پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهسرباز | شپنه سلګۍ

سرباز | شپنه سلګۍ

سرباز بچی ددرې واړو کونډو دسترګو تور و، ځکه چې اوس يې هیلې د ده غوړیدا اوستروالي ته د نوو پړاوونو په درشل کې وې اوبیا ګل مينې ترور خو به له غیږې نه هم نه کوزولو،اودخپل زړه درد له به یې پرې ارام اوتسلي ورکوله. هغه د چاخبره چې د ګل مینې ترور هم دغه یوه د ړندو سترګو اوښکه وه.دا ډیوه يې په کور کې د وروستي نارینه، یوسف، له شهادت نه پس بله شوې وه.

کیسه داسې وه، چې ګل مینه ترور خو له پخوا راهیسې کونډه وه او ډېر د غربت او بېوزلۍ ژوند يې تیرولو. ګل مینې ترور دوه زامن درلودل. یوسف او عمر وړوکتوب کې دپلار له سیوري محروم شوي وو. د مور مینه او هلې ځلې وې چې دواړه یې تر ښکلې زلما راورسول. د کلي نجونې به چې د اوبو اخیستلو له پاره د کلي پر یوازینۍ بمبې راټولې شوې، نو یوسف او عمر نومونه به، په یوه نه، یوه پلمه یادېدل. ګل مینې به چې کله ناڅاپه د خپلو زامنو نومونه واورېدل، ځان به یې نګاره واچاوه خو پر زړه به یې اختر و.

یو څو واره خو یې اخوا دې خوا چاته یاده هم کړې وه، خو د خوارې کونډې، بې تعلیمه زوی ته نو څوک کله لور ورکوي. ورو ورو یې نهیلۍ زړه ته لار کوله.

هلکانو بیا د خپلې مور خوارۍ ته او خپلې بې روزګارۍ ته کتل. اوس دواړه زلمیان وو. په کلي کې به چې کوم کار پیدا شو، ناغېړي یې نه کوله خو دومره څه یې نه ګټل چې کور پرې وچلېږي. دا هم ورته ښه نه ښکارېده چې د تکړه زلمیانو مور دې لا هم د خلکو خدمت وکړي.

یوه شپه د کور څراغ کې تېل خلاص شوي وو، درېواړه په انګړ کې د سپوږمۍ رڼا ته ناست وو، د شوتلو سابه یې سره په مینه خوړل او د دنیا خبرې یې کولې. مور یې ورته د خپلې مور له خولې د هغه وخت کیسې کولې چې وطن کې سوله وه. خلک خوار وو خو هدیرې دومره په منډه نه لویېدې. خبره له خبرې راولاړېږي، د هېواد د دښمن له خوا د کلیوالو ځورونې او د کلي د نوي جوړ شوي ښونځي د سیځل کېدو خبره وشوه. عمر وویل:

  • یره په دې غریبۍ کې دا د وېرې ژوند هم ولاکه خوند کوي!

په خبرو خبرو کې دې نتیجې ته ورسېدل چې دواړه وروڼه به په ملي اردو کې شامل شي. هم به د وطن او وطنوالو ساتنه کوي او هم به یې ورځنی ژوند ورسره سم شي. د خبرې هر لور یې سره وشاربه خو دا فیصله ورته تر هرڅه غوره ښکاره شوه. بله ورځ دواړه ورونه ښار ته ولاړل او څو ورځي وروسته یې عسکري دریشي ځوانۍ ته بله ښکلا وربخښلې وه.

څو میاشتې وروسته ګل مینه یو وار بیا خپل ورور ته ورغله: “وروره په ډیر امید درته راغلې یم او ناهیلې مې پرینږدې نادیه او هاجره مې په ځولۍ کې واچوه .

دا ځل یې ورور د تېر په شان نه و نه ویل. «خدای به خیر کړي!» په دې خبرې یې د ګل مینې زړه باغ باغ شو.

دیوسف او د عمر دبخت ستوری وځليد اوله انګڼ څخه يې دچمبې اواز پورته شو. ګل مينه ترور له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاییده،ورپسې درې مياشتې پس يې خپلې حياګانې ترکوره کړې.

دواده مراسم ترسره شول،دګل مينې ترور زړه په ارام شو،خپلې نږیندې يې وليدې. څه موده وروسته یې د نږیندو په بدن کې بدلون ولید. ګل مینې ته دا زېری د خپلو شل کلونو ناخوالو د پای ټکي غوندې ښکاره شول. دالله پاک شکرونه يې ادا کړل.

د خوشالۍ دا څپې ډېرې و نه پایېدی. لومړۍ توره ورېځ هغه ورځ راغله چې د عمر مېرمن خپل ماشوم ضایع کړ. میاشت لا تېره نه وه چې کلي ته په یوه ورځ دوه جنازې راغلې. یوه له پکتیا څخه بله له هلمنده. خو دواړه کټونه د ګل مینې په انګړ کې کښېښودل. وایي بنده تر ګل نازک او تر کاڼي کلک دی. د غبرګو زامنو مړینې هم ګل مینه ویلې نه کړه. تقدیر ویل دوه دې خپل لوی کړل اوس به د هغو دواړو د ښځو سرپرستي کوې.

د عمر او یوسف د څلوېښتۍ پر ورځ د ګل مینې له کوره د یوې بلې ژړا غږ پورته شو. د یوسف مېرمنې زوی وزېږاوه. نوم یې پرې سرباز کښېښود. ګل مینې به ویل: تره او پلار یې سرونه ورکړل خو د وطن ناموس یې وساته. سرباز بچې مې د دریو کونډو د امید ستوری دی. خدای به جنګ ورک کړي. سرباز به مې دا وطن را ته همداسې اباد کړي لکه زما د ژوند نړېدلې ماڼۍ چې یې ودانه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب