنو له ګولې یوه اندازې پیسې وهلی او بیا به مې مسترې ته ورکولې. زموږه ډیره بدبختي هم همدې رادیو راته جوړه کړې وه! څه سر به مو در خوږوم. داسې څه چې ډیر په درد وخوري زموږ په کور کې نه پیدا کیدل. دوئ هم ونه توانیدل چې څه ومومي. موږ او کور يي په خپل حال سره پریښودو او دوئ لاړل. له دې ټولو جنجالونو سره چې موږ غوښتل له کوره ووځو. ښځې مې را غږ کړ. ـ لور مې نن ښوونځي ته نه ځي.
– ولي نه ځي؟
ـ ځکه چې ښوونکي ورڅخه د لوبو او ورزش کالي، جوراپي، بوټونه او… غوښتي دي.
ـ ښه دا خو به ورته واخلم.
ـ خو غوړې هم نه لرو.
له ډیر کړاونو سره سره په داسې حال کې چې تیز باران اوریده او شیبه په شیبه به پسي ګن کیده ځان مې د موټرو تم ځای ته را ورساوه. خو باوری ومه چې نن به موټر ژر پیدا نه شی. او سل په سله کې ویلای شم چې کار ته به په خپل وخت ونه رسیږم. ځکه چې موټروانانو په خپلو کې سیالۍ سره کوله. ډیری موټران به له سورلیو ډک وو. لکه باد داسې به راباندې تیر شول. بوټونه مې چې څه مودې را په دې خوا زاړه شوي هم دی. تلي يي هم څوځایه غار شوي. له همدې غارونو څخه يي منځ ته اوبه را ورسیدې. په یوه شیبه کې مې جوراپې لندې خیشتې شوې. دا چې چترۍ مې هم نه لرله. کالي مې هم لانده شوه چې ورسره له یخه لړزیدم او ړپیدم. په دغه وخت کې یو ځوان زما خواته راغی او راته يي وویل: – بښنه غواړم کاکا…
ما داسې فکر وکړ چې هغه راڅخه د ګړۍ پوښتنه وکړه. ورته ومې ویل: ګړۍ نه لرمه.
ځوان وخندل او راته يي وویل:
ـ کاکا جانه ما د ساعت پوښتنه نه ده کړي. وګوره زه ساعت لرمه. غوښتل مې وپوښتم چې د د فوټبال د پرونیو سیالیو پایله څنګه شوه؟!
له ډیره قهره مې ادارې ته له تګ څخه ډډه وکړه. که مې زړه هم کیده خو د اوبو د غونډولو له سامانونو سره چې زما په واک کې وه نه مې شوای کولای ځان ادارې ته ورسوم.
له ناچارې سموات ته ننوتم. له سر او نوکه مې اوبه څڅیدې. په یوه څنډه کې کیناستم، سمواتچي راته توود چای راوړو. ګورم چې زما خواته زما په عمر سړی ناست دی، ده ورځپاڼه لوسته او ناڅاپه يي ورځپاڼه یوې خواته ورغورځوله بیا يي وویل:
ـ باید د دغه هېواده له خیره تیر شوو، داسې ښکاریږي چې هېواد د بیوزلې او ورک کیدو په لوري روان دی. زموږ وطن به ناڅاپه سقوط او نسکور شي. موږ لا هم ناخبره یوو.
هغه هم راته د خپل ځان په څیر یو دردمن او بیوزله ښکاره شوو. له ځانه سره مې وویل: بد سړی نه دی. نو راځه یوه شیبه به ورسره د زړه خواله وکړم، خپل ډک زړه به ورته تش کړم. د ده زړه به هم یو څه تش شي. په ټیټ غږ مې ورته وویل:
ـ بښنه غواړم. ولي په قهر شوي؟ خدای دي نه کوي کومه ستونزه ده؟
همدې سړی راته وویل:
لکه چې زموږ هیواد له منځه ځي، په دغه ویجاړ هېواد کې یو ښه ریفري او ښه داور هم نه پیدا کیږي. چې د فوټبال په سیالیو کې يي سم قضاوت کړی وای.
در ځار مې کړي، له دې وروسته ونه پوهیدم چې څه وشول، ګومان کوم لکه د برق سویچ يي چې وهلي وي یو ناڅاپه مې ښی لاس پورته شو او په ټول زور سره د ناست سړي په کیڼه اوږه ولګیده. باور وکړئ زه په خپله هم ونه پوهیدم چې دا څنګه داسې وشوو. زه د دعوې او مرافعې سړی نه یم. تر اوسه پوري مې میږي ته هم تاوان نه دی رسولی او نه مې ازار کړی دی! وروسته له هغه چې په هوښ راغلم، د سړي له لويې تنې مې په زړه کې ویره پیدا شوه. له ځانه سره مې وویل: اوس به مې سر لکه د مرغۍ په څیر راڅخه غوڅ کړي. له ډاره مې یوه بله جانانه څپیړه هم وواهه. زه منکر نه یمه، ما همدا سړی وواهه، خو باور وکړئ چې زه ګناګار نه یمه. په دغه وخت کې د حوزې مشر له خپله ځایه را پورته شو، مټور او غښتلي سړي ته يي وویل:
ـ یاالله نور نو ځنډ مه کوئ، او سوله وکړئ.
– زه سوله نه ورسره کوم، زه ورڅخه شکایت کوم. د حوزې مشر همالته ناست سړي ته مخ ورواړاوه. ورته يي وویل: ولیکه چې شکایت کوونکي د دعوې په وخت کې ویلې دي چې هېواد د سقوط او نسکوریدو په حال کې دی. قوي سړي چې دا خبره واوریده نويي وویل:
ـ محترم امر صاحب!
ـ څه وايي؟
ـ خیر دی ماته اجازه راکړه زه سوله کوم. دا خو هیڅ ښه نه کوم چې سوله ورسره نه کوم. که دا دعوه بیخ او بر پیدا کړي نو ورځ به مې توره شی!.. سترګې مې دي ووزي چې سوله به نه کوم. تر ویښته نرۍ مې غاړه، زه سوله کوم!…
۱۳۸۵ د غزني ښار البیرونې کتابتون