پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبشعرپښتنې | جنید شریف

پښتنې | جنید شریف

دا ځلمی چې  پیمانو کې يې  تروې دي

مشغولا یې میخانې نه دي دیرې دي

د مجلس څراغ چاینکه ده چلم دی

د مطرب مقام سروکی دی ټپې دي

هره ورځ په غریبۍ په زیار اخته دی

د جمعې ماښام چې راشي نو میلې دي

دلته غوږ کیده  ډولونه دي ګډا ده

هلته ورشه ربابونه دي باجې دي

د حجرې مجلس څرګنده خزانه ده

دردانې یې داستانونه دي کیسې دي

درخانۍ د آدم خان په قبر ناسته

په سل ګونو میمونې په وینو سرې دي

یوسف خان چې تربورانو پراري کړ

شیربانو ته بیرته راغی کجاوې دي

دا جوشي میړه په ټوکو نه پوهیږي

شیربانو کره د غم نارې سورې دي

څه ناځوانه نصیبونه خدای ورکړي

کله خاندي کله ژاړي پښتنې دي

میړني بیا په مورچل کې بریمن شول

په کوڅو کې د ډولونو انګازې دي

کله کښیني کله پاڅي کله څرخي

تورې څڼې یې اوږو باندې خورې دي

دا د ننګ او د میړانې دود به ساتو

که پښتو ده که اشر دى که جرګې دي

خو دا پیغلې  چې پلرونه یی باتور دي

ارمانونه یی د ستورو میلمنې دي  

دا میرمنې چې میړونه یې خیالي دي

په دی ستړو پښو  یی ولې زولنې دي؟

طالب جان چې ماتوي په پیغورونو

داسې خویندې ډیرې شته دى ګل بشرې دي

دا لمسیان د ویښ ځلمیانو شاته نه ځي

دا میړونه ننګیالي د زمانی دي

دلته کلی خواته لوبې دي  اتڼ دی

ننګیالي  تر غره اوښتي دي نزدې دي

جنید شریف د مارچ لسمه ۲۰۱۹

2 COMMENTS

  1. ایله په ایله چې له لسیزو وروسته دې ښکلی غږ را ووت ، هغه هم په دومره ښکلي اندازکې … ژوندی اوسې
    رشید نوی ډیلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب