Homeخبرونهایران څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال شړلي

ایران څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال شړلي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان څلورمه)  ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې هېواد یې یوازې د روان لمریز کال په پسرلي کې تر ۹۰ زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس، چې د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک اړوند دی، د کډوالو چارو د مسوولینو له قوله ویلي، چې په شړل شویو کې یو شمېر یې په خپله خوښه افغانستان ته د تلو لېواله وو.

ایران د دغو کسانو په جبري ډول ستنول نه دي تایید کړي.

له ایران څخه په پرله پسې ډول، په زوره د افغان کډوالو د ستنولو او په دغه هېواد کې افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي.

ویل شوي، چې د طالبانو رژیم هم ایران سره په زوره د افغان کډوالو په ستنولو کې همغږی دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، میلیونونه افغانان د هېواد پریښودو ته اړ شوي.

اقتصادي او بشري ناورین، د طالبانو غچ اخیستونکی چلند، د واک انحصار او له دولتي ادارو د غیر طالبانو ویستل او تر ټولو مهم یې د نجونو ا وښځو پر زده کړواو کار ځپونکي بندیزونه له هېواده د افغانانو د وتو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره شاوخوا ۶ میلیونه افغانان له هېواده وتلي.

طالبانو بیا په دې اړه ورکړل شوې احصایې او خپلې ملامتۍ رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...