دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+یتیم (لنډه کیسه) ژباړه: رحمت الله ابرار

یتیم (لنډه کیسه) ژباړه: رحمت الله ابرار

لیکوال: سلطانه مولانازاده
ژباړه: رحمت الله ابرار
چاود شوی پلاستیکي درسترخوان یې له تاق را ښکته کړ. د څو ورځنۍ ډوډۍ وروستۍ ټوټه پکې تاو شوې وه، خپله برخه یې ترې بېله کړه او د مور برخه یې بېرته په دسترخوان کې ونغاړله. دسترخوان یې په خپل ځای کېښود.
***
مور ته ور نږدې شو. په کوچنۍ ژبه یې وویل، مورې پورته شه! زۀ دارېږم! ځواب یې ونۀ ورېد. د مور په ټټر یې سر کېښود، ډېر ګرم و، د خولو او تبې بوی ترې تۀ، د مور په ګرمه غېږه کې یې د ارام احساس وکړ. غوږ شو، مور یې په ارام اواز د “الله” کلمه تکراروله.
هغه ورځې یې یاد ته راغلې چې یوه بوډۍ ښځه به د دوی کور ته را تله، خیرات به یې غوښت، د روف مور به یو څه ورته ویل، بوډۍ ښځې به اسمان ته کتل او بیا به یې د “الله” غږ کوۀ. دواړو به یو ځای ژاړل، دا یې هېره وه چې څوک اړمن او څوک اړتیا پوره کوونکی دی.
بوډۍ به د څنګ ګاونډي کور دروازه د خیر غوښتلو لپاره ټکوله. د “غني” په نوم یو چاغ غوښین هلک به دروازه خلاصوله، د بوډۍ ښځې په څادر کې به یې ګرمه ډوډۍ چې تاو به ترې پورته کېده اچوله، هلک به دروازه په بېړه بندوله.
بوډۍ به سر اسمان ته پورته کوۀ او د “الله” کلمه به تکراروله. “رؤف” هم د دوی په پیروي اسمان ته کتل ترڅو هغه څه وویني چې مور او هغه بوډۍ ښځه یې ویني.
***
د آذان هغه غږ چې خلک یې د ماښام لمانځه ته رابلل، رؤوف به هم هر ماښام د پلار سره جومات ته تۀ، دې کار د لویۍ احساس ورکوه. ځان ورته لوی سړی ښکارېده. خو دا تکرارً څوم ماښام و چې د پلار نشتون ترېخوالی یې تجربه کوۀ.
د مور له تټر یې سر پورته کړ، له ځای پورته شو، خو نڅاپي یې د پلار په بوټانو سترګې ولږېدې چې بې څښتنه په دروازه کې پراتۀ وو. تېر خاطرات یې ذهن ته راغلل، هغه ورځې ور یاد شوې چې پلار یې دا بوټان د عبدل له دوکان اخېستې وو، رؤف ته یې هم یو جوړ بوټان اخېستې وو چې بیا یو غني ترې د ژرندې ویالې ته اچولی و، همدا وه چې رؤوف څو نورې ورځې په چپلکو کې کرځېدۀ.
هو هغه ورځ یې پلار د کریم له دوکان غوښه هم اخېستې وه، دا چې د لوی اختر شپه و، نو  مور یې پکې خوندور پلو پوخ کړی و، هغه پلو چې په کال کې به دوه درې ځلې هم نۀ پیدا کېدۀ.
***
د پیشو میو، میو غږ یې د ژورو فکرونه لړۍ وشکوله. پر دیوال د غڼې څو چنده لوی شوي سیوري سخت وډار کړ، وېرې واخېست. ټول وجود یې ساړۀ نیولی و، نۀ پوهېدۀ څه وکړي. د کور له یخې او او غمجنې فضاء ستړی شوی و.
د وړۀ کړکي خواته لاړ، د ماتې شیشې له شا یې د باندې کوچني څنګل ته وکتل. د یو داسې سیوري د لیدو په لټه و لکه د هغه د پلار چې له ځنګل تېر او د کور خواته را روان وي.
ولې یوازې د چنارونو پر واورینو څانګو ناست ځنګلي قارغانو او د باد بې خونده غږونو بل څه نۀ اورېدل کېدل.
د کلي ټول ماشومان خپلو کورونو ته تللي وو، د هغوی د خواړو ډک دسترخوان، د مور او پلار په څنګ کې ګرمه ډوډۍ او بیا د ګرمې صندلۍ لاندې آرام خوب د هغه په ذهن کې را کې راوګرځېدل.
په همدې فکرونو کې و چې ناڅاپه یې د مور پښو ته پام شو چې له کمپلې راوتلې وې، پر کمپله یې پټې کړې.
له ځان سره یې وویل:
کاش پلار مې بېرته راوګرځي. نۀ پوهېده چې د خپلې ناروغې مور پالنه به څه ډول کوي، د ډوډۍ وروستۍ ټوټه یې هم مور ته ور بېله کړې وه، فکر یې کوه چې څه ډول له دغو ټولو بارونو ځان خلاص کړي چې پلار یې د دۀ په اوږو پرېښي او خپله ترې تللی.
***
د ور ویروونکي غږ یې هم د فکرونه لړۍ پرې نۀ کړه. ځکه دۀ خپل تصمیم نیولی و چې هر څنګه وي خپل پلار به بېرته کور ته راولي. د ور ځنځیر یې هغه زنګ وهلي مېخ ته ور واچوه چې د دۀ څو برابره عمر یې لرۀ. د هدېرې پر لور روان شو.
