Homeخبرونهد کونړ د ځنګلونو سوزول کیدو ځایي خلک قهرولي

د کونړ د ځنګلونو سوزول کیدو ځایي خلک قهرولي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان څلورمه)  په کونړ کې یو شمېر ځایي خلک د دغه ولایت د ځنګلونو اور اخیستو ته د شک په سترګه ګوري او له طالب چارواکو یې د مخنیوي ترڅنګ د وضاحت غوښتنه کوي.

یو شمېر ځایي اوسیدونکو، چې د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، تاند ته وویل، چې په وروستیو کې له دغه ولایت څخه د لرګیو قاچاق بیا زیات شوی او شک لري، چې د ځنګلونو د وروستیو اورلګیدنو تر شا هم د قاچاقبرانو لاس وي.

ددوی په وینا، شکمن دي چې طالب چارواکي هم له قاچاقبرانو سره ملګري وي او د اورلګیدو له پېښې سره هم مهاله، لا زیات چارتراش له ځنګلونو قاچاق کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ لپاره د طالبانو ځايي چارواکو په پېچ درې ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له کبله د لسګونه جريبه ځنګله د سوځېدو خبر ورکړی دی.

د ياد ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې يو مسئول احسان الله ويلي، چې په دغې اور لګېدنه کې ۱۴ هکتاره او ۸۰ جريبه ځنګل له منځه تللي دی.

د نوموړي په خبره اور وړمه ورځ د دې ولايت د پيج درې ولسوالۍ د سندرۍ او کړنګل په ځنګلونو کي رامنځته شوی، چې له امله يې تر دې وخته پورې ۱۴ هکتاره او ۸۰ جريبه ځنګل او مالڅر سوځيدلی.

تر دې دمه د اور لګېدنې علت نه دی معلوم شوی.

له څه مودې راهیسې دا څووم ځل دی، چې د کونړ په ځنګلونو کې د اورلګیدو خبر ورکول کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...