پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د عرفات پردېس نوی کتاب "رژېدلي ګلان" چاپ شو

د عرفات پردېس نوی کتاب “رژېدلي ګلان” چاپ شو

د شاعر او ليکوال عرفات پردېس پنځم کتاب “رژېدلي ګلان” کابل کې د اکسوس کتاب‌پلورنځي له‌خوا د چاپ په ګانه سينګار شو. 

دغه کتاب چې ۶۷ مخونو کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې له آدرسه چاپ شوی، د يونليک بڼه لري او ليکوال په کې له افغانستانه ايران او عراق ته د خپل د سفر لوړې ژورې بيان کړي دي. 

له دې وړاندې د ښاغلي عرفات پردېس څلور نور کتابونه هم چاپ شوي، چې دوه يې شعري ټولګې او دوه يې نثري دي. 

عرفات پردېس د هېواد د شمال ختيځ زون د ولسي شاعر شهيد زين‌العابدين پردېس زوی او د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې بنسټ ايښودونکی دی، چې ادبي او فرهنګی ډګر کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...