***
 د چنارونو پر لوړو سپنو څانګو د غروب وروستۍ زېړې وړانګې ښکارېدې. تور خولي قرغانو د شپې تیارۀ په خپلو قاغ قاغ غږونو لمانځله. د چنارونو په لوړو سپینو واروینو څانګو ناست قارغان لکه ستړي کوچیان یوځای په سندرو او ګډا وو.
***
روف د خاورو هغه انبار ته ور ورسېد چې تر نورو لوړ ښکارېدۀ، پر سپینو واوره پوښل شوی و، دا یې د پلار څو ورځنی قبر و. د قبر مخې ته یې ګونډې وواهلې، د لاس او پښو ګوتې یې ساړۀ وهلې او بې حسه شوې وې. د پلار غېږې افسوس یې ستونۍ را ډک کړ.
زاړې له ټوټو ګنډل شوې کُرتۍ په لاستوڼي یې خپلې ساړې اوښکې پاکې کړې، د پلار څېره یې ذهن ته راغله چې آرام تر خاورو لاندې ویده و. فکر یې کوه کېدای شي پلار به یې هم وږی شوی وي، د قبر شاوخوا یې سوری لټوۀ تر څو خپل پلار ترې وویني، واوره یې په یخ شوو ګوټو یوې خوا کړه.
په تازه خاوره کې یې سوری وکړ، خپله برخه ډوډۍ یې دوې برخې کړه، د پلار برخه یې د سوري په منځ کې کېښوده.
***
یوې کوچنۍ حشرې د خاورو سر راویست، یو بد شکله قارغۀ د ونې لۀ ښاخه په تېزۍ والوت او حشره یې په مښوکه کې پورته یوړه. روف خوله د قبر سوري ته ور نږدې کړه او په واړه ژبه یې ویل:
ـ “پلاره زۀ له قارغانو ډارېږم، راځه چې یو ځای کور ته لاړ شو، کور ډېر یخ و، لرګي هم ختم شوي وو، موږ وږي شوي یو، د غني له کوره د غوښې بوی راتۀ، خو زۀ یې په کیسه کې نۀ یم، هو رښتیا پلاره! سبا لوی اختر دی، خو موږ …
زۀ د خواږو او کولچو په کیسه کې هم نۀ یم، نوي کالي هم نۀ غواړم، پرېږده چې غني زما پر پوټانو پورې وخاندي، زۀ او تۀ به لخیره سبا وختي لرګیو ټولو ته ځو، که مې په لاسو کې اغزي لاړ شي بیا هم نۀ ژاړم. زۀ به ژر ژر لرګي ګېډۍ کوم. زۀ نور لوی سړی یم، اتۀ کالن هلک یم.”
هو رښتیا پلاره!
نن ټوله ورځ په کور کې وم، نۀ مې د چا سره جنګ کړی او نۀ هم جومات ته تللی یم. ټوله ورځ مې خپل سقبونه تکرارول، غواړې درته ویې لولم؟ غوږ شه:
بسم الله الرحمن الرحیم، د اسلام پنځه بناوې، اول کلمه، دوهم لمونځ، دریم روژه،  څلورم زکات، پنځم حج.
بسم الله الرحمن الرحیم، الحمد الله رب العالمین، قل هوالله احمد الله الصمد، قل اعوذ برب الناس ملک الناس…))
***
سبا وختي چې لا هم د جومات فضا د (اختر دې مبارک، ستاسو هم مبارک، عبادات مو قبول شه) آوازونو ډکه وه، د کلي یوه ډله خلکو جنازه پر اوږو د هدیرې خواته روان وو.
هدیرې ته لا نۀ وو رسېدلي چې خدمتګار لعل ګل ستړی او ورختا د دوی خواته را روان دی، کله چې را نږدې شو ویې ویل:
 مولا صیب!
– موږ دوه قبرونه وکندل.
– دوه د څه لپاره؟
– راشئ خپله یې وګورئ.
کله چې له هدیرې تیر شول او نوي قبر ته ورسېدل، ویې لیدل چې روف سر د پلار په قبر اېښودلی او ساړۀ وژلی دی، حریص او تور کارغان د دۀ په ګوتو کې یخ شوي ډوډۍ په حریصانه ډول په مښوکو وهي.
د کلي شوخو هلکانو چې د مشرانو سره یې جنازه تر هدیرې بدرګه کړې وه، د روف په لېدو یې کوچني زړونۀ را ډک شول، پر روف راچاپیر شول ټولو ژاړل. غني د روف لوڅو او یخ وهلو پښو ته ګونډې وواهلې، په چیغو چیغو یې ژړل. دا چې د روف یو بوټ یې د ژرندې ویالې ته ترې غورځولی و او د روف له ښکته پورته منډو غني او ملګرو څو شېبې خوند اخیستی و، اوس یې د ډېرې ملامتۍ احساس کوه.
هغې خواته  یو نااشنا الوتوکی د قبر پر لوحه ناست، وار په وار به مښوکه خلاصه او بندوله، کله کله به یې آسمان کتل، تۀ به وایې چې دۀ هم د هغه بوډۍ ښځې په څېر د الله کلمه تکراروله او کیدای شي د هغې روح به و چې له سرګردانیو او خپلو نوم ورکو کوڅو دلته راغلی وي، تر څو روف تر خپل پلاره پورې بدرګه کړي.

1 COMMENT

  1. د قارغانو پرځای کارغان ، په پښتو کې د ق حرف او غږ نشته او دا کلمه عربي نه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب